خوشحالي اړه لري ........
ت – ۱ .. دَ رښتو څخه په خلاسون کې
ت – ۲ له معاشي سوکالۍ سره
ت – ۳ له زړخوښیانو سره
ت – ۴ که په بل څه کې ................
که ځواب ت – ۳ وي، نو |
که ځواب ت – ۲ وي ، نو |
که ځواب ت – ۱ وي ، نو |
۱ – څیښل او ډانس کولو کې ۲ – سېلونه کولو کې ۳ – جنسي تنده ماتولو کې ۴ – که بل څه ........................ |
۱ – دولت په جائزه ګټل ۲ – دولت په غلطه ګټل ۳ – دولت په هره لاره ګټل ۴ – که بل څه .......................... |
۱- کورنۍ څخه خلاسون ۲ – دَ یارانو څخه خلاسون ۳ – دَ رښتو څخه خلاسون ۴ – که بل څه ..................... |
دَ راغونډو شوؤ رائیو تفصیل
اوله ډله ( ت – ۱)
( خوشحالي اړه لري له رښتو څخه په خلاسون کې)
دَ دې خبرې په حق کې په هر سلو کې ۳۴ کسانو رائیې په ریکارډ باندې راویستله ... په کومو کې چې ۳۳ فیصده خلګو دَ دې خلاسون څخه دَ کورنئیو ، ګوا دَ وینو له رښتو څخه انکار او خلاسون مقصد ؤ- ۶ فیصده خلګو وئیلو،چې یَه .... دَ هغوئ له دې خبرې څخه دَ یارانوله یاري څخه پرېکړه مطلب دی – او په دې پورتنئیو ۳۴ فیصده خلګو کې ۲۱ فیصده کسانو داسې رائیې هم راکړه، هغوئ له خلاسون څخه مراد له هر قسمه رښتو څخه لاس په سر کېده دَ ژوند دَ خوشحالۍ زېری ګڼي – لاکن ۴۰ فیصده خلګو وئیلو، چې خوشحالي اړه لري دَ ژوند له آزادي سره چې په کې دَ هیڅ قسم رښتو پړي دَ پښو زنځیر نه جوړېږي –
دویمه ډله ( ت – ۲ )
( خوشحالي اړه لري له معاشي سوکالۍ سره)
په هر سلو کسانو کې دَ شلو(۲۰) رائیې دا وه، چې معاشي سوکالۍ دَ خوشحاله ژوند سوب ګرځي ... په کومو کې چې ۵۴ فیصده خلګو وئیلو، چې دَ مقصد دلته دَ معاشي خوشحالۍ څخه دَ هغه دولت لرلو څخه هم دی چې په سمو لارو ګټل شوی وي – خو بلې خواته که څه هم په غلطو لارو باندې دولت ګټلو په حق کې
هیچا هم رائیې نه کړه را، خو ۲۹ فیصده خلګو دا وئیلو، چې دولت که په هره لاره لاس ته راغلی وي .. هغه دَ خوشحالۍ سوب ګرځي – او په دې سوال کې ۱۷ فیصده خلګو هیڅ هم نه وَوئیلو –
دریمه ډله ( ت - ۳)
( خوشحالي اړه لري له زړخوښیانو سره)
دَ دې خبرې په حق کې که څه هم په هر سلو کې ۳۲ کسانو خپلې رائیې راکړې، خو په هغو کې ۵۷ فیصده خلګو وئیلو، چې هغوئ خوشحالي په هغه وخت سنجوي، چې کله هغئ شراب څیښي او ډانس کوي له خپلو محبوبو سره په نائټ کلبونو کې – او ۳۹ فیصده خلګو وئیلو، چې هغوئ په سېل کولو کې خوشحالي محسوسوي – لاکن فقط ۴ فیصده خلګو دَ رائیو په سمون هغوئ خوشحالي په سیکس کولو او کتلو کې لاس ته کوي – خو دا وضاحت یې مخته نه کولو، چې جنسي تنده له چا چا سره او څومره ماتولو په حق کې دي –
څلورمه ډله ( ت – ۴ )
( خوشحالۍ په هر څه پورې اړه لري)
په هر سلو کسانو کې ۱۴ داسې خلګ هم مخې ته راغلو، چې وئیلو یې چې خوشحالي دَ پورتنئیو ټولو خبرو پرته هم له ځینو نورو خبرو سره اړه لري – لکه ښه ننداره کتل، په ښو خبرو کولو او اورېدلو، ښه کول او ښه ګالل او داسې نور نور –
دَ اروپا دَ خوشحالۍ رازونه
( دِ را غونډو شوؤ رائیو په رڼا کې)
