دَ اروپائي ژوند په باب عوامي مفروضې

 

 که څه هم وئیل کېږي چې هر څرګېدونکی شئی سره زر نه وي ، خو تر څو پورې  چې له څرکېدونکو او پړکېدونکو څیزونو سره واسطه نه وي پرېوتې ... تر هغو پورې به په مزغو کې   پورتنی متل دَ یوه سوال په توګه سر داسې اوچتوي لکه ما چې له وړوکوالې دَ اروپا په حقله دا رائیې جوړه شوې وه، چې ګنې دَ دې براعظم خلګ ( چې پښتانه ورته انګرېزان واي ) خود لکه چې اسماني مخلوقاتو سره اړه لري – ولې چې دَ هغوئ کړه وړه ، ښائیست او سپین والی به دَ دې براعظم څخه دَ راچپ شوؤ سېلانیانویا دَ پرنټ او الیکټرانک میډیا دَ لارې  رامخې ته شوؤ مثالي انسان وزمه ښکاره کېدونکو دغو خلګوبه  دَ ظاهري وضعې او ژوند دَ لار لیکې له سوبه زما په رنګه دَ مشرق او په تېره دَ خیرن خچن چاپېریال اوسېدونکې کس به ځان دَ هغوئ په وړاندې  حتماً ډېر وړوکی محسوسولی-  داسې سوچ یوازې ما نه کولو بلکې زما شاوخواته څه، چې دَ سپېرې خاورې او ډبرینو غرونو اوسېدونکو به هم دغسې رائیې دَ دغو اروپایانو په اړه تکرار کولې –  یانې دَ دې خلکو په باب  داسې بلا خبرې دي چې اوس یې مثال دَ متلونو او کوټلو معیارونو ګرځېدلی دی – لکه ... له ځانه انګرېز جوړَول، دَ انګرېزانو کارونه کول، انګرېزان شاته پرېښول، په انګرېزي نه پوهېدل، انګرېزي وئیل، انګرېز برېښېدل او داسې نور نور متلونه او له دغو اروپایانو (انګرېزانو) سره تړلې معیارونه - نو ځکه زه غواړم، چې دَ اروپا یا اروپایانو په باب ځینې مشهورې خبرې دَ دې معاشرتي مطالعې دَ یوه مهم  منطقي ضرورت  په توګه  دَ مفروضو په بڼو کې د لاندې رقم کړم – چې دَ عمراني تحقیق دا هڅه دَ حقائقو سره پېوستون پېدا کړي –