(ت) .. که انګلسۍ ژبه نه، نو کومه ژبه باید چې اروپائی ژبه شي ؟

 

دَ راغونډوشوؤ حقائقو په رڼا کې

 

دلته په اروپا کې په هر سلو کې ۴۷ غېر انګلسي کسانو دَ فرانسوي په حق کې او په هر سلو کې ۱۸ کسانو دَ جرمنۍ ژبې په حق کې خبرې وکړې – هم دغه رنګه په هر سلو کې ۷ غېر انګلسي کسانو دَ اتالوي، ۶ فیصده اروپایانو دَ هسپانوۍ، ۲ فیصده کسانو دَ روسۍ او ۲ فیصده دَ ولندېزۍ ژبې په باب رائیې رقم یا وړاندې کړې – لاکن په هر سلو غېر انګلسي کې ۱۷ داسې کسان هم په ریکارډ باندې راغلو، چې هغوئ وئیلو، چې دَ انګلسۍ سره سره دي فرانسوي او جرمنۍ ژبې هم په اروپا کې دَ رابطې ژبې شي –

 

فرنچ دَ نړۍ په سر هغه یوازینۍ ژبه ده ، چې له انګلش سره څنګ وهي لګیا ده – او ژبپوهان داسې ګمُان کوي، چې دا دواړې ژبې سهار ته دَ نړۍ دَ رابطې ژبې ګرځېدلی شي – لانکن په اروپا کې که څه هم فرانسیسي او جرمني ژبې دَ انګلسۍ ملا غوټه ماتو، خو دغه ملا ماتې انګلسۍ بیا هم په کې لږ یا ډېره ورځ په ورځ خپرېدو ته چمتو ښکاري – نور خو نور، بلکې نن په فرانس او جرمني کې هم خلګ انګلسۍ ژبه په دې سوب زده کوي، چې هغوئ پوهېږي چې سهار ته به دَ دوئ دَ کاروبار دَ ودې دپاره په کارېږی –

 

په پورتني سوال کې دَ ځواب دپاره راغونډو شوؤ رائیو په رڼا کې داسې وئیل کېدای شي، چې اروپایان که څه هم تر اوسه په ځینو غټو ژبو لکه فرانسیسي ، جرمني ، اطالوي  یا هسپانۍ ژبو کې وېښل شوې وېشل شوې دي ، خو دَ انګلسۍ ذکر او فکر هم ورسره سره روان دا ښکاره کوي، چې اروپایان که یې هر څو خلاف دي، نو هم دَ هغوئ په زړونو او مزغو کې ځای نیولو ته چمتو شوې ده –

 

اوس که څه هم انګلسۍ ژبه په اروپا کې دَ یوې لوې ژبې په څیر نوم نه لري، حو دلته په هر هېواد کې خلګ په زیات شمېر دا هڅه کوي ، چې دا ژبه زده کړي – ولې چې انګلسۍ ژبه دَ دې دور فېشن هم ګرځېدلې ده – او له فېشن سره سمون خوړل دَ وخت تقاضا بلل کېږي – نو ځکه دَ چا چې په نننی دور کې انګلسۍ زده وي، هغه ته په درنو سترګو نه یوازې  په هغو هېوادونو، چې دَ لوې برطانیې په غلامۍ کې روزل شوې دي  کې  کتل کېږی بلکې نن هلته یانې دَ اروپا په غېر انګلسي هېوادونو چرته چې ورڅخه کرکه کېږي کې یې هم ویونکې ډېر قدر لري –

 

ګوا که یې څوک مني او نه ... دا انګلسۍ ژبه دَ نړۍ په سر دَ رابطې ژبه جوړېدونکې ده – وخت به لږ اخلي یا ډېر .... دا بیله خبره ده – لاکن په اروپا کې دا ژبه دَ نورو براعظمونو په مقابله کې که څه هم اوس دَ مېږي په تګ مخې ته روانه ده، خو دغه کرار کرار تګ یې ورځ په ورځ دَ ویونکو شمېره زیاته وي او خپل حېثیت دَ مسلمه حقیقت په رنګه عالګیریت  مومي –

ــــــــــــــــــــــــ