پرېشاني اړه لري .......

ټ – ۱ .. دَ معاشي کشالو سره

ټ – ۲ .. دَ زیاتو ژغونو او بې آرامۍ سره

ټ – ۳.. دَ اېکړوالې دَ احساس سره

ټ – ۴ .. که دَ بل څه سره .....................

که ځواب  ټ – ۳ دی ، نو

که ځواب  ټ – ۲ دی،نو

که ځواب ټ – ۱  دی، نو

۱- له کورنۍ څخه

۲ – له یارانو څخه

۳ – له هر چا څخه

۴ – که بل څه .............................

۱ – مشیني ژغونه

۲ – دَ خلګو ژغونه

۳ – دَ پولوشن کشالې

۴ – که بل څه .........................

۱ – دَ ترقۍ له سوبه

۲- دَ لږ اُجرت له سوبه

۳ – دَ بې روزګارۍ څخه

۴ – که بل څه ......................

 

دَ راغونډو شوؤ رائیو تفصیل

 

اوله ډله ( ټ – ۱)

( پرېشاني اړه دَ معاشي کشالړ سره)

دَ دې رائیې په حق کې په هر سلو کې ۳۰ کسانو خپله خوښه څرګنده کړه ... په کومو کې زیاتره ګوا ۶۱ فیصده خلګو دا وئیلو، چې معاشي کشالې دَ ډېري ګرانۍ له سوبه منځ ته راځي – او ۱۷ فیصده خلګو دا رائیې وه، چې دَ کمې معاوضې له سوبه ژوند په سړي بار شي – او ۷ فیصده خلګو که څه هم دَ بې روزکارۍ په حق کې وَوئیلو، خو ۱۵ فیصده رائیې داسې هم مخې ته راغلې، چې له پورتنئیو درو واړو رائیو سره سره یې ځینې نور وجوهات هم وړاندې کړو –

 

دویمه ډله (  ټ – ۲)

( پرېشاني اړه لري دَ زیاتو ژغونو او بې آرامۍ سره)

 داسیې رائیې لرونکې  ، ګوا په هر سلو کې دَ ۴۱ کسانو ډلې ... په کومو کې ۱۲ فیصده خلګو دا وئیلو، چې دَ زیات مشیني ژغونو او شور له سوبه پرېشاني او اضطراب جوړېږي -  لاکن ۲۳ فیصده خلګو وئیلو چې دَ زیاتې آبادۍ له سوبه بېخي زیات انساني ژغونه پرېشاني زیاتوي – او ۱۱ فیصده خلګو وئیلو، چې ژغژغې او هر رقم پولوشن یانې په  هوا کې زهرناکه الوتی لوګی دَ پرېشانۍ سوب جوړېږي – خو بېخي زیاتو یانې ۵۴ فیصده خلګو دا رائیې وه، چې دَ پرېشانۍ وجوهات مشیني ژغونه، انساني رش ګش پرته دَ پولوشن او ځینې نورو شیانو له سوبه هم پیدا کېږي –

 

دریمه ډله ( ټ –۳)

(پرۍشانی اړه لري دَ اېکړوالې له احساس سره)

په هر سلو کې ۲۴ کسانو که څه هم دا وئیلو، چې پرېشاني اړه لري دَ اېکړوالې له احساس سره، خو په دغو خلګو کې ۴۷ فیصده داسې رائیې هم راکړې، چې دَ کورنیانو څخه جلا او ځانته یوازې ژوند کولو کې پرېشاني دَ سړي په برخه کېږي – لاکن ۱۲ فیصده خلګو وئیلو، چې دا پرېشاني له یارانو او مخالف جنس ملګرو څخه دَ بېلتون په سوب مزغو ته راځي – او ۴۹ فیصده خلګو وئیلو، چې دا پرېشاني له پورته ذکر شوؤ وجوهاتو او له ځینو نورو نفسیاتي اسبابو له سوبه هم په برخه کېږي –

 

څلورمه ډله ( ټ – ۴ )

( پرېشاني اړه لري له پورته ذکر شوؤ ټولو وجوهاتو سره)

په هر سلو کې ۵ کسانو دا وئیلو، چې دَ پرېشاني پورتني ذکر شوي ټول وجوهات لکه معاشي بدحالي او هغه ترقي  چې دَ نن انسان یې پرېشانه کړی دی ... مشیني شور، انساني ژغژغې لو غوغاګانې، ستړیا ګانې دَ ستړي ژوند او نور نور څه –

 

په اروپا کې دَ پرېشانیانو اسباب

( دِ را غونډو شوؤ رائیو په رڼا کې)

 

