( ب) .... لوړوالې اړه لري ....

ب – ۱.. دَ پرمختګ څخه

ب – ۲ .. دَ بل له ماتې څخه

ب – ۳ .. دَ بې سارې کېدو څخه

ب – ۴ .. دَ بل څه څخه .....

که ځواب  ب – ۳ دی، نو

که ځواب  ب – ۲ دی، نو

که ځواب  ب – ۱ دی ، نو

ا - په تعمیري کارو کې

ب -  په مهذبه کېدو کې

پ -  په مقابله او سیالۍ کې

ت – که بل څه ..........................

ا- دَ مټو په زور باندې

ب - په سیاسي میدان کې

پ - په اېټمي طاقت باندې

ت – که بل څه .........................

ا- علمي او هنري شعور

ب - په هر میدان کې ترقي

پ - په خوشحالۍ کې

ت – که بل څه ........................

 

دَ راغونډو شوؤ رائیو تفصیل

 

اوله ډله ( ب – ۱)

( لوړوالۍ اړه لري دَ پرمختګ څخه)

دَ دې خبرې په حق کې په هر سلو کې ۶۷ کسانو خپلې رائیې څرګندې کړې ، په کومو کې دَ ۷ فیصده خلګوله دې  پرمختګ څخه دَ علمي او هنري شعور مقصد ؤ- لاکن دَ دغې اولې ډلې ۷۶ فیصده خلګو وئیلو، چې مختګ په هر میدان کې په کار دی – خو ۶ فیصده داسې خلګ هم په ریکارد باندې راغلو، چې دَ خوشحالیانو په حقله یې رائیې راکړې – او بلې خوا ۱۱ فیصده خلګو وئیلو چې پورتنۍ درې واړه خبرې او څه نور څه هم لوړوالې سوب ګرځي –

 

دویمه ډله ( ب – ۲ )

( دَ لوړوالې څخه مراد بل ته ماتې ورکول دی)

په هر سلو کې ۱۶ کسانو داسې رائیې راکړې ... په کومو کې ۲ فیصده خلګو وئیلو، چې بل ته دَ مټو په زور ماتې ورکول دَ هغوئ مطلب دی – ۱۴ فیصده خلګو وئیلو، چې یَه .... په سیاسي میدان کې ماته ورکول لوړوالی دی – او دَ ۷ فیصده خلګو بیا دا رلئيې وه، چې ماته ورکولو کې اېټمي طاقت لوی کردار ادا کوي – لاکن دَ دې دویمې ډلې بېخي زیاتو خلګو، چې په کې په هر سلو کې ۷۷ فیصده خلګو دا یقین درلودلو، چې ماته په درې واړه پورتنئيو لارو خو ممکن ده، لاکن په ماتې ورکولو کې دهوکه او دوستي هم کله کله  آوزار شي –

 

دریمه ډله ( ب – ۳)

( لوړوالی اړه لري دَ بې سارې کېدو څخه)

په دې لړ کې دَ راکړل شوؤ رائیو په سمه په هر سلو کې ۶ کسان دَ دې خبرې سره متفق په ریکارډ باندې راغلو، په کومو کې چې ۲۲ فیصده هغه خلګ ؤ، چې دا یې وئیلو، چې ګنې دَ یې سارې کېدو څخه دَ هغوئ مطلب په تعمیري چارو کې پرمختګ دی – لاکن ۶۱ فیصده په دې ډله کې خلګو دا رائیې راکړه، چې په مهذبه کېدو کې اصل لوړتیا ده – او دغه دَ ۷ فیصده خلګو دَ رائیو په سمه مقابله او سیالۍ دَ لورتیا سوب ګرځي – خو ۱۰ فیصده داسې خلګ هم ؤ، چې لوړوالی یې په مهذبه کېدو، سیالۍ  او مقابله کولو کې یې لوړوالی مستور وګڼلو –

 

څلورمه  ډله ( ب – ۴ )

( لوړوالی په پرمختګ، ماتې ورکولو اوبې سارې کېدو کې   دی)

دَ دې رائیو درلودلو په حق کې  په هر سلو کې ۱۱ کسانو خبلې خوښې ریکارډ کړې – ګوا هغوئ په پوښتنې (ب) کې له ټولو خوښو سره خپلې خوښې وَتړلې –

ـــــــــــــــــــــــــ

 

په اروپا کې دَ ټولنیزې لوړتیا محرکات

( دَ راغونډو شوؤ رائیو په رڼا کې)

 

دَ ټولنیز لوړوالې څخه زما مراد دلته  دَ لوړقامي  شهرت او اوچت نامه څخه دی ... کوم چې په بېلابېلو صلاحتونو باندې وَ قامونو او هېوادونو ته په برخه کېږي – دا څرګنده خبره ده، اروپائي هېوادونه بلا ځانګړتیاوې لري او اوچت نومونه هم – خو زما په عمراني مطالعې کې په دې اړه سوال راپورته کولو څخه زما مطلب دَ دې لوړتیا وَ اصل روح ، سوب یا بنیادي محرک ته رسېدل ؤ –

 

دَ ژوند په هر ډګر کې اروپائي ټولنه او دَ دې براعظم زیاتره هېوادونه لوړ نوم زما دَ راغونډو شوؤ حقائقو په رڼا کې ځکه لري ، چې دلته په خلګو کې دَ ښه څخه ښه ژوند په لالچ کې سیالۍ نه یوازې بل ته په ماتې ورکولو تر هانده منځ ته راځي بلکې دا پرمختګ یوازې په صلاحتونو ممکن کېږې هم – ګوا یو هېواد یا ټولنه به په هر مېدان کې ځانګړتیاوې مومي ... نو به په درنو سترګو ورته کتل کېږي –

