ته وېرېږې ..... ؟
ج – ۱ .. له اېډز څخه
ج – ۲ .. له نړئیز جنګ څخه
ج – ۳.. له مرګ څخه
ج – ۴ .. که دَ بل څه څخه ....................
که ځواب ج – ۳ دی ، نو |
که ځواب ج – ۲ دی ، نو |
که ځواب ج – ۱ دی ، نو |
۱ – بې وخته مرګ له سوبه ۲ – ډېر تکلیف له سوبه ۳ – له ژونده دَ بېلتون له سوبه ۴ – که بل څه ........................... |
۱ – عالمي قواؤ تر میان ۲ – دَ لساني قواؤ تر میان ۳ – دَ تباهۍ سوب جوړېږي ۴ – که بل څه ..................... |
۱ – مرګی دی په کې ۲ – دَ جنسي خوائیش لاره تړي ۳ – پروپېګنډه یې زیاته ده ۴ – که بل څه ...................... |
دَ راغونډو شوؤ رائیو تفصیل
اوله ډله ( ج - ۱)
( وېرېږم له اېډز څخه )
دا هغه خبره ده ،چې په هر سلو کې ۲۷ کسانو په ریکارډ باندې راویسته ، په کومو کۍ چې ۶ فیصده خلګو دا رائیې درلودله، چې هغوئ له اېډز څخه ځکه ورېږي چې دا دَ مرګ سوب جوړېږي – او بلې خواته بېخې زیاتو خلګو ګوا ۶۰ فیصده داسې رائیې هم راغلې ، چې دَ هغوئ له قوله اېډز دَ جنسي تندې په ماتولو کې لوی خنډ دی – ۲۷ فیصده خلګو وئیلو، چې هغوئ دَ اېډز له بېخې زیاتې پروپېګنډې او له بد نامه څخه وېرېږي – لا کن دَ ۷ فیصده رائیو په سمه پورتنۍ ټولې خبرې او خطرې دَ اېډز له جوره دَ هغوئ په مزغو کې راځي –
دویمه ډله ( ج – ۲)
( وېرېږم له نړئیز جنګ څخه)
په هر سلو کې ۷ کسانو دا وئیلو، چې هغوئ له نړئیز جنګ څخه مراد دَ اېټمي جنګ څخه دی ، چې ورڅخه وېرېږي ... په کومو کې چې ۳ فیصده خلګو دَ رائیې هغوئ وېرېږي چې دَ نړۍ دَ سُپر قواؤ ترمنځه دا جنګ وَ نه شي – خو ۳۶ فیصده خلګو وئیلو، چې دلته دَ هغوئ مطلب دَ لساني، قامي او مذهبي جنګ څخه دی – ۲۶ فیصده خلګو وئیلو، چې جنګونه دَ تباهۍ سوب ګرځي – که څه هم ۳۵ فیصده خلګو له پورتنئیو ټولو خطراتو سره اتفاق کولو پرته داسې هم وئیلو، چې دا لوی جنګ به معاشي جنګ وي -
دریمه ډله ( ج - ۳ )
( وېرېږم له مرګ څخه)
په هر سلو کې کسانو دا رائیې راکړه، چې هغوئ له اېډز څخه ځکه وېرېږي، چې دا دَ تراخه مرګ سوب جوړېږي – په کومو کې ۲۴ فیصده خلګو وئیلو، چې له مرګه دَ هغوئ مراد دَ بې وخته مرګ څخه دی – لاکن بېخي زیاتې رائیې چې ۶۲ فیصده وې په سمون دَ اېډز له سوبه چې کوم مرګ راځي هغه ډېر زاوالجن او دړدمن مرګ وي – او دغه رنګه ۱۴ فیصده خلګو په دې ډله کې داسې هم وئیلو، چې اېډز دَ مرګ سوب جوړېږي او هغوئ له هر رقم مرګ څخه وېرېږي -
څلورمه ډله ( ج - ۴)
( وېرېږم له هر رنګه مرګ او نور نور څه څخه)
بېخي زیات ، ګوا په هر سلو کې ۴۱ اروپایان په دې خبره یقین لري، چې ګوندې هغوئ له مرګ څخه وېرېږي او دا مرګ نه یوازې له پورتنئیو وجوهاتو کېږي بلکې مرګ له هر قسم ناکړدو پېښو کېدلی شي – ګوا دَ مرګ احساس تریخ وي – که څه هغه له اېډز څخه وي او که اېټمي جنګ یا نورو ناببره جنګونو څخه ... مرګ مرګ وي او هغوئ ورڅخه ځانونه پېچي -
اروپائی وېرې
(دَ راغونډو شوؤ رائیو په رڼا کې)
له شپې هر څوک وېرېږي .... څوک حال وای څوک نه –
