په خلاس وخت کې مصروفیات
ث – ۱ .. لیک یا لوستل کول
ث – ۲ .. بار یا کلب ته تلل
ث – ۳ .. فلم یا ټېلیویژن کتل
ث – ۴ .. که بل څه .............
که ځواب ث – ۳ دی ، نو |
که ځواب ث – ۲ دی، نو |
که ځواب ث – ۱ دی، نو |
۱- اېکشن فلمونه کتل ۲ – روماني فلمونه کتل ۳ – سیکسي فلمونه کتل ۴ – که بل څه ................ |
۱ – مازې وخت تېرعولو دپاره ۲ – انجونې راګېرولو په نیت ۳ – څیښلو او ډانس کولو ته ۴ – که بل څه ................. |
۱- دَ محبت نامو لیک او لوست ۲- روماني ناولان لوستل ۳ – ادب مطالعه کول ۴ – که بل څه .............. |
دَ راغونډو شوؤ رائیو تفصیل
اوله ډله ( ث - ۱)
( په خلاس وخت کې لیک لوست کول)
دا هغه ځواب دی ،چې په هر سلو کې ۷ کسانو راکړو ... به کوم کې چې مخته بیا ۷ فیصده خلګو وئیلو، چې دَ هغوئ مقصد په خلاس وخت کې دَ لیک لوست څخه مراد ملګرو او اشنایانو ته دَ مینې خطونه لیکلو څخه دی – لاکن ۴۸ فیصده خلګو وئیلو، چې هغوئ په خلاس وختونو کې روماني ناولان لولي – که څه هم په خلاس وخت کې دلته دَ ادب لوستونکو شمېر فقط ۸ فیصده دی، خو داسې ۱۷ فیصده خلګ په ریکارډ باندې راغلو، چې هغوئ په فارغ وخت کې له پورتنئیو درو واړو مشغلو سره سره انټرنیټ باندې هم وخت تېرَوي –
دویمه ډله ( ث - ۲)
( په خلاس وخت کې بار یا کلب ته تلل)
په هر سلو کې ۶۴ کسانو دا وئيلو چې هغوئ په خلاس وخت کې کلبونو او بارونو ته ځي ... په کومو کې ۳ فیصده خلګ دَ ساتېري دپاره ورځي او ۱۱ فیصده خلګ دَ ملګروانجونو په خوښه یا انجونې راګېرَولو دپاره – لاکن بېخي زیات خلګ چې شمېر یې ۸۲ فیصده ؤ کلبونو یا بارونو ته دَ شراب څیښلو دپاره ځي – او ۴ فیصده خلګ دَ بالا ذکر شوؤ ټولو دَ پاره ورځي -
دریمه ډله ( ث - ۳)
( په خلاس وخت کې فلم یا ټېلیویژن کتل)
دَ دې خبرې په حق کې په هر سلو کې ۱۶ کسانو رائیې راکړه .. په کومو کې چې ۲۳ فیصده هغه خلګ ؤ، چې اېکشن فلمونه خوښوي او ګوري یې – بلې خواته ۷ فیصده خلګ رومانی فلمونه ګوري – لاکن ډېر زیات ۴۶ فیصده خلګو وئیلو چې هغوس په خلاس وخت کې جنسي فلمونه کوري – که څه هم ۲۴ فیصده خلګو خپلې رائیې دَ پورتنئیو ټولو خوښو په باب رقم کړې -
څلورمه ډله ( ث - ۴)
( په خلاس وخت کې نور مصروفیات سرته رسول)
په هر سلو کې ۱۳ کسانوړآ رائیو له کبله هغوئ په خپل خلاس وخت کې پبونو او کلبونو ته نه یوازې دَ شرابو څیښلو دپاره ځي بلکې هلته دَ انجونو راګېرَولو نیت دَ نیت سره سره ډانس هم کوي – ولې چې دَ ټولې ورځې ستړیا هغوئ هلته په پبونو کې وسا کوي ۰ پا دې ډله کې ۶۸ فیصده خلګو پورتني ټول ځوابونه رقم کړي ؤ – خو ۳۲ فیصده خلګو له هغوئ سره خوښولو پرته هم داسې وئیلوو چې هغوئ په خلاس وختونو چې هر هغه څه کوي چې زړونه ورباندې خوشحالوي –
