په شين او سمسور لغمان کې د پسرلي په پېل کې د نيالګيو ايښودلو کمپاين پېل شو، چې پکې د لغمان والي عبدالجبار نعيمي په خپل لاس نيالګي کېښودل او د لغمان له ولس يې غوښتنه وکړه چې د لغمان د لا سمسورولو لپاره نيالګي کېږدي او ساتنه يې وکړي.
د نيالګيو ساتل هم لکه د يو ماشوم غوندې روزنه لري او همدا وجه ده چې زموږ خلک د نيالګيو ساتنې ته پوره پاملرنه نه کوي، نو هر ځاى چې نيالګي کېښودل شي، څه وخت وروسته مړاوي او يا هم له مينځه ولاړ شي.
دا ډېره مهمه ده چې بايد د نيالګيو ساتنه په ښه ډول ترسره شي، ځکه چې ونې زموږ د ټولنې او د انسانانو لپاره ډېرې مهمې دي، ونې هوا پاکوي او ونې انسانانو ته ژوند ورکوي.
ونې ټولنې ته ښکلا ورکوي او ونې د انسانانو په ژوند جوړولو کې مهمه دنده لري، هغه ځايونه چې ونې نه لري، نو هم هوا يې پاکه نه وي او هم يې انسانان له نورو ګڼو ستونزو سره هم مخ وي.
د لغمان والي په دې اړه وويل، راځئ چې د راتلونکو نسلونو لپاره چاپېريال زرغون کړو، هر فرد دې ته وهڅوئ چې د ځان او خپل ولس لپاره په خپله سيمه کې نيالګي کېنوي او خپلې سيمې له هغه خلکو پاکې کړي چې د ولس د بدمرغۍ او تباهۍ باعث کېږي.
په دې جلسه کې د لغمان ګڼ شمېر ولس برخه واخسته او د جلسې نه وروسته په شريکه ټولو نيالګي کېنول.
د لغمان والي وويل له ولسونو هيله وکړه چې په خپلو سيمو کې نيالګي کېنوي او ژوند ښکلى او هره مېنه سمسوره کړي.
په دې پرتمينه جلسه او د نيالګيو اېښودلو په دې پېل کمپايني غونډه کې ځينې شعارونه ورکړل شو، چې په لاندې ډول دي:
 نيالګي کېنول، جاريه صدقه ده
 نيالګي وکرئ، چې مرغۍ مو مېلمنې شي
 ونې اجتماعي ملکيت دى، ولو که ستاسو په کور کې وي
 شين لغمان نور هم شين کړئ
 نيالګي لکه ماشوم پالنې ته اړتيا لري
 شنې ونې او بوټي د الله (ج) ثنا وايي پالنه يې وکړئ
 په خپل کور کې يو يو نيالګى د خپل کور د غړو په نوم وروزئ
 د يو نيالګي په کېنولو د خپلو بچو اينده خوندي کړئ
 د ونو وهل ناځواني ده
د خپل ژوند او د خپلو ماشومانو د راتلونکي لپاره او د خپلې ټولنې د ښکلا لپاره او د خپل ولس لپاره تاسې هم په خپلو کورونو کې نيالګي کېنوئ او د هغې پالنه، لکه د خپلو ماشومانو وکړئ. راځئ چې په شريکه خپل خوږ او ګران هېواد شين او سمسور کړو، تر څو مو راتلونکى سمسور وي.