د سونا مې په شا نتې

-------------------

د زړه په هسک کې مې

د غم توري وريځي ګرځي

له قهره ‌ډکي برېښي

او بيا  ...  نري دردونه

لکه بريښنا ټوله بدن  ريږ دوي !!!

د يوې لويي فا جعې نښه ده

د سونا مې په شانتي

   ګوره ظالمې  !!!

لږ مې د زړه په دنيا رحم وکړه

کنه وو

ډېري  ارزو ګاني به شي کونډ کپوري

ډير د خيالونو ښايسته ما ڼۍ

چې مې له تا سر ه وې جوړي زړه کې

شي به ويراني

او يتيمي به شي

هغه معصومي هيلي

بيا به دزړه هغه ښايسته دنيا ګۍ

هغه دميني دنيا

چې ستا کتو به

ډيره تازه ساتله

تل  به مې خيال د سونامې د انسانانو په څېر

د سند په غاړه

دنګي ماڼۍ جوړولې

خواوس چې لري ګرزې

او رانه په څنګ تيرېږې

نو ځکه د زړه په دنيا ګۍ ویریږم

ديوې لويي فاجعې نښه ده

 دسونامې په شانتې

-----------------------------------------------

                                                   ژوندون غزني قره باغ

                                                   ٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭٭