ټولنیز تړون اړه لري .......
پ – ۱ .. ورکړې راکړې پورې
پ – ۲ .. ټولنیز اغراضو پورې
پ – ۴ په جذباتو پورې
پ – ۴ که په بل څه پورې .............
که ځواب پ – ۳ دی، نو |
که ځواب پ – ۲ دی ، نو |
که ځواب پ – ۱ دی ، نو |
۱ – دَ وینې دَ رښتې تر منځه ۲ – دَ جنسي تړون دپاره ۳ – دَ ټولنیزې رښتو دپاره ۴ – که بل څه ........................... |
۱- غم او خوشحالي وېښل ۲- مفادونه پوره کول ۳ – حقوق تر لاسه کول ۴ – که بل څه .......................... |
۱ – کاروبار کول ۲ – خودغرضي کول ۳ – ټولنیز اصولونه ساتل که بل څه ............................ |
دَ راغونډو شوؤ رائیو تفصیل
اوله ډله ( پ – ۱ )
( ټولنیز تړون اړه لري دَ ورکړو راکړې پورې)
دا هغه رائیې ده، چې په هر سلو کې ۴۲ کسانو یې حق کې خبرې وکړې ... په کومو کې چې ۳۷ فیصده خلګو دا وئیلو، چې په ټولنیز تړون کې ورکړه راکړه تر منځه دَ کاروبار له سوبه راځي – خو ۲۶ فیصده هغه خلګ هم ؤ، چې دا تړون یې په اغراضو پورې تړلو – لاکن دَ دې برعکس ۲۹ فیصده خلګو دا رائیې درلودله ، چې ټولنیز تړون په ټولنیز اصوصلون باندې تابیا کېږي – او دَ ۸ فیصده رائیو په سمه دا تړون دَ پورتنئیو درې واړه خوښو پرته په اتفاقي او معروضي حالاتو پورې هم اړه لري –
دویمه ډله ( پ – ۲ )
( ټولنیز تړون په اغراضو پورې اړه لري)
په هر سلو کې ۱۶ کسانو دا رائيې درلودله ، چې ګوندې ټولنیز تړون په اغراضو پورې ځکه اړه لري چې هر څوک غم او خوشحالي وېښل غواړي .... هم په دې خو دَ دې خبرې په حق له ۱۴ فیصده خلګو دا رائیې په ریکارډ باندې راویستله – خو په دې ډله کې دَ ۶۷ فیصده خلګو دا رائیې وه، چې دَ اغراضو په بنیاد چوړ تړون دَ ذاتي مفاداتو له سوبه منځ ته راځي – او دغه رنګه ۱۶ فیصده خلګو په دې یقین درلودلو، چې دا غرضي تړون دَ ټولنیز حقوقو ترلاسه کولو له لارې منځ ته راځي، خو ۳ فیصده خلګو له ټولو پورتنئیو رائیو سره اتفاق وکړو –
دریمه ډله ( پ – ۳)
( ټولنیز تړون په جذباتو پورې اړه لري )
دَ دې رائیې په حق کې په هر سلو کې ۹ کسان په ریکارډ باندې راغلو .. به کومو کې چې ۱۴ فیصده خلګو دَ رائیو له مخې دا تړون دَ وینو دّ رښتو او قربت له سوبه منځ ته راځي – خو ۱۸ فیصده رائیې داسې هم راغلې، چې هغو وئیل ، چې ګنې دا تړون چې په کومو جذبو پورې اړه لري ... هغه جنسي جذبې دي - لاکن ۲۷ فیصده خلګو په خپلو رائیو کې دا وئیلو، چې دَ جذبو په اړه تړون دَ ټولنیزې رښتو او مفاداتو دپاره غوره کېږي – او په دې ډله کې بېخی زیاتو رائیو، چې ۴۱ فیصده وې له قوله دا دَ تړون جذبې نه یوازې دَ درې واړو خوښو له سوبه تابیا کېږي بلکې دَ وختي ضرورتونو په باب هم کله کله منځ ته راځي –
څلورمه ډله ( پ – ۴ )
( ټولنیز تړون له ورکړې راکړې ، اغراضو ، جذبو اودَ معروضي حالاتو په اړه غوره کېږي)
دا هغه ډله وه، چې په هر سلو ۳۳ کسانو دا رائیې درلودله، چې ټولنیز تړون نه یوازې له ورکړې راکړې ، اغراضو او جذبو سره اړه لري بلکې دا تړون دَ معروضي حالاتو او رقم رقم اتفاقاتو له سوبه هم غوره کېږي ... یانې دَ ټولنیز تړون دپاره هیڅ داسې معیاري پېمانه نشته چې ورباندې قامونه عمل کولو ته جوګه شي – هر څه دَ تړون جوړولو او ورانولو دپاره منځ ته راتلی شي –
په اروپا کې دَ ټولنیز تړون پېمانه
( دِ را غونډو شوؤ رائیو په رڼا کې)
