دَ پوښتل شوؤ سوالونو ترتیب او تفصیل

الف .... ژوند نوم دی ....

الف – ۱ .. دَ حیاتیاتي غوښتنو

الف – ۲ .. دَ ضابطه اخلاق او اصولونو

الف – ۳ .. دَ کار ، کار او کار

الف - .. که دَ بل څه ....................

که ځواب الف – ۳ دی ، نو

که ځواب الف – ۲ دی ، نو

که ځواب الف – ۱ دی ، نو

ا- ذات ژغورنه کولو دپاره

ب- دَ ټولنیزې ښېګړې دپاره

پ- دولت راټولولو دپاره

ت- که بل څه .............................

ا- انساني وظیفې پوره کول

ب- معاشرتي تړون ساتل

پ- اقدار او معمولات منل

ت- که بل څه ...........................

ا- دَ خېټې او نفس غم خوړل

ب- جنسي تنده ماتول

پ- هر رقم خوائیش سرته رسول

ت- که بل څه ...............................

 

دَ راغونډو شوؤ رائیو تفصیل ..

  

لومړۍ ډله  ( الف – ۱)

( ژوند نوم دی دَ حیاتیاتي غوښتنو)

په هرسل کې ۱۲ کسانو وَ وئیلو، چې ژوند دراصله دَ حیاتیاتي غوښتنو پوره کولو نوم دی – هم په دغه ډله کې مخته ۴۳ فیصده له خپل دې ځواب څخه مراد دَ خېټې او نفس غم خوړل ؤ- ۳ فیصده کسانو دَ وینا له قوله  .. دَ هغوئ دَ حیاتیاتي ضروریاتو څخه مطلب دَ جنسي تنده ماتولو څخه دی – لاکن بلې خواته ۶۹ فیصده کسانو دا رائیې درلودله، چې په حیاتیاتي حاجتونو کې هر اړخیزه انساني ضروریات ورګډ دي ... هو، که څه هم ۵ فیصده کسانو له پورتنئیو غوښتنو څخه پرته هم ځینې نورې غوښتنې بیان کړې ، لکه ناببرې او واقعاتي غوښتنې –

 

دویمه ډله ( الف – ۲)

( ژوند نوم دی دَ اخلاقي ضابطې او اصولونو)

دَ دې رائیې په سمه دَ وخت تېرَولو په حق کې په هر سل کې ۲۸ کسانو خپلې رائیې راکړې – او هم په دغو کسانو کې ۵ فیصده خلګو وئیلو، چې دَ هغوئ له دې رائیې څخه مرادله معاشرتي وظیفو پوره کولو څخه دی – خو ۲۲ فیصده خلګو دَ معاشرتي تړون په باب هم خپلې رائیې ریکارډ کړې – که څه هم ۳۶ فیصده خلګو دَ خپلو رائیو په حق کې دَ اقدارو او دَ ژوند دَ اصل معمولاتو منلو او ساتلو خبرې وکړې – دَ نورو پاتو ، ګوا ۳۷ فیصده له پورتنئیو ټولو رائیو سره اتفاق وکړو –

 

دریمه ډله ( الف - ۳)

(ژوند نوم دی دَ کار، کار او کار)

په هر سلو کې ۴۷ کسانو دَ خپلو رائیو په سمه ژوند دَ کار، کار او پرله پسې کار نوم وګڼلو- په کوم کې چې ۱۶ فیصده خلګو دَ مخته وضاحت کولو دپاره دا وئيلو، چې هغوئ کار او تش کار کوي خو دَ ذات دَ ژغورنې په نیت او ۲۷ فیصده خلګو دَ کار کولو لویه وجه او ضرورت دَ ساه او معاشرې سره تړون او رښته ساتل ګڼلو- دغه رنګه ۴۴ فیصده خلګو مطلب له کار ، کار او کار کولو څخه ډېر دولت راجمه کول ؤ او بلې خواته ۱۳ فیصده خلګو وئیلو، چې کار دَ پورتنئیو ټولو ضروریاتو پوره کولو له سوبه منځ ته راځي –

 

څلورمه ډله ( الف – ۴)

(ژوند نوم دی دَ هر څه یا نور نور څه)

ژوند دَ حیاتیاتي حاجتونو پوره کولو پرته دَ ضابطه اخلاق او اصولونو دَ پالنې سره سره دَ پرله پسې کار کولو نوم هم دی – دا هغه رائیې وه، چې په هر سلو کې ۱۳ کسانو په ریکارډ باندې راویسته – که څه هم ۵ فیصده خلګو لا نورنور ضرورتونه هم راپه ګوته کړو لکه ځاني او وختي ضرورتونه -  خو په دې ډله کې ۳۷ فیصده خلګو دَ نورو سره اتفاق وکړو.... لاکن دلته ۱۳ فیصده داسې خلګ هم ؤ، چې ژوند ته یې په  امن خوشحالیانې کولو او زړونو سره رښتې ساتلو نوم هم ورکړو-