اروپائی خلاس وختونه
( دِ را غونډو شوؤ رائیو په رڼا کې)
دا منم ، چې دَ اروپا خلګ بېخي زیات په کار کې بوخت ښکاري ، خو هر وخت هم نه ـ بلکې که وَ وایم چې تر لمر پُټېدو دَ مخه بیا له کارو څخه دَ کورونو په لور تښتي . نو غلط به نه یم ـ داسې شاید په دې وجه دا خلګ کوي چې هغوئ ماښامونه دَ ستړیا دَ وساکولو ذریعه او شپې خپلو زړونو او روحونو ته دَ تسکین ورکولو پلمه ګڼي – ولې چې څنګه حنګه تیارې دَ شپې خواته ګڼېږي، نو دا خلګ دَ شپې دَ ژوند لمانځلو دپاره رقم رقم نیتونه تابیا کړي – دَ خلاس وختونو په باب چې ما څومره حقائق راغونډول غوښتو، تر هغو مې هم زیات لاس ته کړو – ځکه خو وئیلی شم، چې ما دَ اروپایانو دَ ژوند څپړلو دپاره له خپل ورستي وسه هم زیات معلومات تر لاسه کړي دي –
که څه هم دَ اروپا خلګ خپل خلاس وخت کې لیک لوست هم په ډېر شوق نه کوي، خو له دې خبرې څخه هم انکار کول کُفر بولم ، چې په اروپا کې خلګ ناولونه په خلاس وخت کې څه چې په مشغول وختونو کې لا دَ ساتېري دپاره واي – روماني ناولونه، سائنس فیکشن او سسپنس ناولونه زیات لوستل کېږي – لاکن دَ ادب لوستونکې په اروپا کې دَ نه برابر دي – او څوک چې هم هلته ادب لولي ... هغه ادبي ذوق لرونکې خلګ دي یا خپله ادیبان او شاعران – ګوا دَ ادبي ریسرچ، خالص ادبي موضوعاتي او په خاص توګه دَ شعري کتابونو هلته هم دغسې حشر لیدل کېږي دلته ، لاکن دَ دې هر څه پرته هم، چې په اروپا کې ناولونه کوم چې یو مهم ادبي صنف دی زیات خوښول کېږي– ګوا هلته په سټالونو باندې دَ ناولونو په چپه اول خو، دَ ادب په باب کتابونه شته نه ... او بیا که لږ ډېر وي هم، نو په هغو کې به دَ ټوکوټکالو او دلچسپو کیسیانو کتابونه وي چې ارپایان خوښوي – دَ شاعرۍ دَ کتاب دَ لیدلو ارمان خو مې ځان سره ګنډلی راویستو –
څومره چې اروپایان په کار او روزګار کې غښتلې برېښي، هغومره په خلاس وختونو کې ساړه مازیګریان دَ تودو شپو په لور په بارونو مخ مخ ته دیکلو کې تُوریالي هم دي – یاني دَ کار په وخت به له خلې خبره ده راخېږي، خو چې بیا فارغ وخت وي، نو خلې به یې چپ کېږي نه – مطلب دا، چې دا خلګ دَ وخت په اهمیت پوهی دي – په پبونو... او هغه هم په انګلش پبونو کې خو مازیګري خواته یوه توده مېله جوړه وي او هر کس له خلې لاس اخیستی وي او په زوره زوره به ژغېږي –
