(ب) .. ښه به نه وي ، چې انګلسۍ اروپائی ژپه شي .. ؟
دَ دې پوښتنې په ځواب کې په اروپا کې په هر سلو کې ۱۴غېر انګلسي کسانو وئیلو .... هو ، باید چې انګلسي ژبه دَ اروپا ژبه شي او ۷۹ غېر انګلسي اروپایانو غوټ یَه کړو او وئیل یې دا ضروري خو نه ده – نو په هر سلو کې ۷ غېر انګلسي اروپایانو وئیلو، چې کېدای شي او نه هم شي کېدای ... ګوا ځوابونه یې دَ انګلسۍ په حق او ناحقې کې نېغ په نېغه نه ؤ –
له دې حقیقت څخه هم څوک سترګې نه شي اړَولی ، چې دې وخت وَ نړۍ ته دَ یوې داسې ژبې ضرورت شته ، چې هغه دَ رابطې وسیله وګرځي – ولې چې دُنیا ورځ په ورځ راټولېږي لګیا ده او خلګ تر خپلو لارې هوارَول غواړي ... له یو بل سره لیدل او یو بل پېژندل غواړي – اوس که څه هم اروپایان دَ دې خبرې ضرورت نه محسوسوي ، خو آخر به هم دې ځای ته غاړه ږدي ، چې انګلسي یا بله ژبه دَ رابطې وسیله کړي – ولۍ چې دَ اروپا په معیشت کې دَ ټؤرزم ډېر لوی لاس دی او هغوئ به هیڅ کله هم دا نه وَغواړي ، چې دا کاروبار دي دَ سیاحتي ژبې دَ نه درلودلو له سوبه کم یا ګار شي –
دَ انګلسۍ ژبې په باب دَ اروپایانو ناخوښي له انګلسیانو څخه کرکه څرګندوي ... کینې یې په زړونو کې ورته څه دي ؟ دَ دې سوال به کېدای شي ، چې خورا ډېر ځوابونه وي – خو دَ یو سېلاني په څیر زه دا وئیلی شم ، چې په فرانس کې دَ انتها تر هانده کرکه او په نورو هېوادونو لکه جرمني، اټلي، سپېن او آسټریا کې دَ انګلسۍ او انګلسیانو په باب په خلګو کې دَ ناخوښی تر هانده رائیې داسې هم څرګندوي لکه اروپائی قامونه ، چې دَ خپلو ژبو دَ ودې کولو أه لار کې انګلسۍ ژبه خنډ ګڼي – او خود به داسې وېره هم سنجوي، چې ګنې هغوئ هم دَ نړۍ دَ هغو قامونو په رنګه بې ژبې نه شي . چې پرون یې انسانانو څه، چې غرونو، رغونو، هوارو مېدانونو لا سندرې وئیلې – خو اوس یې نوم و نشان نه شته – هو، هغوئ غواړي ، چې په ژبو باندې ژوندي پاتې شي – داسې ، لکه دي چې هم –
هرڅه هرڅه، خو له دې پرته هم، دَ خوند خبره دا ده، چې انګلسۍ ژبه په اروپا کې خپل بېخونه دَ سیاحتي ضرورتونو او کاروباري چارو له لارې ورو ورو ټینګوي لګیا ده – خو لا بیا هم بلا وخت غواړي – بلکې شاید چې اروپا به سبا ته هم په درسته نړۍ کې هغه وروستنی براعظم وي ، انګلسۍ په کې ځای نیسي – ولې چې مخته یې دوې غټې ژبې ، لکه فرانسوي او جرمني ژوندکولو او ژوند ساتلو په کلګه هوډه باندې ولاړې دي – ګوا مېدان ورته داسې چغالي نه دی پاتې ، لکه به نورو براعظمونو کې –
ــــــــــــــــــــــــ