ځوابونه لټولو دَپاره  ....ځینې بنیادي سوالونه

 

 - دَ نړۍ دَ نورو خلګو په مقابله کې دَ اروپا خلګ څله ځانونه برتر ګڼي ؟

- یو پښتون سېلاني په اروپا کې کومو کومو شیانو ته ګوته نیسي ؟

- دَ اروپائي ژوند په باب دَ هغه ځای دَ خلګو رائیې څه دي ؟

- دَ اروپایانو خوبونه او غوښنتې څه دي ؟

 

.... او دغه رنګه نور نور سوالونه، چې دَ ځواب په تمه یې زه په سېل کولو وَپارَولم – او په کال ۱۹۹۶ع کې مې څورلس هېوادونه لکه انګلېنډ، وېلز، سکاټ لېنډ، بلجئیم، هالېنډ، جرمني، سوئیټزرلېنډ لېچټنسټائن، آسټریا، اټلي، سان مزینو، فرانس، سپېن او مناکو له نورو اڼترنېشنل ټؤرسټانو سره تر پښو دلاندې کړو –

 

خپلې خپرې رښتیا ته مونولو دَ پاره ما دَ خپل درست سفر حال سره سره دَ اروپا دَ ژوند دَ کړه وړه جاج او دَ انګلسۍ ژبې په اړه حقائق راغونډولو دَپاره ۲۵۱ مخونه ډائرۍ، قریباً ۲۴ ګنټهې آډیو ریکارډنګو کم او زیات ۵۰۰ تصویرونه، ۴۰۷ سوالنامې ، ۱۵۳۴ خلګو سره لیدنه کتنه او په هر یوه پورتني ذکر شوې ملک کې دَ هغه ځای دَ ټؤرزم له دفترونو څخه تر لاسه کونکې چاپي مواد په راویستی دی –  غواړم، دَ مطالعې په سمه چې ما له څومره اروپائي کسانو څخه معلومات په یوه نا یوه طریقه تر لاسه کړي دي، دَ هغوئ شمېره  دَ هېوادونو په اړه داسې ده –

 

-  فرانس ......، په ۴۶ کسانو کې ۲۷ ښځې او ۱۹ سړیانو سوالنامې ډکې کړې، خو ۲۴۴ نورو ښځو او  سړیانو سره مې دَ مطالعې په سمون  زباني خبرې وکړې -

 

-  سپېن ......، په ۳۴ کسانو، چې په کې ۲۱ ښځې او ۱۳ سړي ؤ باندې سوالنامې ډکې کړې او ۲۴۴ نورو کسانو سره مې دَ سټډي په اړه لیدنه کتنه وکړه -

 

- سکاټ لېند......، ۳۲ کسان، چې په کې ۱۵ ښځې وې او ۱۷ سړیان دَ سوالنامو له لارې انټرویو شول-

 

- هالېند......،په ۱۸ کسانو، چې به کې ۱۱ ښځې او ۷ سړي ؤ باندې سوالنامې ډکې کړل شوې او له ۷۴ کسانو سره خبرې اترې وَشوې -

 

- جرمني ......،له ۱۴ کسانو، چې په کې ۹ ښځې وې او ۵ سړیان څخه دَ سوالنامو له لارې معلومات  ترلاسه  کړل شو او ۹۵ کسانو سره لیدنه کتنه دَ مطالعې په سمون وَ شوه -

 

- آسټریا .....، په ۲۶ کسانو، چې ۱۷ په کې ښځې او ۹ سړي ؤ باندې سوالنامې ډکې کړل شوې او ۲۶۹ نورو کسانو سره دَ مطالعې په سمون خبرې وَشوې -

 

- سوئیټزرلېنډ......،له ۴۷ سړیانو سره مې دَ مطالعې په باب ولیدو – دلته سوالنامې ډکولو ته هیڅوک تیار نه ؤ -

 

- اټلي ......،په ۳۶ کسانو، چې په کې ۲۲ ښځې او ۱۴ سړیان ؤ باندې مې سوالنامې ډکې کړې او ۲۵۹ کسانو سره مې تشې خبرې دَ سټډي په اړه وکړې -

 

- بلجئیم ......، ۲۰ کسانو، چې په کې ۱۶ ښځې او ۴ سړي ؤ باندې مې سوالنامې ډکې کړې او ۷۲ کسانو ما سره دَ مطالعې په اړه خبرې وکړې او معلومات یې راکړو -

 

- وېلز .......، ۲۱ کسانو، چې په کې ۱۴ ښځې او ۷ سړیان ؤ سوالنامې ډکې کړې او ۱۴۲ کسانو سره مې دَ سټډي په سمون لیدل کتل وکړو -

 

- لېچټنسټائن ......، په ۲ کسانو، چې دواړه سړي ؤ باندې مې سوالنامې ډکې کړې او له ۲۵ کسانو سره مې وَلیدو -

 

- مناکو ......، په ۷ کسانو، چې په کې ۳ ښځې او ۴ سړي ؤ راته سوالنامې ډکې کړې او له ۱‍۷ کسانو سره مې ولیدو -

 

- انګلېنډ ......،۱۴۶دکسانو، چې په کې ۸۷ ښځې ۵۹ سړیان ؤ سوالنامې ډکې کړې ، خو دَ انګلسۍ دَ مطالعې په باب مې دا خلګ ځکه نه وَژغولو، چې ژبه یې انګلسي وه او ما نه غوښتل چې په دې عمراني مطالعه جانبداري وکړم -

 

نور .......، سان مرینو له ۱۶ کسانوسره مې خبرې کولو پرته ما دَ سلوانیه یوه ښځه او یو سړی او دغه رنګه دَ تُرکۍ او دَ سلواک له یو یو سړي څخه مې معلومات دَ سوالنامې له لارې ترلاسه کړو... دلته دا وضاحت کول غواړم چې دا درست کسان ټؤرسټان ؤ –

ــــــــــــــــــــــــ