دَ مطالعې طریقه کار .....
داسې خو، که څه هم دَ مزل کولو مسلسل او دَ ګړۍ ګړۍ حالونه ما دَ بېلابېلو وختونو په سمه دَ ډائرۍ په پاڼو باندې نوښته کولو او سره سره مې دَ ټؤر منېجرانو یا اسکارټس معلوماتي خبرې هم په آډیو کېسټانو باندې څپ کولې – لاکن له چا سره چې به دَ سوالنامې ډکولو وخت نه ؤ یا به یې انکار وَکړو، نو له هغه څخه به مې دَ سوالنامې دَ سوالونو په سمون څو پوښتنې وکړې – او هغه چې به څه څه وئیلو ... هغه هرڅه به ما په هم هغه وخت دَ هغه کس یا خپل آواز کې په آډیو کېسټ واړَولو –
دا منم، چې داسې کول ډېر ګران کار ؤ ... بلکې کله کله به زه دَ حقائقو راغونډولو په دې ستړي کار کې دَ یو سوالګر په رنګه ځینو کسانو په وړاندې په خواست کولو هم مجبور کړم او یو نیم سړي یا ښځې به ماته سر تر پایه په ډېر عجیبه اندز راوَهم کتلو- خو ما بیا هم همت نه وَبائیللواو په ډېره مړانه مې خپله مطالعه دَ غوښتنو په سمه سرته وَرسوَله – ولې چې په جېث دَ عمرانیات دَ ادنا طالبعلم زه خبر وم، چې له خلګو او هغه هم له اغیارو څخه رائیې اخیستل آسانه کارنه دی –
دَ ګرېنډ یورپئین ټؤر او اٍن سائټ بریټش ویسټا بسونه چې دَ بېلابېلو هېوادونو دَ ڼؤرسټانو څخه ډک ؤ ... چې به چرته او کله هم ودرېدو، نو دَ هغه ځای دَ سېل کولو او تصویرونو اخیستلو سره سره چې څوک هم لاس ته راغلو، دَ ضروري تعارف کولو ورسته به مې په ډېر احترام سوالنامه ورته وړاندې کړه او یا به مې سوالونه ورته تکرارَول شروع کړو.... یا بیا چاته چې به مې کېمره دَ هغه ځای دَ خوش رنګیانو سره خپل عکس اخیستلو دپاره ورکوله یا دَ عکس اخیستلو ورسته دَ شکریه اداکولو په وخت به مې یو دوې خبرې دَ مطالعې په سمه ورڅخه وَهم پوښتلې – دا او داسې په نورو رقم رقم بهانو به مې ځان تر اروپایانو پورې رسوَلو –
معاشرتي یا عمراني مطالعه هغه وخت ریښتونې ګڼلی کېږي، چې په کې دَ ټولنې دَ هرې طبقې نمائندګي وَشي – نو ځکه ما هم په هر کتلې هېواد کې له پولیسانو څخه واخلې بیا تر هغو ښځو ، چې په ذکر یې لا هم سړی ګناهګاره کېږي پورې نه یوارې ځان وَرسولو بلکې دَ هغوئ وَ رائیو ته مې په خپلې مطالعې ځای هم ورکړو –لازمي خبره ده چې په داسې کولو به نه یویوازې زما جېب سپکېدو بلکې له ډېرو خطراتو او کشالو سره مخامخ کېدمه هم – هم دغه وجه خو وه، چې دَ ګرېنډ یورپئین ټؤر اسکارټ میرنااو دَ اٍن سائټ بریټش ویسټاټؤر اسکارټ جؤناپرته به ځینو ملګروهم راته دَ لوی او تکړه زړه مالک وئیلو – کوم چې زما دَ مطالعې سره دَ بې اندازې زیات پېسوستون دپاره تر سرټیفیکېټ کم ټائیټل نه ؤ –
دَ لارَویانو، اسکارټس، دوکاندارانو، ډرائیورانو، په پبونو او بارونو باندې کار کونکو، ټؤرستانو او دَ نیمې شپې خواته ښکلاګانې بخښونکو په چپه که زما اړه نورو طبقو له خلګو سره پاته شوې ده، نو هغه ؤ دَ هوټلانو استقبالي کلرکان، بیل بوائېز، روم مېکرز او په زیات شمېر په هوټلانو کې له موږ سره دَ بېلابېل هېوادونو اوسېدونکې – ولې چې په کوم کوم هوټل کې به موږ ته استوګنه اهتمام شوې وه ... نو هلته به زما دَ ځینو نورو ټؤر ملګرو په کومک په کار ایستلو کې آساني له خوندونو سره ګنډلې راپه برخه کېدو –
دَ خپلې مشاهدو او په بېلابېلو طریقو راغونډ شوې معلومات او حقائقو پرته هم ما دَ ځینو تاریخي حقائقو په باب له بېلو انسائیکلوپېډیاؤ، رسائلو او کتابونو سره سره دَ هر کتلي هېواد دَ ټؤرزم دفترونو څخه معلوماتي لټرېچر ځکه زیات په کارَولو، چې په خپله وینا یا حقائقو وړاندې کولو کې له مختورۍ څخه وېرېدم – هم دغه اخلاس زه په خپل دې نېک مشن کې بریالی کړم –
ــــــــــــــــــــــــ