له پبونو چې کورونو ته لاړ شي، نو هره مستي یې شاته پرېیښې وي او دَ کور دَ غړو سره په ډېر ادب او احترام ناسته پاسته کوي – دَ هغوئ په ډوډۍ کې ریډ یا وائټ وائن داسې ضروري وی لکه زموږ په ډوډیانو کې شلومبې – او بیا لکه پښتانه کې دَ ماښامي دَ ډوډۍ خوړلو ورسته دَ شنو چائیو یو دوې پیالې غړپي، نو هم دغه رنګه زیاتره اروپایان خپلو کورونو ته نیږدې بارونو کې دَ ملګرو سره لیدل کوي او یو نیم بئیر ورسره څیښي – کومه ورځ چې چتهي وي، نو دا اروپایان هم لکه پښتانه دَ پتاوې مجلس کوي ... یانې کورونو مخې یا شاوخوا کې به له خپل دوستانو سره ګپې شپې کوي او دَ لمر په تاؤ به خپل وجودونه ټکور کوي –
په اروپا کې زیاتره خلګ په فارغ وخت کې دَ آرام کولو دَ مخه ټېلي ویژن ډرامې یا فلمونه ګوري – خو داسې شوائد هم شته چې دلته خلګ لغړ فلمونه زیات خوښوي – که څه هم دَ رائیو اخیستلو په وخت هغوئ په کم شمر رائیې دَ دې خبرې په حق کې ریکارډ کړي ،ېو خو زما دَ زیاترو ملګرو، چې تعلق یا دَ اروپا یا له اروپا وتې مغرب څخه ؤ به دا خبره په ډاډا کوله چې بې دَ جنسي فلمونو کتلو هغوئ چرته دَ ټېلي ویژن سکرین ته کښېني - مطلب دَ خبرې دا، چې اروپایان هم دَ خوائشاتو دغسې مرئیان ښکارې لکه دَ ټولې نړۍ انسانان – په خاص توګه دَ نفساني خوائیشاتو مرئیان خو لا نور هم زیات ... ولې چې هر څه چې کله دې انسان ته په آسانه تر لاسه کېږي ... نو بیا مخ ورڅخه په ګرانه ګرځوي – هو، په اروپا کې هم خوائیشات زیاتره دَ مستیانو پلوي او خوائیشات لرونکې دَ بې لګامه اسونو په رنګه سنجول کېږي –
دا خبرې مخې ته راغله چې اروپایان دَ سېګمنډ فرائیډ دَ نظرئیې په سمون سیکس دَ ژوند محرک ګڼي – یانې دَ ایکړی دَ احساس درلودلو پرته هم دَ اروپا خلګ دَ عیاشۍ سامان ځان سره پورا پورا لیدل غواړي – دا هغه خبرې دي، چې دَ دغو خلګ په ژوند او سوچ کې تضاد رامخې ته کوي – په ویکنډ یانې دَ هفته وارې چټهۍ دپاره ځوانان څه چې زاړه او واړه هم خپلې مشغولاګانې پلان کړي لري – څوک به له خپل خواخوُږې سره وینې، څوک به له چا سره په ډېټ ځي – ګوا په دغو دوؤ فارغو ورځو کې بلا کارونه دغه خلګ سرته رسوي – دَ کور صفایانې خو په کې شاملې دي – ځینې خلګ په ویکنډ کې کېمپنګ هم کوي – کوا هر څوک دَ خپل مزاج په سمون فارغ وخت تېرَولو کې خوند محسوسوي -
په خلاس وختونو کې دا خلګ ځانونه په یو شي ناشي کې کېدای شي چې په دې هم مشغول ساتلو ته هڅوال وي، چې هغوئ خبر دي چې بېکاري دَ سستۍ خور ده او بل شېطاني سوچونه هم زیاتره په فارغ وخت کې دَ انسان په ذهن باندې برید کوي – ځکه خو وئیل کېږي چې فارغ ذهن دَ شېطان ځاولۍ ده – هم دغه وجه ده، چې اروپایان له خپلو ذهنونو څخه دَ شېطانانو ځاولیانې نه جوړَوي او په فارغ وختونو کې خپل مازغه مشغول ساتي –
ــــــــــــــــــــــــ