تړون
ژوند مې له سا سره تړون کړی دی
نن مې اشنا سره تړون کړی دی
موږ به له مرګ نه پس هم مینه کوو
هغې له ما سره تړون کړی دی
نور به دا خپل ځای خوشحالي ته پریږدم
غم له مسکار سره تړون کړی دی
ها د ښایست هغه د میني قاتل
نن له ښکلا سره تړون کړی دی
نور به محراب ته هم جامونه دروړم
ساقي ملا سره تړون کړی دی
هغه ده شونډو کې مسکی مسکی ده
(ژوندون) ( یو چا) سره تړون کړی دی
عبدالله شاه ژوندون /غزني قره باغ
19/1/2008
09.08.2008
- qarabagh
څرنګ له خبرو چي خبرې پيداکيږيمينه کې هم لوړې او ژورې پيداکيږيمه بوله زړګئ مې ګنهګارديوڅه حق لريزړونه چې به مينه شي سندرې پيداکيږينشته هيڅ مزه مې نن دغر او نه د کلينه پکې چنارنه هم نښترې پيداکيږيټيټ وڅوک راغلى وپرلوړو مسخرې کاباز يې ښکاروې که و کوترې پيداکيږيهرژوندى زوال لري او هر زوال يوه نښهميږى چې شي بدبخت نو يې وزرې پيداکيږيماچې پرې حساب کړ هغه نن مې دحساب سړىشاته يې څوک شته چې ترې لښکرې پيداکيږيمه تنګوه زړه \" ګل شاه \"دژو...
01.09.2008
- qarabagh
د روژې میاشت د عبادت میاشت ده ، د دعاګانو د قبلیدو میاشت ده نو راځۍ په ګډه سره د خپل ګران هیواد ناڅرګند راتلونکې ته د خیر لاس پورته کړو . ستاسو ورور ( ژوندون)
...