یادونه :دا غزل نږدې ملګري او خوږ ژبې شاعر بارکوال میاخیل په میسینجر کې د چټینګ له لارې په فى البديهه توګه راته ویلې ده . زه یې هم کټ مټ ستاسو وړاندي را اخلم :
------------------------------------------------------------------------
که هر څو زموږ تر منځ دي، جګ- جګ غرونه اې ژوندونه
ومنه زما له خوانه سلامونه اې ژوندونه
لا تر څو پورې به اوسو ما او تا په پردېسۍ کې
راځه جوړ کړو زياتي ياره خپل کورونه اې ژوندونه
که مو مټې پردۍ نه دي، که ضمير مو لا ژوندى دى؟
بايد نور پر ځان يو نه سو دا ظلمونه اې ژوندونه
خداى به جوړ زموږ هېواد کړي، دغه خوب مي دى ليدلى
بيا به تل کوو بېغمه هوسونه اې ژوندونه
چي د مينې زړي ښخ کړو د زړګي په کروندو کې
ځي به خامخا په تېښته نفرتونه اې ژوندونه
د پسرلي د باد په رنګه ډېر په خوند روان ژوندون دى
نور به نه راځي که خداى کړل تور غمونه اې ژوندونه
بارکوال وايي جانانه! بس همدومره خوالۀ بس ده
نيمه شپه، سترګو ته راغلل ډېر خوبونه اې ژوندونه