له زړه نه راشي په ليمو کې انتظار وباسي
يارانو ما د ښکلو مينه له روزگار وباسي
داسې ښکاريږي چې ساقي هم کينه ور غوندې شو
ډله رندان چې ميکدې نه وار په وار وباسي
دا زمانه داسې په چل او په هنر بدليږي
لکه پوستکی چې له خپله تنه مار وباسي
بيا يو منصور پيدا کړه، بيا د چا د مينې په نوم
چې يو ناره د اناالحق په سر د دار وباسي
د زمانې د حوادثو څه پروا نه لري
” باز“ په سيلۍ کې هم کوترو پسې لار وباسي
١٩٩٧/٧/٦
12.11.2007
- baz
د سپوږمۍ چمبه راواخله، ورته ستوري په گډا کړهمرورې دي سندرې، لږ يې توري را پخلا کړه
په نظر راباندې وڅښه، د ښکلا د مۍ جامونهاوږده غاړه صراحي کړه، اموخته مې په صهبا کړه
د زړگي په للمه دښته، د ارمان زړي کرمهد باران په شان وريږه، چيرته شنه مې تمنا کړه
تخيل کې جوړومه، ستا د مينې د ښکلا بُتبُتکده د خيال حرم کړه، لږ خو ما د ځان په خوا کړه
څنگه غلی ناست يې ” بازه“ وزرونه دې خواره کړهد کوترو سيل تيريږي، څه خو شور څه خو غوغا کړه
١٩٩٧/٥/١٩...
12.11.2007
- baz
نن دليمو د خونې ور ماتومپه چا به تنده د نظر ماتوم
د سترگو جنگ ته مې بلا زړه کيږيستا د بڼو به دا لښکر ماتوم
راځه جانانه را ترغاړې ووځهيو څو تڼاکې د ځيگر ماتوم
شيرينه مينه مې په زړه وريږيپه فرهادي تيشه به سر ماتوم
سپينې کوترې درنه تنگې شولې”بازه“ يو ورځ به دې وزر ماتوم
١٩٩٧/١٠/٢٩...