مهاجر زړه مې خوشحالي يوه زره نه لري
په ځمکه سيوری په آسمان کې ستاره نه لري
په مرگ يې نيسي، غاړه تبې ته مجبوره کيږدي
د زمانې له ستمگرو نه چاره نه لري
موږه د داسې بد نصيبه قبيلې وگړي
زموږه مړي گډ ښخيږي هديره نه لري
اوس د آذان ازانگې ټول کلي ته نه رسيږي
زموږ جومات يې شهيد کړی مناره نه لري
راځه چې پاتې زنده گي په محبت تيره کړو
نفرت ښه نه دی آشنا مينه خساره نه لري
١٩٩٧/١٢/٥
12.11.2007
- baz
ډېر ستا د راتلو په انتظار ليونيراشه که يې گورې د ديدار ليوني
ستا د پاکې مينې اناالحق وايي په چيغوجگ سرونه وگوره په دار ليوني
څوک دې خانقاه کې بلوي ډيوې د زړونوڅوک ناست ميکده کې وي خُمار ليوني
هر طرف اوتر اوتر د ښکلو نظارې کوېگډ چې شي د صدر په بازار ليوني
زرکې وزر ماتي دي په غرونو کې دمه کوي” باز “ يې په هوا نيولې لار ليوني
پيښور،صدر١٩٩٧/١١/٢٦...
12.11.2007
- baz
ستا د خولې خبره مرغلره شيزړه ته چې راکوزه شي سندره شي
زه ورته وسله د خودۍ کيږدمهمينه په ما څومره زوروره شي
ناز لري، نياز لري، انداز لريخپل مين چې وگوري اوتره شي
څومره چې په کم نظر کتل کويهومره به يې حسن له نظره شي
بيله چې د زاڼو له کتاره شي” باز“ ته ښايستوکي شان کوتره شي
١٩٩٧/١١/٢٦...