په اروپا کې څه بد دي او څه ښه ..؟

په اروپا کې څه بد دي او څه ښه ؟

حقه خبره ده، چې کله هم څوک چرته ځي، نو یوه رائیې یا تاثر دَ هغه ځای په باره کې دَ خپلو مزغو کې خوندي ساتي – په دې وجه خو ما هم له دې موقعې څخه فائده اخیستلو په نیت دا پورتنئ سوال دَ هر اروپائي هېواد دَ سېل کولو په  ورستۍ ورځ له خپلو هغو سېلانیانو ملګرو څخه کولو، چې له ما سره په هفتو هفتو دَ اروپا سېل کولوته جوړېدلې ؤ – زه غواړم، چې دَ هر یوه سېلاني ملګرې رائیې دَ هغه یا هغې په خپل انداز کې دلته نوشته کړم، چې په ریکارډ باندې دا خبره هم راشي، چې دَ پښتنو په چپه نور نړیوال دَ اروپا په باب څه رائیې لري -  داسې به زما وَ مطالعې ته دَ کومکې مواد راسپارلو پرته دَ اروپا په باب یو مجموعي تاثر هم را مخې ته شي –

 

-  دَ اروپایانو په ژوند کې راته سوکالي برېښي  ......... ( کائیکو یاناګاوا – جاپان)

-  ژوندیې ښه دی، خو لااُبالي په کې زیاته ده – شئی سیریس نه اخلي ..... ( نئیل ویلئیم – امریکا)

-  دلته زښتې غرضي .... او دَ خپلوۍ احساس نشته .................... ( ایس ټي باکسوالا – انډیا)

-   هر څه ته دَ کاروبار په نظر کوري ..................... ( رونالډ .. روني – فلپائن)

-  ډېر آزاد خیاله او ښه خلګ دي ................ ( پېغله زینت – انډیا)

-   نور خو ښه دي ... بس که په ځان یې نه وای تمامه کړې ..... ( مېډم زېنب – انډیا)

- دلته که نسلي کشالې نه هم شته، خو طبقاتي نظام په کې وجود لري ، ګوا موړ ، موړ دی او خوار ، خوار ........ ( اېټي ډانیال .. داني – فلپائن)

-  ماته خو دَ اروپا تر ښارونو دَ دې ځای قدرتي نظارې زیات خوند راکوي .... ( ونیسا اوتېرو)

-  دَ دې ځای خلګ له سېلانیانو سره په خندا لیدل کوي ............. ( کرسټائن – آسټرېلیا)

 -  په ژوند کې یې تنظیم شته، خو له صفائی یې نه شوم متاثره ...... ( ایډوین ټان – سنګاپور

-  ګراني چې په اروپا کې څومره زیاته ده ، هغومره سودا خلګ زیاته کوي ... ( رامون – فلپائن)

-  په ژوند کې یې دَ ښکاره څیزونو اهمیت زیات دی ... ( مارلئیو – فلپائن)

-  ښه او بد خلګ دواړه په کې شته، لاکن دَ روم په سر شوکماري چرته ؟ .. ( هېري – کېنېډا)

-  لکه څنګه چې بېلې ژبې لري، هغسې یې ژبې بدلېدلوکې وخت هم نه لګي – ګوا روئیې یې هم دَ فېشن غوندې بدلېږي ................ ( مېلما – کېنېډا)

- دَ سړیانو په مقابله کې یې ښځې په سلوک کې ښې دي ..........،دَ سېلانیانو سره کومک کوي  ....... ( توشیرو توشي – جاپان)

-  دهوکه بازي  اوچلبازي په کې زیاته ده ........ لوري ویوار – امریکا)

-  انګلسي خو مې چرته وانه ورېدله ، هر قام یې خپله ژبه واي .... ډېر تعصب دی دلته دَ قامونو تر میان .... (لوري اوګرېګ)

-  زه به اروبا کې له څو کلونو راهسې تعلیم کوم ... ، دلته فقط کاروبار دی په ژوند کې او بس ......  (لاراکُوک – آسټرېلیا)

-  دلته په اروپا کې له انګلسي او انګلسیانو څخه ګوره چې څله کرکه کوي ؟ .... ( چان چیاجنګ – تائیوان)

-  خلګ دَ ټرېفک دَ اصولونو پابندي کوي ، خو په اټلي که هیڅکله نه ..... ( ډېنی هاؤ -  کوالالمپور)

-  ځنګلونه او تنګې غریزې ناوې دَ اروپا ښائیست زیاتوي او په کې مېښته خلګ یې هم بد نه دي ....... ( بلینډا مېګان – آسټرېلیا)

-  دلته توران که څه هم لږ دي ، خو تر سپین پوستو ښه او خوشحاله برېښي .... مئی رېنالډ – آسټرېلیا)

-  اروپائي خلګ تر نوؤ ماڼیانو زړَې ودانیانې زیاتې خوښوي ..... (بلینډا وائی – ملائیشیا)

-  په اروپا ډېر څه دَ کتو دي ، خو مستیانې په کې نشته ..... ( سوزېن برټ – آسټرېلیا)

-  دَ اروپاورځې دَ رونق په اړه تودې او شپې یې سړې دي ....... ( اېډریان – آسټرېلیا)

-  دَ سېل کول دپاره تر اروپا بل ښه ځای نشته ....... وېلینا – آسټرېلیا)

-  زړه مې خوشحاله وي، چې کله په دې شنو غرونو کې دَ بس له شیشو ورته ګورم ... نه چې دَ دې ځای ښارونه ............ مارک هېلي – آسټرېلیا)

- ګوره چې دا اروپایان ولې له خپلو کوچیانو څخه وېریږي؟ ماته خو یې جامې لا خوند راکوي  .......... (جرمیلا پېک ـ آسټرېلیا)

-  زه له زېر زمیني رېل ګاډیانو ډېره متاثره یم ....... بانو مدون – انډیا)

-  اروپا که څه هم دَ رابطې ژبه نه لري، خو دَ سېلانیانو سره خبرې په ماته ګوډه انګلسۍ کې کوي .... ( اېډنا بریل  - آسټرېلیا)

-  په اروپا کې چې کوم شئ دَ حېرت وړ دی، هغه له انګلسۍ سره بدسلوکي ده ....  ( نورما – آسټرېلیا)

-  په اروپا کې لمر وای، نو نور  به هم ښه وای ............... (مسز ایلیسن – سنګاپور)

-  اروپایان له نېچر سره مینه کوي ........... ( شېلا اوډلې – کېنېډا)

-  لمر له اروپایانو څخه خوابدی دی  ................... ( میرنا .... اسکارټ ..... کاسموس ګرېنډ یورپسین ټؤر)

-  زموز په اروپا کې چې کوم شئ نشته، هغه ښه ملګری دی ... چې له ورکو هم سړي ته په لاس نه راځي ... ( جؤنا.... اسکارټ .... ان سائټ بریټش ویسټا ټؤر)

-  داسې خو ما دَ اروپا په ټؤر باندې ډېر خوند واخیستو او ځان او زړه سره له روُح مې په کې دَ خپل وس په سمه تحلیل کولو هڅې هم وکړې .... خودلته په یوه فقره کې شاید چې خپل تاثر وړاندې کولو کې ماته وَخورم لاکن .... دَ هر څه پرته که وَهم وایم، نو دا، چې .......... دا خلګ له خپل ځان، قام او ژوند سره دَ اخلاصمنو جذبو له لارې چمتو دي ........................(  افضل شوق –  غریزه پښتونخوا)

ــــــــــــــــــــــــ