دَ ستر خوشحال بابا دَ یو شعر له روُیه په ژوند کې فقط دومره خوشحالي ده ... څومره چې کله کله یو ماهی له اوبو څخه ساه اخیستلو په نیت سر دباندې راوَباسي ، ګنې غمونه خو دَ دریاب په مثال دي او جهانونه په کې ډوب او غرک ترک – خو بیا هم انسان دی ، چې دَ دې یو څو لمحو دَ خوشحالۍ دپاره څه او څه نه کوي – په تېره دا اروپایان، چې هسې خو موسکني مشهوره دي او داسې تاثر نورو ته ورکوي لکه دا خلګ چې په خپل ژوند کې هیڅ قسم غمونه نه لري – داسې دي هم که دا هر څه دَ سترګو دهوکه ده؟ هو، ځکه خو دا سوداسرته رسولو دباره ما هم هغه حقائق راغونډولو هڅه وکړه، چې دَ دې خلګو دَ موسکاګانو اصل اسباب څه کېدلی شي - دلته زه خپل لوستونکې دَ راغونډ کړل شوؤ حقائقو په رڼا کې خبر ساتل غواړم، چې اروپایان که څه هم انسانان دي، خو تر انسانانو دوه لاسه مخته دَ وتلوهڅوخندَروُیه په دې مشهوره کړي دي ، چې غرض یې نور شاته پرېښول دی او دا په زور نه بلکې په منافقانه موسکا ممکن کېدلی شي –
په اروپا کې هر قسم رښتې ، که څه هغه کورنۍ رښتې دي او که بهرنۍ ... تولې دَ هغوئ له قوله دَ خوند او خندا تر میانه خنډونه جوړَوي – یانې زیاتره خلګ دَ رښتو څخه ځانونه په دې خبره پېچي، چې دا رښتې بیا مخته دَ خوشحالۍ لارې تړي – ځکه خو هغوئ دا هڅه کوي، چې بې رښتې پاتې شي او په ځاني هلو ځلو ځان دَ خوشحالیانو لوُټلو ته جوګه کړي – ګوا دَ وینې او دَ مینې په باب دا خلګ که څه هم زموږ په رنګه تړلې دي، او انساني احساسات لري، خو په کې داسې په زیات شمېر په ریکارډ باندې راځي، چې هغوئ دَ غرضي فطرت له جوره په ځان ځان کې پهذ اوسېدلو خوښ دي –
اروپایان هم دَ نورو انسانانو غوندې معاشي سوکالیانې او زیات دولت دَ خوشحالۍ سوب نه یوازې ګڼي، بلکې تر ډېره هانده یې په جائزو لارو خپلولو کې بوخت هم ښکاري – هم ځکه خو هاته هډ ارامي نشته او خلګ په کار کولو کې بوخت ښکاري – دا نه ، چې ګنې ټول اروپایان په سمو لارو ځانته معاشي سوکالیانې غواړي – بلکې دلته هم له استحصالي طبقې څخه سرټکول کېږي او هغوئ سره په سیالۍ کې دَ زور او بدې لارې هم خپلو کېږي – ګوا کوم چې په آسانه په لاس نه ورځي، نو دَ هغه څه ترلاسه کولو دپاره نورې چارې هم په کارَوي – نو ځکه خو په اروپا کې غلا، شوکماري او په بېلابېلو نومونو تلکې دَ ژوند په هر دویم ګام لیدلی شي – دَ مثال په توګه که په هالېنډ کې جسم فروشي عام ده، نو دغه رنګه په اټلي کې دَ ګنډکپانو شمېر دَ نړۍ تر نورو هېوادونو یو په لسه زیات هم - دغه رنګه دَ اروپا هېوادونه په خپل خپل ځای چې څومره ښه اړخونه لري، نو هغومره په کې غېر انساني خویونه هم لیدل کېږي –
څوک نه دی خبر، چې اروپایان دَ سېل کولو شوقیان دي .... او دا خبره زما دَ مطالعې په سمه هم مخې ته راغله، چې دا خلګ سېل ته ژوند دَ خوشحالۍ نوم ورکوي او هر کله چې موقعه پیدا کړي نو سېل کولو ته لستوڼې او پائیڅې غړي او دَ یو څه وخت دپاره دَ نوې جهانونو حصه جوړېږي – بلې خواته دا خلګ چې څومره خوند په څیښلو او له خپلو محبوباګانو سره په ګډه ډانس کولو کې سنجوي ... هغه هم ځانته مثال نه لري – اروپایان داسې ځکه کوي، چې دا خلګ دَ زړونو زیات مني او هر قسم دلیل په دې اړه رد کوي هم –
په اروپایانو کې داسې خلګ هم څه کم نه دي، چې جنسي تنده سړَول دَ ژوند اصل خوند او خوشحالي بولي – او په خاص توګه دَ هغووختي محبوباؤ سره، چې دَ ( ډېټنګ لؤ) له برکته دَ یوې یا څو څو شپو دپاره په لاس په اتفاقي توګه ورځي – دا یو رنګه ښکاري مینه وي، چې په کلبونو کې ښکار کول کېږي – نو ځکه خو په اروپا کې که زاړه دي او که واړه .... زیاتره جوړه جوړه لیدل کېږي – که څه هم تر منځه یې تړون تر ډېره هانده وختي او لږ لږ دَ ژوند تر آخري ساه پورې وي –
ــــــــــــــــــــــــ