څرنګ له خبرو چي خبرې پيداکيږي
مينه کې هم لوړې او ژورې پيداکيږي
مه بوله زړګئ مې ګنهګارديوڅه حق لري
زړونه چې به مينه شي سندرې پيداکيږي
نشته هيڅ مزه مې نن دغر او نه د کلي
نه پکې چنارنه هم نښترې پيداکيږي
ټيټ وڅوک راغلى وپرلوړو مسخرې کا
باز يې ښکاروې که و کوترې پيداکيږي
هرژوندى زوال لري او هر زوال يوه نښه
ميږى چې شي بدبخت نو يې وزرې پيداکيږي
ماچې پرې حساب کړ هغه نن مې دحساب سړى
شاته يې څوک شته چې ترې لښکرې پيداکيږي
مه تنګوه زړه \" ګل شاه \"دژوند همدغه کار دى
خير! ژوندکې کله کله کيسې سترې پيداکيږي
ګل شاه صبري - جرمني
له بینوا پاڼې څخه په مننه .
16.07.2008
- qarabagh
راليږونکی :SAMEUDDIN AFGHANIد راليږونکي پته :s-afghani@hotmail.deنيټه : 16-07-2008
داڅه حال دی
دغه خوب دلیدو نه دینه خوبونه دلیدو دیداحالت دلیدو نه دینه وختونه دلیدو دی
څه تیاری دی خپری شویسمه او غر یی دی نیولیدی وحشی وحشی شیبو کیدا فرصت دلیدو نه دینه وختونه دلیدو نه دی
ددی شنه اسمان تر څنګهدا زخمی زخمی وختونهمرګ او ژوبله ، بیوسی دهدا دهشت دلیدو نه دینه وختونه د لیدو دی
پرهارونه مرګ او ژوبلهدبی...
30.08.2008
- qarabagh
تړون
ژوند مې له سا سره تړون کړی دی
نن مې اشنا سره تړون کړی دی
موږ به له مرګ نه پس هم مینه کوو
هغې له ما سره تړون کړی دی
نور به دا خپل ځای خوشحالي ته پریږدم
غم له...