نن دليمو د خونې ور ماتوم
په چا به تنده د نظر ماتوم
د سترگو جنگ ته مې بلا زړه کيږي
ستا د بڼو به دا لښکر ماتوم
راځه جانانه را ترغاړې ووځه
يو څو تڼاکې د ځيگر ماتوم
شيرينه مينه مې په زړه وريږي
په فرهادي تيشه به سر ماتوم
سپينې کوترې درنه تنگې شولې
”بازه“ يو ورځ به دې وزر ماتوم
١٩٩٧/١٠/٢٩
12.11.2007
- baz
له زړه نه راشي په ليمو کې انتظار وباسييارانو ما د ښکلو مينه له روزگار وباسي
داسې ښکاريږي چې ساقي هم کينه ور غوندې شوډله رندان چې ميکدې نه وار په وار وباسي
دا زمانه داسې په چل او په هنر بدليږيلکه پوستکی چې له خپله تنه مار وباسي
بيا يو منصور پيدا کړه، بيا د چا د مينې په نومچې يو ناره د اناالحق په سر د دار وباسي
د زمانې د حوادثو څه پروا نه لري” باز“ په سيلۍ کې هم کوترو پسې لار وباسي
١٩٩٧/٧/٦...
12.11.2007
- baz
ډېر ستا د راتلو په انتظار ليونيراشه که يې گورې د ديدار ليوني
ستا د پاکې مينې اناالحق وايي په چيغوجگ سرونه وگوره په دار ليوني
څوک دې خانقاه کې بلوي ډيوې د زړونوڅوک ناست ميکده کې وي خُمار ليوني
هر طرف اوتر اوتر د ښکلو نظارې کوېگډ چې شي د صدر په بازار ليوني
زرکې وزر ماتي دي په غرونو کې دمه کوي” باز “ يې په هوا نيولې لار ليوني
پيښور،صدر١٩٩٧/١١/٢٦...