دَ راغونډو شوؤ رائیو په رڼا کې دَ ځوابونو لنډیز

      

په پښتنو کې  په هر سلو کې ۳۱ کسان  دا غواړي ، چې پښتو دي تل تر تله وي – په کومو کې چې بېخي زیاته برخه دَ قام پرستو او ادیبانو / شاعرانو یا دَ مسافرانو په ریکارډ باندې راغلې ده – خو بلې خواته که موږ وَ ګورو ، نوپه هر سلو کې ۶۹ پښتانه دا نه غواړي چې پښتو دي  تل تر تله پاتې شي – مطلب دا، چې قریباً هر دریم سړی دَ پښتو ژبې دَ همېشه والې  په حق کې اوپه هرو درو پښتنو کې دوه سړي یې دَ همېشه والي خلاف دي –

 

څوک چې دَ پښتو په حق کې دي ... په هغوئ کې زیات شمېر یانې په هر سلو کې ۳۴ کسان پښتو په دې خوښوي، چې دا یې مورنۍ ژبه ده او دغه رنګه په دغو پښتو مئینانو کې ۱۹ فیصده یې ځکه خوښوي، چې دا دَ غاور پښتون قام ژبه ده – ۲۲ فیصده دا ژبه په دې خوښوي چې دا یې قامي پېژندګلوي ده او ۵ فیصده په دې ژبه ځکه ویاړي چې دا دَ سیال پښتون قام ژبه ده –

 

څوک چې دَ پښتو همېشه والی نه غواړي، په هغوئ کې زیاتو پښتنو دا رائیې په ریکارډ راویسته، چې دا چونکه مذهبي ژبه نه ده، نو ځکه یې نه خوښوي – ۱۸ فیصده پښتنو که څه هم نور رقم رقم دلیلونه دَ پښتو دَ ناخوښئ په حق کې کتار کړو، خو ۱۷ فیصده پښتانه داسې هم ؤ، چې پښتو ته یې دَ ناسیالې ژبې نوم ورکولو او ۴ فیصده پښتنو له  دې ژبې سره دَ پښتون قام تړون حقیقت نه بللو-

 

هرڅه هرڅه ، خو دا خبره دَ دې سروې دَ نتائجو له  رُویه رامخې ته شوه ، چې له شمېره وتې پښتانه دَ پښتو دَ ودې په حق کې نه دي او دَ دې ژبې په لار کې مذهبي جنون او له عربي ژبې سره دَ پښتنو بې کچه مینه  دَ  لویو خنډونو  په توګه ثابت شولو-  ګوا که څه هم پښتانه وَ دې ژبې ته دَ دوزخ نوم په وازه خله نه ورکوي ... خو وَ جنت ته دَ ورتېرېدو ژبه یې هم نه ګڼي –

 

او بلې خواته، ما چې تر اوسه په لیدلو ۲۷ هېوادونو کې کله او چرته هم له چا سره دَ هغه یا هغې دَ ژبې په باب پورتنۍ سوال ته نېږدې نېږدې تپوسونه کړي دي ، نو ماته په لسو کې قریباً نهو کسانو دَ خپلې ژبې په حق کې راته ښائیسته تورې کتار کړي دي – او دَ حېرت خبره دا ده، چې په هغو ۲۱۵۳ اغیارو کې ۲۳۱ مسلمانان هم په هر سلو کې سل سره دَ خپلو ژبو په حق کې له درنو رائیو سره مخې ته راغلي دي –

 

مخته به نو اوس زه دَ یو خواخوُږې او په پښتو باندې مئین پښتون په حېث ... دَ پښتو او پښتنو په حال ژاړم نه  .... نو څه به کوم ؟

 

بس دغه یوه پوښتنه لکه دَ لوې لارې یو سوالګر زه له هر پښتانه څخه په بیا بیا کوم  ....... او په چیغو چیغو ورته وایم چې .......

 

په  مورنۍ  ژبه  که   شولې   ګونګی

شمله دي څوک مني پښتونه وایه !

 

                                               

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ  افضل شوق  ، سلام آباد                                                                                                                           

afzalshauq@yahoo.com                                                                                      

________________