(الف) .. انګلسي ژبه وئیلی شې ... ؟

 

دَ راغونډوشوؤ حقائقو په رڼا کې

 

په اروپا کې قریباً په هرسلو کې ۴ داسې غېر انګلسي اروپایان هم اوسېږي، چې انګلسي ښه په آسانه وئیلی شي – او دغه رنګه په هر سلوکې ۱۳ داسې اروپایان هم استوګنه کوي ، چې په انګرېزي باندې تر ډېره هانده پوهېږي او لږ ډېره یې هم وئیلی شي -  خو په براعظم یورپ کې په هر سلو غېر انګلسي کسانو کې ۲۹ داسې هم استوګنه کوي ، چې فقط یو څو تورې دَ انګلسي وئیلی شي لکه چیپ، سمال، بیګ، لټل، یَس ، نو، ګوډ، مائی نېم ، ټائلیټ او دغه رنګه ځینې نور تورې هم وئیلی شي –

 

پورتني راغونډ شوې حقائق داسې څرګندوي ، لکه په اروپا کې چې دَ انګلسي وئیلو رواج ډېر کم څه ... چې دَ نه برابر دي – ولې چې دلته فرانسوي او جرمني دَ اروپا په هغو  غټو ژبو کې دوې مشهوره غټې ژبې  دي چې ویونکو یې دَ  انګلسۍ په مقابله کې نه یوازې په شمېر زیات لري ... بلکې خلګ او ویونکې هېوادونه یې ارادي هڅې هم کوي ، چې انګلسي دَ هغوئ په هېوادونو کې رواج نه شي – په ثبوت کې یې دا خبره دلته وړاندې کولی شم ، چې په اروپا کې چپ له لوې برطانیې، په بل هر هېواد کې په سټالونو او دَ کتابونو په دوکانونو کې دَ انګلسۍ برخه اول خوشته نه ، او که وي هم، نو په کې خال خال کتابونه تر سترګو کېږي –

 

خو بیا هم له دې ټولو خبرو پرته په اروپا کې دا خبره دَ سوال په څیر دَ هر ورچپ شوې سېلاني په مزغو کې دَ ځواب دَ لټولو په تمه حتماً ځای نیسي ... لکه

 

( اروپایان که انګلسۍ خوښوي او که نه، خو دَ اروپا په هر هېواد کې دَ سېل او سېلانیانو دپاره اهتمام نه یوازې په انګلسي طرز کول بلکې  دَ خپلو ژبو په ځای  په ماتې ګوډې  انګلسۍ ژبې کې ورسره خبرې ډېرې په خوند کوي )

 

ګوا دَ انګلسۍ ګراف په اروپاکې که څه هم بېخي کښته دی ، خو ښه سباؤن په بابت یې دَ خپرېدلو هیلې موجودې دي – او کېدلی شي، چې انګلسۍ یوه ورځ په اروپا کې هم داسې ځای وَ مومي لکه دَ نړۍ په زیاترو غلیمو هېوادونو کې چې یې غوره کړی دی –

 

دَ نورو لویو ژبو لکه فرانسوي او جرمني په مقابله کې که څه هم انګلسۍ هغه یوازینۍ ژبه ده ، چې په اروپا کې څوکه څوکه لاکن مسلسل  ویونکې زیاتوي څه، چې دا خبره هم څرګندوي، چې انګلسۍ به ژر یا په ځنډ دَ دې براعظم دَ رابطې ژبه وګرځي –

 

اوس که څه هم انګلسۍ ژبه په اروپا کې کمه وئیل کېږي، خو دلته په هر هېواد کې خلګ بیا هم دا هڅه کوي، چې انګلسۍ زده کړي – ولې چې وَ دې اروپا ته هر راتلونکی سېلاني ..... که څه هم عرب وي، چینائي، اردو، فارسي یا پښتو ویونکی څه چې ، دَ غېر اروپافرانسوي ویونکې لا هم – نو هغه ته دَ انګلسۍ وئیلو حاجت پېښېږي – ګوا دلته دَ سېلانیانو او ځاي خلګو تر منځه رابطه یوازې انګلسۍ ژبه پېدا کوي –

ــــــــــــــــــــــــ