پښتو دَ یوې ژبې په څیر
واي اغیار چې دَ دوزخ ژبه ده
زه به جنت ته دَ پښتو سره ځم حمزه بابا
دَ حمزه بابا دغه پښتني هوډه مې له ډېره وخته په مزغو کې رقم رقم سوالونه راپورته کولو او دَ پښتون په حېث به ما دا سوچ کولو، چې کېدای شي دَ پورتني شعر په مصداق به دَ پت، توُرې ، وفا او ننګ شمله ور هر غرئیز پښتون به په خپلې پښتوباندې هم دغسې ویاړي لکه مخته وتې نور قامونه چې په خپلو ژبو دَ انفرادي ضمیر څه .. چې من حېث القوم دَ اجتماعي ضمیر دَ اطمنان تر هانده فخر کوي – سوب به مې دَ دغې ویاړ شاید چې دَ پښتنو هغه سل اړخیزه غاورانه پښتني کلتور، چې پښتو نومېږي ګڼلو- نو ځکه دَ نړئیز سېل کولو ورسته چې کله زه دَ خپلو غرونو په لور راستنېدمه ، نو دا کست مې دَ ځان سره وکړو، چې پښتانه به په دې اړه ضرور تلم او دا به ګورم، چې آیا پښتانه به هم دَ خپلې شېرینې پښتو سره هغومره مینه کوي، څومره چې زما دَ انګلسۍ په حقله په اروپا کې دَ سروې کولو په وخت نه یوازې دَغېر انګلسي اروپایانودَ انګلسۍ ژبې په اړه دَ قسماقسمو رائیوپه شکل کې په ریکارډ باندې راوړلو سره سره هغوئ دَ خپلو ژبو سره دَ بې کچه مینې دَ اظهار په توګه راسپارلې وې -
دا څه ګران کار نه ؤ، زه هم پښتون وم او رائیې مې هم له پښتنو څخه په پښتو ژبې کې دَ اووه نیم کلونو په غټه موده کې راټولې کړې - دا دومره زیات وخت یې به دې واخیستو، چې ما غوښتلو، چې دَ هرې طبقې او زیاتره پښتني علاقوپښتانه نه یوازې په دې سروې کې وَژغوم بلکې دَ هغوئ دَ اندرون څخه یې دَ پښتو په باب دَ خوښې او نا خوښې احساسات رابهر کړم ، چې زما په دې زیار کې هیڅ قسم شک و شبه نشي پاتې -
په دې سروې کې ما قریباً ۱۱۵۰پښتانه، چې په کې دَ افغانستان، پاکستان او نورو هېوادونو دَ مسافرانو، سېلانیانو، طالبعلمانو، مزدورانو، سیاست مدارانو، سرکاري ملازمینو، زمیندارانو، دوکاندارانو، کلیوالو، ښاریانو غرض دَ خپل وس په سمه دَ هرې طبقې ، علاقې او قبیلې خلګ په وار وار په بېلابېلو موقعو او مجلسونو کې ژغولي دي -
دا سروې دَ باقاعده سوالنامې له لارې نه ده غوره شوې بلکې ما به په بېلابېلو موقعو له مختلف فرقو، نظرئیو او کلاسونو سره اړه لرونکو پښتنو څخه په چل ول دَ هغوئ رائیې دَ لاندېنئیو ان ډائریکټ سوالونو یا بحثونو له لارې راټولولې لکه .......
- ته غواړې، چې پښتو دي دَ پښتنو پېژندګلوي وګرځي ؟
- ته نه ګڼې چې ګنې دَ پښتو ژبې وده دَ پښتانه قام بقایقیني کوي ؟
- ښه به نه وي ، چې پښتو دي په پښتني سیمو کې تعلیمي او دفتري یا کاروباري ژبه شي ؟
- ستاسو په خیال بله کومه داسې ژبه یا کلتورکېدلی شي، چې پښتانه په کې بې پښتو نه شي یاد؟
- کوم هغه فکر دی چې پښتانه له پښتو وئیلو او پښتو کولو څخه راګرځوي ؟
دا او داسې بلا نورې سوالیه خبرې وې، چې ما دَ خپلې دې سروې وَ حتمي کولو ته آوزار کولې او دَ پښتنو له اندرون څخه به مې دَ هغوئ رائیې دَ شېرینې پښتو په باب راټولولې او چې کله ستړی شوم، نو مې خپلې دغې سروې ته دَ یو غېر جانبداره عمراني محقق په څیر حتمي شکل ورکړو- هیله کوم چې زما دغه زیار به مې دَ پښتو او پښتنو په ګټه تمام شي –
خاورې پښتون