یوه عمراني مطالعه
( دَ معاشرتي سائنسي او دَ سېلاني مشاهدو په کومک)
( دَ دې مطالعې دَ پاره مواد په کال ۱۹۹۶ع کې دَ اروپا دَ سېل په وخت راټول کړل شوی ؤ)
دا دَ اروپایانو دَ ژوند په اړه غوره شوې عمراني او معاشرتي سائیسي مطالعه دَ فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل له اړخه په دې هیله وړاندې کېږي ، چې دَ لوستونکې نه یوازې ترې استفاده وکړي بلکې دَ نړیوال کلي دَ نورو انسانانو سره به دَ خپل ژوند تقابلي جائزه هم دَ سوچ او فکر له لارې وخت په وخت په دې نېک نیت کوي ، چې هغوئ دَ ژوند په لوبه کې دَ نورو سیالو قومونو سره اوږه په اوږه دَ تللو چل ول هم په شعوري توګه دَ خپل شخصیت برخه وګرځوي – ولې چې زموږ یانې دَ پښتنو بقا یوازې په انساني لارو چارو کې موندل کېدای شي .... او دا لارې چارې دَ دوستانه موسکاګانو په کومک تر لاسه کېدای شي – او دَ نړۍ په سر جوړ شوې مشن فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل هم دَ داسې خوبونو دَ رښتیا کولو تابیا کړې ده، چې انسان دَ اشرف المخلوقات دَ اعزاز دفاع دَ انساني اشرفیت او افضلیت په لاروباندې دَ تګ کولو په سوب داسې په نره وکړي چې بابا آدم علیه السلام په ورځ د حساب دَ ابلیس شېطان مخې ته سر کوزې نه شي - سیاسي، معاشي، معاشرتي هن چې ادبي نظریات که څه هم دَ لفاظیانو تر هانده ډېر پیاړي دي خو انسان یې انسان ته نیږدې نه کړو – فرشته فاؤنډېشن دغه کار دَ فنون ٍلطیفه چې په کې ادیبان، شاعران او هر اړخیزه آرټ سره اړه لرونکې آرټسټان شامل دی ته ځکه ورپه برخه کوي – چې دا ټول ټال دَ مینې او امن پلویان دي چې زیار یې دَ مثالي انسانیت په ګټه تمامېږي – نو ځکه هغوئ کولی شي چې دَ انسانانو دَ زړونو تر میان فاصلې دَ خپلو فنپارودَلارې لنډې کړي – دې وخت فرشته فاؤنډېشن انټرنېشنل ، چې هدیل بریشنا افضل خان (هدیل سکاني)څوک چې دَ افضل شوق معصومه لورکۍ ده یې تاحیات مشره ټاکل شوې ده په څلورو براعظمونو یانې آسیا، اروپا، امریکا او افریقه کې بې شمېره اساسي غړي لري ، کوم چې دَ امن، مینې او انسانیت دَ ودې دپاره له رنګونو او لفظونو څخه دَ ځناوري نړۍ پام راګرځولو کې بوخت ښکاري – دلته زه له ټولو پښتنو لیکوالانو او شاعرانو څخه هم دا خواست کوم، چې هغه دي دَ قلم دَ لارې مینه عام کړي او دَ بارودو په ځای دي دَ علمي شعور خپرونه په افکارو کې داسې په خوند وکړي، چې پښتون دَ لوې نړۍ په سر مثالي انسان یاد شي - دُعا کوم، چې خدای پاک دي موږ ټول دَ انسانیت په تول پوره وباسي .... آمین ثمه آمین
عاجز ....... افضل شوق ، اسلام آباد
__________