ستا له پامه چې لويدلی يم جانانه
هر قدم کې ښويدلی يم جانانه

په کوم ښکلي کې چې ستا نښې پيدا وي
زه په هغه پسې تللی يم جانانه

اوس د خلکو مخکې نه درته درګورم
اوس خو دومره پوهيدلی يم جانانه

ستا په لورې چې درځمه ښه خوشحال يم
خو خپه درنه راغلی يم جانانه

ماته دومره ډېره ډېره مينه راکړه
تا چې څومره ځورولی يم جانانه


١٩ ليندۍ ١٣٨٦
کابل، خيرخانه