ژوند .....
دَ اروپایانو په نظر کې
ژوند ... چې دَ زرګونو تعریفونو پرته هم که وَ سنجولی شي ، نو دا خبره به زړه وَمني ، چې ګنې ژوند نور هیڅ نه ... بلکې دَ ساه رښته له وجود سره دَ قائم پاته کېدو نوم دی او بس – نو ځکه خو دَ وجودیت هره نظریه دَ ساهګانو دَ لوبې یانې ژوند شاوخوا ترځي –
که خبره لږ نوره مخته بوځو، نو دغه ژوند ، چې دَ ژوندئیو شیانو اصل محرک یادېږي خپلې بڼې نه یوازې متحرکې ساتي بلکې په هر حرکت کې ژوند ته اوږې هم ورکوي ... لکه یو انسان چې دَ زوکړې له لومړۍ چیغې بیا دَ مرګ تر ورستنۍ هټکۍ پورې له ساهګانو سره پېوستون پېدا کولو دپاره هڅوال ښکاري او هیڅکله نه غواړي چې په دانسته توګه دي دا لوبه سرته وَرسوي –
ژوندی انسان ، هله خو ژوندی وي چې حرکات او سکنات یې دَ نورو ژوندئیو انسانانو په وړاندې زړه راکښونکې حرکتي اداګانې وَلري – نو ځکه خو دَ انسان ناسته پاسته، خبرې اترې، خوراک څیښاک، پوشاک ، هن چې سوچونه ، خیالونه، فکرونه او خوبونه لا هم دَ هغه دَ حرکتونو دَلارې دَ هغه دَ خمیر یاني انساني فطرت او چاپېریال په سمون په غوره شوؤ رسوماتو، معمولاتو او اقدارو کې درست عمر تلل کېږي لګیا وي – ګوا انسان هر کله دَ خپل ضمیر په چپه دَ ټولنیز احتساب سره مخامخ لیدل کېږي –
په اروپا کې که څه هم دَ نورو براعظم په شانې انسانان اوسېده کوي، خو دَ دوئ ژوند دَ نورو براعظمونو په مقابله کې په مجموعي توګه نه یوازې ځانګړۍ یادېږي بلکې داسې خبرې هم دَ دغه براعظم دَ استوګن کونکو له خوا غوږونه اوري ، چې ګنې دا خلګ له نورو انسانانو څخه په هره معنا بېل او بدل دي – لازمې خبره دا چې زما په مزغو کې به هم دَ دې مفروضې په اړه بلا سوالونو سر پورته کړی وي –
دَ براعظم یورپ خلګ ژوند ته په کوم او څنګه نظر ګوري او دَ هغوئ په ژوند کې کومې داسې شکرې ورپه برخه شوې دي چې دَ نورو براعظمونو خلګ بالخصوص پښتانه ورته ګوته په غاښ پاتې دي ؟ زه یو پښتون سېلاني هم دغو خبرو په دې سوچ وَبارَولم چې ولې تر هغوئ پورې ځان وَنه رسوم چې خبره خلاسه شي – نو ځکه دا عمراني مطالعه دَ ( ژوند دَ اروپایانو په نظر کې ) تر عنوان دلاندې مې دَ عمراني تحقیق دَ مروجه لوازماتو په کومک دَ هغوئ دَ ژوند سنجولو هڅه وکړه – او خدائی پاک په خپل دې نېک مثصد کې دَ ډېرو ستړیاؤ او ناواړو پېښو ګاللو ورسته بریالی هم کړم – هیله کوم چې زما دغه عمراني مطالعه به دَ لوستونکې دپاره ګټوره ثابته شي –
........... افضل شوق - اسلام آباد