اروپا دَ مطالعې او مشاهدو په رڼا کې

(دَعمراني مطالعې دَ غوره شوؤریښتونې حقائقو په رڼا کې)

 

لکه څه رنګه چې اروپا په درځنو وړو غټو هېوادونو باندې اړه لرونکی ټاپو وزمه براعظم دی .. نو هم داسې دلته مېښته  خلګ نه یوازې په رنګ له نورو براعظمونو له خلګو څخه بېل او بدل ښکاري بلکې په کلتوري توګه هم ځانګړي ښکاري – معاشرتي ژوند یې په هر آزاد هېواد او ریاست کې بدلې بڼې لري، خو په لوی سر دا ټولې  بڼې دَ ژوند تش دَ اروپائی ژوند په نامه کې په درستې نړۍ کې ساری نه لري –

 

دَ اروپا دَ پرمختګ تر ټولو غټه وجه دَ دې خلګو تر منځه دَ سیالۍ رُجحان دی – ګوا ځان خوښۍ تر دې  هانده رارسوَلي دي، چې هیڅوک یې ماتې منلو ته تیار نه ښکاري او لاس و پښې وهي لګیا دي – هم دغه خوُیه دَ دوئ په ژوند کې برکت منه ثابته شوې ده – ځکه خو، په وازه خله دا خلګ خپل لاثانیتوب وَ اغیارو ته په عاجزانه غرور داسې وړاندې کوي لکه له دوئ په چپه چې هډو نور انسانان نشته په دُنیا کې - 

 

داسې خو په ښکاره اروپایان غاوره نه دي، خو مترقي حېثیت یې غاوره مونوي – دا خلګ دَ ژوند په لارو چارو کې سلیقه لرلو سره سره وَ تنظیم ته جوګه شوې مخلوق دي – هو، که څه هم له دې سوبه هغوئ خوشحاله ښکاري ، خو په خمیر کې یې دَ برترۍ احساس هم له حرکاتو اوسکناتو څخه له ورایه سنجول کېږي – حقه خبره ده، چې کله هم په یو چا یا قوم دَ ژوند آسائش مومي ، نو دَ انساني فطري کمزوري له سوبه یې سترګې دَ مخ په ځای په سر کې لکېدلې برېښي –

 

هره څېره په اروپا کې موسېږي، خو دَ دې مطلب که څه هم منافقت نه دی، خو خلوص او انسان دوستي یې هم مثالي نه ده – ولې چې په اروپا کې دَ مادي ژوند رُجحان زیات محسوسېږي – په هر څه کې دَ فائدې لټولو احساس دا خلګ له یو بل څخه لرې ساتي – هم ځکه خو اروپائی رښتو ته دَ موسمي رښتو یا کاروبار نوم که ورکړل شي نو خبره به نوره واضح شي –

 

په ښکاره کرکه له هیچا څخه نه کوي، خو کله چې معامله دَ ځاني ښېګړو او تاوان راشي، نو ښېګړه یې په ځان او تاوان یې په بل پېرزؤ شي – خپله ژبه ، خپل اختیار، خپل قام، خپله وینه هن چې خپل نسل او هېواد یې تر هر څه هرڅه زیات خوښېږي – کومه چې ښه خبره ده، لاکن شدت یې په مستقبل کې دَ ورانیانو سوب حتماً ګرځېدلی شي –

 

میډیا چې اروپایان څومره رحمدله مخلوق ښکاره کوي، هغومره مخامخ نه برېښي – ګوا دَ ټېليویژن دَ فلمونو، ډاکومنټریانو او اخباري خبرونو  تر هانده خو داسې ښکاره کول کېږي لکه اروپایان یا دَ مغرب انسانان چې انسانان نه بلکې فرښتې وي – یانې داسې تاثر نړۍ ته ورکول کېږي چې ګنې په اروپا کې چې  چاته  هم یو ناروغه مارغه، زخمي ماهي یا یو نیم ځناور په لاس ورشي، نو نه یوازې یې علاج کوي بلکې دَ علاج کولو ورسته یې په ډېره مینه وَ خپل قدرتي ماحول ته سپارې هم – لاکن  بلې خواته دغه اروپایان دي، چې که دَ روډ په څنډه باندې هم یو انسان چې اشرف الخلوقات دی دَ مرګ او ژوند په کشمکش کې اخته وَویني ... نو هم نه ورته ودرېږي .... چرته بیا دَ هغه دَ علاج غم –

 

ګوا دلته به دا هم وَوایم، چې په اروپا کې دَ بېخي کاروباري روئیو له سوبه دا خلګ دَ خپل شیان مخصوصه کولو دپاره دَ پروپېګنډې سهاره زیاته اخلي –

 

په اروپا کې له انګلسۍ څخه کرکه په خپل ځای .... دلته خو له هر هغه چا څخه دَ جامو ټولولو رواج دی ، چې په دوئ باندې بندېزونه لګوي – او یا دوئ خپلې مخې ته نه پرېږدي – ګوا دوئ انسانان هم دومره آزاد لیدل خوښوي ... لکه حېوانان چې دي –

 

