( پ) .. خپله ژبه دي اروپائی خوښه شي که ملکي ؟

 

 دَ راغونډوشوؤ حقائقو په رڼا کې

 

   په اروپا کې په هر سلو کې ۸۶ غېر انګلسي کسانو دا وئیلو، چې هغوئ خپلې قامي ژبې دَ درستې اروپا دَ ژبې په حېث خوښې شي او په هر سلو کې ۸ غېرانګلسي کسانو خپلې ژبې دَ خپلو خپلو ملکونو دَ قامي ژبو په څیر خوښې کړې – خو په هر سلوکې  ۶ کسانو داسې هم وئیلو، چې داسې نه شي ممکن کېدای ، ولې چې دَ هغوئ ژبې وړې ژبې دي –

 

په اروپا کې دَ انګلسي قام پرته نور قامونه لکه جرمن، فرنچ، ډچ (ولندېز)، هسپانوي، اطالوي، رومن، پرتګالي، روسي، تُرک او یا یو نیم بل هغه قامونه دي ، چې په تاریخ کې یې نومونه نه یوازۍ ګټلي دي ، بلکې اوس هم ورباندې ویاړ کوي – نو حقه خبره ده، چې دَ دې ټولو قامونو هر غړی به دا هم غواړي، چې دَ هغه دَ قام ژبه دي وَوئیلی شي –

 

ګوا په اروپا کې هر قام دَ سیالۍ په دې منډه کې نه یوازې مخ مخته رهي دی بلکې دَ بل قام لاره نیول او ورته خنډونه جوړَول یې هم انساني فطري کار ګرځېدلی دی – هم دغه وجه ده، چې په اروپا کې دَ انګلسۍ سره سیالي دَ دُښمني تر هانده که رسېدلې نه ، خو دُښمنۍ ته نیږدې نیږدې ضرور ده – او په دُښمنۍ کې څه روا دي، څه ناروا؟ دا هغه سوال دی، چې ځواب کېدالی شي چې کله هم وَ نه لري – ګوا نن په اروپا کې دَ انګلسۍ په زد کرکه نوې خبره نه ده –

 

انسان که هر څومره پرمختګ وکړي، خو بیا به هم هغسې انسان وي ، لکه څنګه چې پخوا ؤ- ګوا دَ خپل غرضي فطرت په سمون یې هر بد وَ بل ته او هر ښه یې ځانته خوښېږي – هو ، لکه دلته چې مخته وتو اروپایانو زما په پورتني سوال کې تعصبانه رائیې راکولو کې له قام او ژبې سره مینه رقم کړه – هو، حقه خبره ده، چې ځان، قام او ژبې سره سره مینه هر انسان په هر حال کې ځکه څرګندوي، چې په دې څیزونو خو هغه پېژندل کېږي او هیڅوک نه غواړي، چې هغه دي بل ته مانده وَلري – نو ځکه په اروپا کې هم دَ زیاترو خلګو رائیې دَ خپلې خپلې قامي ژبې په حق کې نا شُودې نه، بلکې دَ حق خبرې دي –

 

هر څه هرڅه ... خو ما هم دلته دَ خپلې پوښتنې په ځواب کې دا ښکاره کول غوښتلو، چې وَګورم، چې تر هر څه تېر خلګ آیا له خپله قامه او ژبې هم تېرېدو ته تیار دي که یَه ؟ او دَ رائیو په رڼا کې دا خبره دَ ورځې غوندې څرګنده شوه .... چې اروپا څه ، بلکې په درستې نړۍ کې لا هم هیڅوک قامي ننګ ، ژواکي نخښو او دَ ژبې دَ بقا په سر او سودا ته تیار نه دی – څله؟ دَ دې خبرې هر ځواب ، آیا په ځان او وینې باندې شک کول څه ... بلکې له قام او خاورې څخه انکار نه دی ؟ هو.. دا هغه پوښتنه وه، چې زما په مزغو کې یې دَ دې پورتني سوال دَ ځوابونو تر لاسه کولو ورسته سم دستي غزَونې وکړي –

ــــــــــــــــــــــــ