دَ اروپا په غېر انګلسي هېوادونو کې انګلسي ژبه

 

( انګلسۍ په اروپا کې تر عنوان دلاندې دَ دې سروی لنډیز)

 

په اروپا کې دَ انګلسۍ ژبه، چې زما دَ سروې په سمون یې ۴ فیصده ته نیږدې خلګ  واي په باب په غېرانګلسي اروپائي هېوادونو کې یې هر هېواد داسې برخه لري .......

 

په فرانس کې په هر سلو کې ۷ کسان انګلسي وئیلی شي – او تر ۴۰ فیصده هم زیات خلګ ورباندې پوهېږي خو، لاکن وئیل یې نه غواړي – ولې چې په دلته په هر سلو کې ۹۲ فرانسویان یې  خلاف دي او کرکه ورڅخه کوي –

 

په بلجئیم کې په هر سلو کې ۴ کسان په رواني سره انګلسي وئیلی شي  او ۲۴ فیصده خلګ ورباندې نه یوازې پوهېږي بلګې لږ ډېره یې وئیلی هم شي -  لاکن په دې هېواد کې یې ۳۴ فیصده خلګ یې خلاف او نور په حق کې دي –

 

په هالېنډ کې ۳  تنه په هر سلو کې انګلسي په رواني سره وسیلی شي او ۱۴ فیصده ورباندې پوهېږي او لږ ډېره یې وئیلی هم شي – لاکن دلته ۶۴ فیصده خلګ دَ انګلسۍ خلاف او نور په حق کې دي –

 

په جرمني کې په هر سلو کې ۲ جرمنیان انګلسي وئیلی شي او ۶ فیصده خلګ ورباندې لږ ډېر پوهېږي هم – لاکن ۷۹ فیصده جرمنیان یې خلاف او نور په حق کې دي –

 

په آسټریا کې په هر سلو ۲ کسان انګلسي وئیلی شي او ۵ فیصده ورباندی لږ یا ډېر پوهېږي – لاکن ۴۵ فیصده یې خلاف او نور په حق کې دي –

 

په سوئیټزرلېنډ کې په هر سلو کې ۱۱ تنه انګلسي وسیلی شي او ۱۳ فیصده ورباندې لږ او ډېر پوهېږي – لاکن ۳۴ سوئس یې خلاف او نور په حق کې دي –

 

په اټلي کې په هر سلو کې ( ۱ ) کس انګلش وئیلی شي او ۲ فیصده اطالویان ورباندې لږ یا ډېر پوهېږې هم – لاکن ۸۸ فیصده خلګ یې دلته خلاف او نور په حق کې دي -

 

په سپېن کې په هر سلو کې ( ۵.)کسان انګلسي وئیلی شي او (۱) فیصده خلګ ورباندې لږ ډېر پوهېږي – لاکن ۶۴ فیصده هسپانویان یې خلاف او نور په حق کې دي –

 

په وېلز کې په هر سلو ۲۱ وېلش انګلسي وئیلی شي او ۵۷ خلګ ورباندې پوهېږي او لږ ډېره یې وئیلی هم شي – لاکن ۱۵ فیصده یې خلاف او نور ټول په حق کې دي –

 

په سکاټ لېنډ کې په هر سلو کې سل ته نیږدې نیږدې انګلسي واي ، خو په خپلو کې خپله سکاټش هم په خوند واي – دلته یې خلاف یا په حق کې دَ پوښتنې ضرورت نه شو پېښ – ( دا هېواد ما په انګلسي ویونکې هېواد کې شمېرلی ؤ)

 

په لیچټنسټائن  کې په هر سلو کې ۳ علاقائی کسان انګلسي په رواني سره وئیلی شي لاکن دلته ۱۲ فیصده آبادکاره کسان هم په سل کې سل انګلسي وئیلی شي – خو دَ دې پرته هم دلته ۵۶ فیصده خلګ دَ انګلسي خلاف او نور په حق کې دي –

 

په مناکو کې ۳ تنه په هر سلو کې انګلسي په رواني سره وئیلی شي او ۷ فیصده خلګ یې تر ډېره هانده ورباندې پوهېږي او ماته ګوډه یې وئیلی شي – لاکن ۷۹ فیصده  یې خلاف او نور په حق کې دي –

 

په سان مرینو کې په هر سلو کې (۱) نن داسې ؤ، چې انګلسی یې په رواني سره وئیلی شي او ۲ فیصده ورباندې لږ ډېره پوهېږي هم – لاکن ۷۹ فیصده یې خلاف او نور په حق کې دي –

 

او دغه رنګه په نوروغېر انګلسي اروپائي هېوادونو کې دَ انګلسي ویونکو شمېر اوسطاً په هر سلو کې ۴ تنه دی  او ۵۹ فیصده خلګ یې خلاف په ریکارډ باندی راغلو –

ــــــــــــــــــــــــ