انګلسۍ ژبه که څه هم دَ برطانیې په چپه ، په اروپا کې دَ نه وئیلو برابره ژبه ده، خو دَ نورو ژبو په مقابله کې ورځ په ورځ دَ ویونکو شمېر زیاتوي – دا بېله خبره ده ، چې رفتار یې ډېر ورو دی – لاکن دَ اروپا دَ رابطې دَ ژبې په څیر غوره کېدونکې ده – او دَ فېشن غوندې خپرېږي لګیا ده –

 

په اروپا کې دَ سړیانو په مقابله کې ښځې زیاتې بااخلاقه او کومکي برېښي – هم ځکه خو زیاتره سېلانیان دلته دَ لارو  پوښتنه له ښځو یا هغو تورپوستو څخه کوي، چې کومو ته په اروپا کې په ښه نظر نه کتل کېږي –

 

اروپا دَ سېل کولو دپاره ښه سیمه ده، خو په ځینو هېوادونو لکه اټلي، سپېن او فرانس کې سېلانیان خپل ځانونه او خپل جېبونه محفوظ نه ګڼي – شوکماري که دلته څه کمه کېږي، خو په ډېرو سائنسي طریقو لوټل کېږي سېلانیان –

 

ټولنیز ژوند دلته چې څومره تنظیم لري، هغومره کورنۍ شخړې هم لري – لکه نشه، له څو څو ښځو سره دَ سړیانو تعلقات او دغه رنګه دَ ښځو بې وفائي هم په خپل ځای – ګوا هلته دَ زیاترو خلګو روئیه داسې څرګندوي ، چې اروپائی ژوند ( چرته ښه ... هلته شپه) غوندې مثال لري –

 

لاکن کوم شئی چې یې دَ صفت وړ دی ، هغه دَ دې خلګو نفسانفسي ده ، چې له لاسه یې نور لا هم له شره په امان وي – څوک په چا کار نه لري او هر یو خپلې مخې اوخوښې ته آزاد دی – ګوا که یې ښه دلاسه نه کېږي، نو بد هم نه کوي –

 

اروپایان دَ زړه خبره زیاته مني او هر هغه کار ته جوګه کېږي، چې زړونه یې ورباندې خوشحالي مومي – هم ځکه خو یې دَ زړونو دَ خوښې په سمون خوښه یا خوبونه دَ موسمي تقاضو مثال لري – ګوا دَ خوند او رنګ بدلولو رابدلولو خوُئیونه یې تر منځه رښتې لا هم له وخت سره سمې بڼې بدلوي –

 

اروپایان که هر څومره مخته دي، خو واهمونه او دَ مرګ خطرې هغسې ورڅرمه دي لکه دَ نورې نړۍ له خلګو سره چې مل وي – په هغوئ باندې ژوند ګران دی، لاکن  له ژونده بېزاري هم کمه نه لري – ځکه خو زیاتره اروپایان له ژوند څخه دَ فرار لارې غوښتلو په نیت نشې او رقم رقم تماشې هم کوي – او غواړي، چې له هغوژورنظره سترګو څخه لا هم خپل ځانونه پټ وساتي، چې دَ انساني ضمیر سترګې بلل کېږي -

 

په خلو باندې خواږه او په ژبو باندې پاسته دغه سره سپین اروپائي خلګ څومره ژر دَ بل جا په زړه کې ځای جوړَوي، نو هغومره ژر ژر ورڅخه کوچ که په خپله خوښه نه هم کوي، خو هغه دَ زړه خاوندورڅخه حتماً بېزاره شي – هغه ځکه ، لکه څنګه چې هغوئ دَ ژوند دَ هرې ذائقې په باب موسمي خوښې نا خوښې لري .. نو دغه رنګه هغوئ خپله هم دَ غرضي فطرت او مادي خوائشات درلودلو په سمه په سړي باندې ډېر ژر وَغمېږي –

 

لنډا دا ، چې اروپایان که هر څه دي ، خو بیا هم دغسې انسانان دي لکه دَ دریمې نړۍ انسانان – دَ انساني بدني اعضاؤ په پرته یې خوی او بود هم انساني دی – بس که توپیر زموږ او دَ هغوئ تر منځه شته، نو هغه دا دی، چې اروپایان په ظاهره څومره دَ دریمې نړۍ له انسانانو ښه او درانه ښکاري، هم هغومره په باطن کې دَ دریمې نړۍ دَ ساده باده او خیرنو خلګو په مقابله کې تول ځکه سپک لري، چې هغوئ په هر هغه شي باندې دَ ایمان راوړلو تر هانده یقین لري – چې سترګو ته ښه ښکاري او په خوند خوږ  یا دَ زړه دَ خوشحالۍ سوب او دَ نفس دَ تسکین پلمه ګرځي –

 

ګوا دلته زما مطلب دَ هغوئ له داسې ماده پرستۍ څخه دی، کوم چې له سړي څخه یو ښه تکړه ټولنیز حېوان یا بوده خو جوړولی شي ، لاکن یو ښه مثالي ټولنیز انسان ځکه نه ... چې انسان دَ ښکلې بڼې، ښې جامې او خوشحاله ژوند درلودلو پرته هم چې په کومو خاصیتونو اشرف المخلوقات یادېږي ... هغه بل هیڅ نه بلکې سړیتوب دی ، چې انسان وَ انسان او خدای ته نیږدې کوي –

ــــــــــــــــــــــــ