ډېر ستا د راتلو په انتظار ليوني
راشه که يې گورې د ديدار ليوني

ستا د پاکې مينې اناالحق وايي په چيغو
جگ سرونه وگوره په دار ليوني

څوک دې خانقاه کې بلوي ډيوې د زړونو
څوک ناست ميکده کې وي خُمار ليوني

هر طرف اوتر اوتر د ښکلو نظارې کوې
گډ چې شي د صدر په بازار ليوني

زرکې وزر ماتي دي په غرونو کې دمه کوي
” باز “ يې په هوا نيولې لار ليوني

پيښور،صدر١٩٩٧/١١/٢٦