یوه عمراني سروې

( په اروپا کې انګلسي ژبه)

( دَ دې سروې دَ پاره مواد په کال ۱۹۹۶ع کې دَ اروپا دَ سېل په وخت راټول کړل شوی ؤ)

 

دا دَ اروپایانو دَ ژوند په اړه غوره شوې عمراني او معاشرتي سائیسي مطالعه دَ فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل له اړخه  په دې هیله وړاندې کېږي ، چې دَ لوستونکې نه یوازې ترې استفاده وکړي بلکې دَ نړیوال کلي دَ نورو انسانانو سره به دَ خپل ژوند تقابلي جائزه هم دَ سوچ او فکر له لارې وخت په وخت په دې نېک نیت کوي ، چې هغوئ دَ ژوند په لوبه کې دَ نورو سیالو قومونو سره اوږه په اوږه دَ تللو چل ول هم په شعوري توګه دَ خپل شخصیت برخه وګرځوي – ولې چې زموږ یانې دَ پښتنو بقا یوازې په انساني لارو چارو کې موندل کېدای شي .... او دا لارې چارې دَ دوستانه موسکاګانو په کومک تر لاسه کېدای شي -