اروپا ...... یوه کتنه

 

 

اروپا ، دَ آسټرېلیا ورسته هغه دویم وړوکی براعظم دی چې دَ جغرافیه ماهرین ورته یورېشیا ټاپو یانې دَ براعظم اېشیا څخه بېله شوې جزیره هم واي – دَ نړۍ دَ درستې آبادۍ قریباً دولس فیصده خلګ دَ دې براعظم، چې په اتهه دېرش لکهه مربع میلونو باندې خپور وور دی  کې مېښته دي – داسې خو په دې براعظم کې په درځنو هېوادونه آباد دي خو زه دلته دَ خینو هغو هېوادونو ذکر کول غواړم ، چې په څو څو مهمو حوالو باندې په تاریخ کې نه یوازې ځانګړي نومونه لري بلکې تر ژواکي اثر دلاندې یې غټې سیمې او نور مخوَرقامونه هم پاته شوي دي –

 

دَ غوره تاریخ درلودلو پرته که دَ انګلسیانو ذکر نن په اروپا کې دَ مېړني قام په توګه نه هم کېږي ، خو ژبه یې اکثره دَ بحث موضوع ځکه ګرځي ، چې که نن ؤ که سبا ... دَ هغوئ انګلسي ژبه به  اروپائي ژبې شاته پرېږدي  

 

روسیانو که څه هم دَ کمیونزم په مېدان کې ماته وَخوړله او له نیمې نړۍ یې اختیار راټولېدلو ورسته په روسیا کې محدود پاتې شو، خو بیا هم ورته دَ شاوخوا پرتو څنګلورې هېوادونو خلګ دَ لوی بادار په نظر ګوري –

 

دَ آریائی نسل انساني یوه لویه پښه  جرمن قام په اروپا کې دَ سویډن، ناروې، متحده جرمني، آسټریا، بلجئیم، او لګسمبرګ څه ، چې دَ انګلېنډدَ اوسني ژواکونو بنسټ یې هم ایښې دی –  دَ ننئیو جرمنو په سترګو کې که څه هم دَ پروني جلال اثر نه ښکاري ، خو قامي ننګ او نوم یې په ډېرو حوالو ترپښو هم نه دی دلاندې کړی –

 

که رومیانو په نره عیسائیت  په اروپائی نړۍ کې نه وای خپور کړی، نو دَ اروپا خلګو به لا تر اوسه هم  دَ دې عقیدې دلاندې ژوندکولو ته اوږې ورکولې، چې ګنې .... ( دَ فطرت هر څېز روح لري) ...  او خپل تقدیرونه به یې له تدبیرونو سره ګنډلې ورته تابع کولو -  

 

په افریقه او ایشیا کې دَ فتوحاتو په ځغل کې غښتلی تاریخي کردار لوبولو پرته دَ تُرک قام که اوس ذکر کېږي ، نو هغه دَ دوئ دَ اروپائي کېدو خوائیش او خوب په اړه .... نه چې دَ اسلام دَ سر لوړۍ –

 

دَ تاریخي حقائقو په سمون په پرتګالیانو باندې دَ روسیانو، عربیانو او ځینو نورو قامونو دَ بېخي زیاتې مودې دَ واکمنئیو پرته که څه هم نن په شنو درو کې ځانته تر خپل واک دلاندې له قامي نوم سره ګنډلی هېواد لري ... خو ژواکي اثر یې له  غوره شوؤ وطني پولو وانه ویښتو –

 

یوناني ادب، فلسفه، آرټ، ثقافت، سائنسي کرشمې او تر ډېره هانده له  دیومالائي کردارونو متاثره  مذهب چې یې کوم تاریخي اثرات په نړۍ بلخصوص په اروپا کې پرېیښی دی ..... دَ هغو په راهنمائي او رڼا کې  تر اوسه لا هم ننني مترقي قامونه ژوند کولو ته جوګه ښکاري –

 

دَ ولندېزیانو تاریخي توُرې په خپل ځای ، خو نن دا خلګ له خپلو زړَو ژواکي اثراتو څخه دومره خلاس ښکاري ... چې دَ جدت په نوم یې زنانه سوشل ورک او رنګارنګ نشو ته قانوني حېثیت ورکولو له سوبه  قامي ننګ له نامه  سره تړلی دَ بې مځکې هېواد ( دي نیدرلېنډ) تر خاورو دلاندې کولو کې هیڅ کسر نه دی پریښی –

 

په هسپانوي ژبه کې دَ عربۍ دَ یو سوؤ تورو په چپه که څه هم هغوئ دَ عربیانو په باب درنې رائیې نه لري ... خو دَ عربیانو دَ پېړئیو دَ واکمنۍ له تهمته خلاس هم نه دي –

 

دَ مېټروپولیټن فرانس دَ تاریخي اهمیت په خپل ځای  ... لاکن  فرانسوي ادب  او  له خپلې ژبې سره دَ هغوئ بې کچه مینې مثال شاید چې په درستې نړۍ کې کله هم په ریکارډ راغلی وي – ژوند په خپله خوښه او دَ انګلسۍ څخه کرکه هم دا خلګ په اروپا کې ځاګړي یادَوي -   

ــــــــــــــــــــــــ