ــــــــــــــــــــــــ

 

اروپائي ژوند

( دَ راغونډو شوؤ رائیو په رڼا کې)

 

په اروپائی ژوند کې داسې څه دي ، چې دَ دریمې نړۍ انسانان یې خپلولو ته هوسېږي ؟ دا هغه سوال دی چې په ځواب کې یې خپله اروپایان واي .... کار ، کار او پرله پسې کار سرته رسوَل هغوئ ته دا ژوند وربخښي – ګوا که څه هم په دغو ځانګړتیاؤ کې دَ خېټې غم او نفساني خوائیشات سرته رسوَل دَ اروپائی ژوند ژواک لوې نخښې او نښانې بلل کېږي ، خو مني یې هر اروپائي ځکه نه، چې دا خو ځناوري خاصې دي او هغوئ نه غواړي چې مومونه یې په ځناورو کې یاد شي – ولې چې دا سپین پوستو په ډاډا واي چې هغوئ دَ نړۍ مثالي انسانان دي –

 

په دې خبره کې شک نیشته چې اروپایان هم لکه دَ نورې نړۍ انسانان دي – خو بس په هغوئ کې مهمه خبره دا کېدای شي چې هغوئ ژوند نه یوازې په خوند او خوشحالۍ باندې تېرَولو په نیت نورې نورې آسانتیاوي لاس ته کولو دپاره هلې ځلې کوي بلکې لاس ته راغلې وخت څخه فائده هم اخلي – او بلې خواته موږ یُو، چې په نه څه دَ شُکر ارژیان باسو او هرڅه مې تقدیر ته کچکول کړي دي – که څه هم رښتیا خبره دا ده، چې دَ نن انسان هر چرته هغه څه کوي ، په کوموچې نن اروپایان ورباندې ځناورو ته نیږدې نیږدې مخلوق مشهوره دی –

 

دَ خوند خبره دا، چې اروپایان هم دَ خبرو تر هانده ژوند ته دَ ضابطه اخلاق او انساني اصولونو نوم ورمولو کې له هیچا شاته نه دي پاته – دَ ژوند اقدار او ټولنیز معمولات مني، لاکن دَ معاشرتي تړون په باب بلا ډېرې نیمګړتیاوې درلودلو کې هم ساري نه لري – ګوا له یو اروپائی څخه دا هیله کول ، چې هغه به دَ وینې یا دَ مینې تړون دَ ژوند تر ورستۍ ورځې پورې ساتي ... ارومرو داسې خبره ده، لکه څوک چې دَ هغه په خپلواکۍ باندې برید کوي – ولې چې هلته دَ مغربي تقاضو په سمون ژوند دَ هر خوائیش پوره کولو نوم خو هم بلل کېږي – نو هم ځکه دا خلګ په خپل خپل حال کې مست او ژوند ته دَ مټو په زور نه ، بلکې په عقلي چل ول دیکې ورکوي –

 

دَ ښه څخه ښه ژوند دپاره زیات څخه زیات وسايل په کارېږي – او زیات وسائل هغه وخت په لاس راځي، چې هلې ځلې ورپسې وَشي – او اروپایان نه تش هلې ځلې کوي بلکې دلته هر یو دَ خپل تحفظ یقیني کول دَ احساس له لارې ژوند دع یو مشن په نیت هم تېرَوي – او ملا ورته هر وخت تړلې لري – هو، که نور نه، نو پیسې خو خامخا ټولوي – ولې چې بې پیسو اروپائي ژوند ته جوګه کېدل نور هیڅ نه ... ځانونه غولول دي – او اروپایان ځانونه نه ، بلکې نور غولوي لګیا دي –

 

لنډا دا، چې اروپایان دغه په لاس ورغلی ژوند دَ بل راتلونکې ژوند دپاره امتحان نه، بلکې په خوند خندا یې دَ وختونو لمحې خپلو خوائیشاتو ته لوګی کول خوښي وي – نوځکه خو دولت دَ لاس خیره او وخت دَ خلاسو سترګو رانجه ګڼي – ګوا که څه هم دَ سبا غم په سبا باندې نه پرېږدي، خو تر ابده ژوندي پاته کېدو ته لارې هم نه هوارَوي – یانې څه چې ګټي، هغه څټي ... په دې هوډه، چې هغوئ وَ کار او روزګار ته غړي نه اچوي – او هم شاید چې دغه خاصه یې دَ ښه او پیاوړې ژوند ګرځېدلې وي –

ــــــــــــــــــــــــ