انسانانو دغه ټولنیز ژوند هغه وخت پئیل کړو، چې دوئ دَ یو بل سره دَ تعلق ضرورت ساتلو احساس وَسنجولو – او بیا انساسنان نه یوازې دَ ځناورو څخه بېل شولو بلکې په ګډه یې ژوند ته اوږې هم ورکول پئیل کړې – ولې چې انساني مفادات په یوازې سر نه شولو تر سره کېدلی – او دغه رنګه انسان دَ خپل هوسي فطرت په سمون ورو ورو ځان خوښۍ ته هم جوړېدل شروع شو – هم ځکه خو اروپایانو هم دَ خپل وس په سمه په دې مدڼه کې برخه واخیسته او نن نورو براعظمونو څخه بېل او بدل څه، بلکې مخته وتی هم برېښي – ولې .... ؟ دا هغه سوالیه توری ؤ، چې زه یې په داسې حقائقو راغونډولو باندې وَپارَولم –
په اروپائي ټولنه کې دَ غړو تر منځه ټولنیز تړون او رښتې زیاتره دَ ورکړې راکړې په بنیادونو باندې تابیا کېږي څه ... چې تر خپلو یې دَ رښتو نوعتونه هم کاروباري ښکاري – ګوا دلته هغه څوک خپل بلل کېږي، چې هستمن وي نېستمن نه ... او نه یې په جېب باندې لاس نیولی وي بلکې په لاس کې به خلاس او دَ ملګري په خوښه هم – بل دلته ښه او بد ... هرڅه مخامخ وي ، خو دَ دې پرته هم دا خلګ ځان ځانۍ ته دومره جوړېدلي وي چې بې له ځانه یې بل په نظر کې کم راځي – هم ځکه خو دا په ځان ځان کې اوسېدل هم دَ ځاني مفاد دپاره خوښوي – یانې بل یې تر چا جارېدونکی خوښ وي ، خو خپله دَ بل چا دپاره له ځانه راوتلو ته دوې لمحې نه لري – دَ اروپایانو په زړونو خدائی خبر، خو په طاهره، ډېر ښائیسته او په خلو کې شکرې لري – ارومرو دَ دوکاندارانو په مثال، چې دَ خپلې سودا خرڅولو دپاره هر ګیراک ته خلې تر غوږونو پورې کښَوي –
په اروپا کې که څه هم دَ غم او دَ خوشحالۍ او بلکې ځینې مخفي مفاداتو له پاره تر خپلو دَ تړون لارې هوارې ښکاري ، خو دا ټولنیز تړون تش او تش غرضي دی – ګوا نور خو نور، دلته دَ واده په مقدسه رښتو کې هم نر او ښځه په خپل خپل ځای باندې په کورنۍ تر خپلو کاروباري پېمانې په کارَوي – دَ مېړه تول به دروند وي که دَ ښځې هر جائز ناجائز فرمائیشونه پوره کوي ګنې دوې ورځې به هم له سړي سره پاتې نه شي او په هفتې کې دننه دننه به یو بل سړی په نره ځانته سړی کړي – هم ځکه خو په اروپا کې دَ یوې اندازې په سمه فریباً له ۸۴ څخه تر ۸۶ودونه په طلاق باندې خپل منطقي اختتام ته رسېږي – دلته کورنی ژوند تریخ شانتې وي – دَ غرضي مفاداتو په بنسټ جوړې اروپائي کورنیانې اکثره دَ ناچاکۍ ښکار وي – یانې هر څه دَ مفاد یا غرض په تول تلل اروپائي خاصه بلل کېږي –
داسې نه، چې ګنې اروپایان انسانان نه دي او یا په سینو کې له غوښې جوړ زړونه نه لري – بلکې دا خلګ هم دَ نورو انسانانو غوندې له خاورو څخه جوړ دي او انساني احساسات لري ، دَ خپلوۍ جذبات لري ، خو ځان خوښي یې په ژوند کې تر نورو انسانانو زیاته په دې برېښي، چې داهر څه یې دَ فطرت په سمون په دَ ثقافت برخه ګرځېدلې دي – سوچ دَ انسان په شانې کوي ، خو دَ انسان په کومک دَ ځان دَ ژغورنې غرضي اداګانې یې خودغرضه یادوي –
غرض ، مفاد، ښېګړه او کاروبار ... که څه هم دا خلګ ورته دَ ټولنیز تړون او یا رښتو یا نور نور نومونه ورکوي، خو اثر یې ابدي یا دائمي نه .... بلکې وختي وي – هرڅه هرڅه ... لاکن دلته چې څنګه زړونه په تادۍ یو بل ته نیږدې کېږي، نو هغومره په چټګۍ له یو بله لیرې کېږي هم – ګوا لنډه دا، چې په اروپا کې زما دَ مطالعې په سمون رښته جوړَول او رښته ماتول دواړه ډېر آسان کارونه دي - ولې چې دَ بېل او بدل څیز نه یوازې کتنه، بلکې څکنه هم دَ دې خلګو فطري کمزوري ګرځېدلې ده –
ــــــــــــــــــــــــ