دَ پښتو ژبې دَ دې متل په سمه هر انسان په خپل ژوند کې له یو څه نا څه څخه وېرېږي .. او مرګ خو مرګ دی چې هر یو ورڅخه په دانسته توګه ځان پېچي – ولې چې وېره په انساني خمیر کې داسې نغښتې ده، لکه نور احساسات او محسوسات یا فطري خویې او خطرې – که څه هم په موږ کې یو عام تاثر دا دی چې ګنې دَ مغرب خلګ ډېر زړَور دي او له هیڅ شي څخه نه وېرېږي – دا بلاګانې، دېبان او دیومالائي رنګه دَ خوف او وېرې ناښکاره کردارونه یوازې زموږ په برخه راعلي دي – هو، دا هغه خبرې دي ، چې زه یې دَ اصل حقیقت وَ ژورې ته دَ رسوَلو دپاره وَپارولم او ما داسې حقائق تر لاسه کړو –
په اروپاکې چې خلګ له کومې ناښکاره بلا څخه وېرېږي ، هغه مرګی دی – اوس چې څه هم دا مرګی په هغوئ باندې تپي ، له هغه شي څخه دَ هغوئ تراهه کېږي – دَ مثال په توګه لکه اېډز ، چې دَ یقیني مرګ سوب جوړېږي او که نه ... خو دا خلګ یې له بد نامه څخه لا هم داسې وېرېږي لکه هغه چې یو مرض نه بلکې یو دیومالائي بلا ده، چې انسانان خوري – داسې ځکه چې بیا خو دَ هغوس دَ زړونو هغه مرادونه نه تر سره کېږي ، چې په جنسي خوائشاتو پورې اړه لري – ولې چې په اروپا کې اېډز ته ځکه په بد نظر کتل کېږي، چې دا مرض دَ هغوئ دَ جنسي تندې دَ ماتولو لاره تړي – کوا له دې رائیو څخه داسې څرګندېږي، چې اروپایان زیاتره دَ جنسي خوائشاتو مرئیان یادېږي – او جنسي لوږه لکه ذائقه بېل او بدله هم غواړي – ځکه خو دلته انساني جوړې دَ مختلفو نومونو له لارو چې څومره په تادۍ جوړېږي .. هم هغسې په تادۍ ماتېږي هم –
په دې خبرې کې هیڅ شک نشته، چې لوی یا نړئیز جنګ که کله هم آغاز کېدو، نو هغه به دَ ډوډۍ او اوبو دپاره دَ هلو ځلو جنګ وي – او بل دَ داسې رائیو سره سره اروپایان داسې وېرې هم سنجوي ، چې ګنې چرته دا لوی نړئیز جنګ دَ لوی قواؤ ترمنځه نه شي پئیل – او که له بده مرغه پئیل شو، نو دَ نړۍ خلګ به په نسلونو، مذهبونو او قامونو کې دَ وېښل کېدو سره سره دَ یو بل سرونه وهلو کې سکون لټوي – ګوانړۍ به یو ځل بېرته ځنګ ته مونېدل شروع کړي او انسانان به ځناوري چارو ته لاس اچوي – مرګ ژوبله به یوه لوبه وګرځي –
اېډز ، لکه څنګه چې دَ اروپایانو په قول بد نوم او سخن تاثر پرېږدي په چپه هم څوک چې له دې مرض سره مخامخ کېږي ... هغه ډېر له دړدمنو ازیتونو او زاوالجنو کېفیتونو سره مخامخ کېږي – او دا هغه مرګ دی، چې دَ اروپا خلګ ځانونه ورڅخه پېچي او وېره یې ورڅخه کېږي – ګوا دا خلګ هم دَ ژوند څخه دَ بېلتون په داسې انداز کې نه غواړي، چې هغه یا خو تکلیف ده وي او بد رنګه – ګنې ځان مړونه په اروپا کې نن دَ خوښې مرګ بلل کېږي او هره ورځ داسې پېښې په ریکارډ باندې راځي –
په دې خبره کې شک نشته، چې ګوندې مرګ بس یو څو غوره شوې لارې لري – بلکې مرګ له هر قسم پېښې څخه ممکن کېدای شي – او په دې خبرو باندې اروپایان دغسې یقین لري – لکه دَ نورې نړۍ خلګ چې یې لري ورباندې – ولې چې اروپایان که هر څومره ځانونه مخته ګڼي ... نوهم هغسې انسانان دي، چې له غوښې ، هډونو او پوستکې څخه جوړ دي –
ــــــــــــــــــــــــ