 

یو قام یا هېواد چې کله بل ته دَ سترګو ښکاره کولو توان او حېثیت لري ، نو لامحاله به دَ هغه قام یا هېواد دَ زور له ویرې نور څنګلورې هېوادونه یا قامونه  دَ برابرۍ په سیالي روئیو خپلې هلې ځلې نورې نورې تېزوي او دغه رنګه به په سیمه کې نور نور زور او زورَور مېدان ته رادانګي – او په دې خبرې نن هیڅ شک هم نه شو پاته، چې دَ نړۍ هېوادونه ترخپلو مراسم غوره کولو په وخت په دغې یوې خبرې همېشه زور ورکوي، چې دَ هغوئ تر بد او بدي نه وي او دَ دوستۍ په بنیاد به ژوند ته په ګډه اوږې ورکول کېږي – ګوا که څه هم خبره پټه ده، خو هغوئ له یو بله دَ ویرې له سوبه ځانونه اوچت ښايي – یانې عقلي هڅې په خپل ځای، خو زور ته هم سلام .... او دا هغه اصول دی چې زیاتره مخته وتې اروپائي هېوادونه یې دَ نننۍ بادارۍ باګې لاسته کولو په خوب اوخیال کې نه یوازې په نره څرګندوي بلکې دَ دوستۍ وزمه خوږې دُښمنۍدَ اصولونو دَ لارې له نورو هېوادونو او قامونو سره مراسم هم جوړَوي – ګوا دَ مفاداتو تر لاسه کولو دپاره له دُښمنه دوست جوړَول دَ اروپائي ژوند هغه خاصه ده، چې له پلرونو او نیکه ګونو څخه ورته په وراثت کې پاته شوې ده –

 

یانې ژوند دَ نوؤ غرضي اقدارو په سمون دَ اروپایانو ګټه همېشه ځانته او تاوان بل ته خوښ وي – او دا څه نوې او شُوده خبره هم نه ده ... دَ انساني نړۍ هر استحصالي غړۍ یا قام یې په سل اړخیزه ناروا روئیو روا کولو کې خپله بقا ګڼي – نو ځکه خو اروپایان هم دَ ژوند په منډه کې مخته وتلو دَ غاورانه روئیو له سوبه دَ ځناورتوب تر هانده لا دَ بل سر دَ خپلو سترګو وړاندې کوُز لیدل غواړي  او یا یې په زور کوُزَوي – ظاهره خبره ده، چې دَ پورتني بحث په مصداق دَ اروپایان چې ځومره په ښکاره مهذبه برېښي ... هومره په زړونو کې دَ مار غاښونه هم لري – ګوا دَ دوئ بېرون له اندرون سره متصادم محسوسېږي –

 

لکه څه رنګه چې اروپائی ټولنه یوه مهذبه ټولنه ګڼل کېږي ... او په دې خبره که جهان متفق دی او که نه، خو زه او زما بې سواده قام خو به پټو سترګو سودا دَ خپلې ساده ورځې له سوبه کوؤ – لاکن بلې خواته چې زما دَ عمراني مطالعې حقائق  رامخې ته شوې دي ، دَ هغو په رڼا کې معامله څه شکمنه ښکاري – یانې په دې خبرې کې هیڅ شک نشته، چې دا خلګ تر ډېره هانده په ظاهري ناسته پاسته کې مهذبه ښکاري او مهذبه کېدو ته زړونه هم څکېږي – دَ مثال په توګه، دَ اروپا خلګ هم بدو په بد نظر ګوري – لاکن دلته دا خبره سوالونه رابرسېره کوي ، چې هر څو که بد دَ بدو او ښه دَ ښو په تول تلل کېږي، خو دَ بېلابېلو ژواکي او قامي فطري توپیرونوځان ځانته دَ بدو ځانګړې پېمانې ټاکلې دي- ګوا چرته ډېرو ښو ته لږ ښه یا دَ بدو سره څنګ وهونکې ښه .... هم دغه رنګه دا هم کېدای شي، چې کومې روئیې یا خاصې چې په یوې ټولنه کې دَ کرکې تر هانده بدې سنجول کېږي ... هغه روئیې یا خاصې کېدای شي، چې په ځینو نورو معاشرو کې هڅې  دَ یوې وړې ناداسته خطا حېثیت وَلري –  نه یوازې دا بلکې داسې ډېر څیزونه شته ، چې په یوې ټولنې کې په بدو او بلې معاشره کې په ښو سترګوورته  کتل کېږي - دَ مثال په توګه که په پښتني معاشرې کې یوه ښځه دَ بدفعلۍ په تور کې وَنیولی شي نو هغه دَ ژوند کولو حق نه لري او مړکول کېږي به .... خو دغه ښځه دَ هالېند په ریدلائټ ډسټرکونو کې دَ خپل بدن په سودا سوشل ورکره بلل کېږي ... قانون او ټولنې ورته دَ عزت مقام ورکړې وي او بد رد ورته نه بلکې نره او تکړه ښځه ورته وئیل کېږي –  بل مثال دا، چې لکه څنګه په پښتني ټولنه کې دَ روډ یا لوې لارې په څنډه متیازې کول ښه خبره ګڼل کېږي، نو داسې کولو سوچ لا هم په نورو هېوادونو کې نشی کېدای –

ــــــــــــــــــــــــ