پښتو دَ شمله ورو په نظر کې

 

 دَ بېلابېلو سوالونو په رڼا کې دَ غوره شوي یوه ځانګړی سوال په ځواب کې

 دَ راغونډو شوؤ ځوابونو لنډیز

( دَ رائیو رالټولو موده .. له جولائی ۱۹۹۶ع څخه تر دسمبر ۲۰۰۳ع پورې)

ـــــــــــــــــــ

پوښتنه ... غواړې ، چې پښتو دي تل تر تله وي .

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

۱ – هو ، پښتو تل تر تله غواړو................... په هر سلو کې دَ(۳۱) پښتنو رائیې

۲ – یَه ، پښتو تل ترتله نه غواړو.................په هر سلو کې دَ (۶۸) پښتنو رائیې

ــــــــــــــــــــــ

که ځواب ( هو) دی ، نو

                                                ‍ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

الف ..  په دې چې دا مې مورنۍ ژبه ده                              په هر سلو کې دَ (۳۴) پښتنو رائیې

ب ..      په دې چې دا دَ پښتنو ژبه ده                                په هر سلو کې دَ (۱۹) پښتنو رائیې

پ ..     په دې چې دا قامي پېژندګلوي ده                           په هر سلو کې  دَ (۲۲) پښتنو رائیې

ت ..     که یَه په دې چې دا دَ سیالانو ژبه ده                        په هر سلو کې   دَ   (۵)  پښتنو رائیې

 

که ځواب ( یّه ) دی ، نو

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

الف ..  په دې چې دا مې مورنۍ ژبه ده                                په هر سلو کې دَ (۴) پښتنو رائیې

ب ..      په دې چې دا دَ پښتنو ژبه ده                                  په هر سلو کې دَ (۱۲) پښتنو رائیې

پ ..     په دې چې دا قامي پېژندګلوي ده                            په هر سلو کې  دَ (۶۹) پښتنو رائیې

ت ..     که یَه په دې چې دا دَ سیالانو ژبه ده                          په هر سلو کې   دَ   (۱۷)  پښتنو رائیې

ټ ..     نور .........................................................                        په هر سلو کې دَ (۱۸) پښتنو رائیې

 

دا هغه پوښتنه وه، چې ما په دې تېرو اوؤه نیم کلونو یانې ( له جولائی ۱۹۹۶ع څخه تر دسمبر ۲۰۰۳ع پورې) کې دَ بېلابېلو نورو بهانو یا سوالونو په کومک او بحثونو کې دَ پښتنو دَ پورتنئيو رائیوپه رڼا کې  ځوابونو ته کمه او تصدیق ته په وار وار ځکه رسوَل غوښته  چې ما دا ګمُان کولو ، چې کېدالی شي ،  زما غوږونو دَ شمله ورو پښتنو خبرې سمې نه وي اورېدلې – لاکن دَ بیا بیا څپړلو پرته هم دغه یوه خبره مخې ته راتله ، چې دا هرڅه  حقیقت ؤ .... کوم څه چې شمله ورو پښتنو وئیلو- بیا هم که به هر څو زه په خپله دې سروې کې جانبداره شوم، نو به مې هم له دې حقیقت څخه سترګې نه شوې اړولی، چې ګنې  په هرو درو پښتنو کې دوه پښتانه دا نه غواړي چې پښتو ژبه دي دَ هغوئ پېژندګلوي وګرځي –   

ـــــــــــــــــــ