که پردۍ يم درته خپل مې کړه جانانه
ته او خداى د اوربل ګل مې کړه جانانه
غزلتوري مې د سپينې غاړې هار کړه
د مين شاعر غزل مې کړه جانانه
ګوندې تا ته په څه چل درورسيږم
لاروى د خپل منزل مې کړه جانانه
په رخسار مې بلا ډېر خالونه کيږده
د شينکو ستورو ځنګل مې کړه جانانه
ته له مانه څومره ډېره مينه غواړې؟
راشه ډېره ډېره ښکل مې کړه جانانه
١٥ د ډسمبر ٢٠٠٧ پېښور
13.12.2007
- baz
څومره لږ وې، څومره ډېر شولې جانانهچا ويل چې رانه هېر شولې جانانه
ملنګان دې درنه ګردچاپيره ناست ديسم د پير بابا په څير شولې جانانه
ما وې را به شې او بخت به مې بيدار شيخو چې راغلې رانه تېر شولې جانانه
لکه باز کا په کوترې منګول ښخهداسې زړه نه مې چاپېر شولې جانانه
ته خو سم د زړه ژ...
23.12.2007
- baz
نور الحبيب نثار په دانش خپرندويه ټولنه کې
ډاکټر حسن او انجنير ستانه مير زهير
ډاکټر حسن، عابد او زهير صاحب...