 که څه هم په ژوند کې دَ خوشحالیانو په مقابله کې دَ پرېشانیانو برخه زیاته ده ، خو دا پرېشنایانې که یوې خواته بېلې بدلې بڼې لري ... نو بلې خواته انسانان هم په خپل خپل وس ورته ملا تړلي ولاړ دي – دَ پرېشانیانو او غمونو تلنه په مشاهدو باندې کول یو ډېر ګران کار دی ، لاکن ما دلته دَ اروپایانو دَ رائیو په رڼا کې دَ حقائقو وړاندې کولو هڅه وکړه، چې زیات څخه زیات مصدقه حقائق مخې ته راشي –

 

په اروپا کې  چرته چې دَ ژوند هر ضرورت پورا ګڼل کېږي کې هم معاشي بدحالۍ ځینې خلګ یا کورنیانې متاثره کوي – او ژوند ورته تریخوي – که څه هم دا پرېشانیانې دَ شاته پاته شوؤ هېوادونو په مقابله کې دَ نه برابر دي، خو دَ ګران ژوند په وړاندې دَ کشالو سوب هم ګرځي – او ځینې خلګ خپل خواهشات یا بنیادي ضروریات نه شي پورا کولی – دلته خلګ خپل زیار دَ معاوضې په مقابله زیات نه سنجوي –

 

دَ زیات ټرېفک او بې شمېره کارخانو او مشیني ژغونه ، که څه هم دَ دریمې نړۍ په مقابله ډېر کم دي ...خو دا نازک خلګ یې خپل اضطرابي کېفیت سوب هم ګڼي –

 

دلته زیات رش دَ خلګو نه خوښول کېږي .... ځکه  خو دَ دې براعظم خلګ په سېل باندې زیات وځي او ځانونه اېکړ کوي ، چې له هر قسم ګروم څخه خلاس څه وختونه تېر کړي – ګوا دَ دې خلګو په ګڼه ګوڼه کې ساه تنګېږي او دا هغه کشاله ده، چې اروپایان ورباندې په ډېر خوند بحثونه او ورکشاپونه هم اکثره کوي او دَ خپلې ځان خوښې لوی سوب یې هم ګڼي –

 

که څه هم په اروپا کې کورنی ژوند وجود لري، خو بیا هم نفسانفسي او ځان ځانته ژوند کولو ته جوړېلي ځکه دي، چې هر څه یې په ځان او یوازې پیرزؤ شي – نو ځکه دَ بل دَ موجودګۍ احساس لا هم ورباندې کله کله بار شي – نو ځکه له کورونو څخه فرار او له خواخوُږو بېزاري څخه څه ، چې خپل خواږه یارا او دَ ژوند نېږدې ملګرې لا هم کله داسې په نیمه لار کې پرېږدي، چې دَ سړیتوب په تندي ورته کونځې راغونډې شي – دا خلګ هم زموږ په رنګه دَ خوشحاله کورنیانو په باب خبرې خو کوي، لاکن کورنیانې په کارَوي نه – دا به غلطه خبره نه وي که وَوایمو چې اروپایان په زړونو کې نرم هم په دې وجه دي چې یوازې یې ژوند ته اوږې ورکړې وي او لا محاله توګه یې دَ خپلوۍ یو تریخ احساس یې دننه دننه ماتوي راماتوي – خو لا هغوئ دي، چې له رښتو څخه نور نور خلاسون غواړي –

 

اروپایان که څه هم خپلې اېکړۍ ته خوشحاله دي، خو چې کله یې دَ رښتو دَ ضرورت یا اهمیت په باب وَژغوې، نو په هغوئ کې زیاتره خلګ دَ دې رښتو په اړه ارمانجن برېښي –  ځینې خپلو میندو ته ارمانجن دي،چې هغوئ یې پرېیښې دي، او ځینې بیا خپل خپل پلرونو په ارمان ... چې هیڅ درک یې نه ورته معلومېږي – ولې چې مور او پلار دواړه به یې ګوره تر څو نورو ودونو تېر شوي وي - اوس چې یو کس دَ مور مینه یا دَ پلار شفقت نه وي لیدلی، نو هغه به دَ ځان تکمیل په څنګه احساساتو کوي – دلته واده هسې وخت ته دیکه ورکولو نوم دی – چې کله دَ یوې جوړې زړونه له یو بله ماړه شي ، نو په خپلې خبلې لارې دَ نوؤ رښتو په لټون مځکه کچل شروع کړي او دا هم هغه مسئله ده ، چې دَِ اروپا خلګ یې په  ذهني او نفسیاتي توګه دَ نفسانفسۍ دَ غاورانه مرض ملګري کړې وي – نه یوازې مېړه او مائینه بلکې دلته خویندې او وروڼه هم په مودو مودو له یو بل سره ځکه نه ویني، چې دا ټول یو بل ته ناسکه دي – څوک له  کومې مورې او څوک له کوم پلاره ...... دا هغه سوال دی ؟ چې کله کله اروپایان ورته کوته په غاښ شي – ګوا خپله آزادي ورته دَ غاړې توک شي ... چې سوچ په کې دَ انساني ضمیر او خمیر را بېدار شي –

ــــــــــــــــــــــــ