دَ اروپایانو (چې پښتانه ورته انګرېزان یا فېرنګیان واي) په باب
ځینې مشهورې تهمتي مفروضې
- اروپایان (انګرېزان) ډېر ناروا خلګ دي ... له هیڅ شي مخه نه اړَوي -
- دا شین سترګې مور او خور نه پېژني ..
- دَ انګریزانو (فېرنګیانو) بس هم دغه جهان دی ، ځکه خو په دې ژوند یې ختمه کړې ده –
- ښه ریښتونې او صفا خلګ دي ، خو افسوس چې کلیمه یې هم نصیب شوې وای –
- انګریزان په هلال او حرام کې هیڅ توپیر نه کوي ... هر څه خوُري –
- پرېښي لوی ، خو خدائی لوي نه ده ورکړې –
- په ځان یې ختمه کړې ده، ځکه خو خوشحاله او خندَ رُویه ښکاري –
- انګرېزان دَ شرم تر ویالې ټوپ شوي دي –
- خدائی له ښائیست سره سره ډېره دولت هم ورکړی دی –
- دا خلګ هیڅ ویره په ژوند کې نه لري –
- چرته ښه ، هلته یې شپه وي دَ دې خلګو –
دا پورتنۍ مشهورې مغروضې تر کومه هانده صحیح دي ؟ دغه یوازینی سوال خپل منطقي ځواب ته رسولو دپاره ما دا خبره بهتره وګڼله، چې دَ اروپایانو دَ اندرون او بېرون څپړلو دپاره داسې سوالونه رابرسېره کړم، چې دَ دې براعظم دَ خلګو رائیې دا پورتنۍ پښتني مفروضې یا خو تصدیق کړي یا بیا یې غلطې ثابتې کړي - دَ پورتنئیو مفروضو په رڼا کې مې ځینې سوالونه دَ اروپایانو دَ رائیو په کومک داسې سرته رسولي دي – ستاسو توجه غواړم –
ــــــــــــــــــــــــ