څومره لږ وې، څومره ډېر شولې جانانه
چا ويل چې رانه هېر شولې جانانه
ملنګان دې درنه ګردچاپيره ناست دي
سم د پير بابا په څير شولې جانانه
ما وې را به شې او بخت به مې بيدار شي
خو چې راغلې رانه تېر شولې جانانه
لکه باز کا په کوترې منګول ښخه
داسې زړه نه مې چاپېر شولې جانانه
ته خو سم د زړه ژورو ته کېوزې
ته خو سم د عابد شعر شولې جانانه
بازمحمد عابد
٢٠٠٧/١٢/١٣کابل
10.12.2007
- baz
ستا له پامه چې لويدلی يم جانانههر قدم کې ښويدلی يم جانانه
په کوم ښکلي کې چې ستا نښې پيدا ويزه په هغه پسې تللی يم جانانه
اوس د خلکو مخکې نه درته درګورماوس خو دومره پوهيدلی يم جانانه
ستا په لورې چې درځمه ښه خوشحال يمخو خپه درنه راغلی يم جانانه
ماته دومره ډېره ډېره مينه راکړهتا چې څومره ځورولی يم جانانه
١٩ ليندۍ ١٣٨٦ک...
18.12.2007
- baz
که پردۍ يم درته خپل مې کړه جانانه...