ستا د خولې خبره مرغلره شي
زړه ته چې راکوزه شي سندره شي

زه ورته وسله د خودۍ کيږدمه
مينه په ما څومره زوروره شي

ناز لري، نياز لري، انداز لري
خپل مين چې وگوري اوتره شي

څومره چې په کم نظر کتل کوي
هومره به يې حسن له نظره شي

بيله چې د زاڼو له کتاره شي
” باز“ ته ښايستوکي شان کوتره شي

١٩٩٧/١١/٢٦