البم نمبر۱...دَ بادار دَ كور په لوري
دَ البم نمبر۱دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...
عکس-۱ ... شوق دَ لندن په روسل اسکوائر ائیریا کې دَ سړک په ځۍ خپل سفري بېګ په ټرالۍ ایښې دَ نري باران له څاڅکو خوندونه اخلي او مخ مخته له ډېرو هیلو سره روان دی برېښي –
عکس-۲ ... دَ شاهي عسکرانوپرېډ، چې دَ زړې زمانې په روائتي بڼومشهور لندن ته رنګیځ خوندونه سپاري –
عکس-۳... شوق دَ لندن ښار په یو چوک کې دَ سېل کولو په وخت ځان دَ چاپېریال برخه ګرځوي –
عکس-۴ ... دَ هغه مشهوره هېروډز شاپنګ سېنټر ننداره، چې دَ لندن سړې شپې په رڼاګانو ټکورَوي -
عکس-۵ ... شوق دَ لندن بریټش میوزیم سره نوې جوړي شوې ودانۍ په وړاندې ولاړ دَ برطانوي حکومت له خوا دَ تاریخي قامي ورثو دَ خوندي ساتلو نېک نیت ته حېرت وړی ښکاري –
عکس-۶ ... شوق په لندن کې دَ سېل کولو په وخت دَ آزادۍ دَ یو خواږه احساس سره ملګری ولاړ-
عکس-۷... دَ لندن دَ ودانیانو روائتي بڼه، چې په نن کې دَتېر هېر پرون خوندونه رابرسېره کوي -
عکس-۸... یو روائتي انګلسي ګارډ، چې زیاتره وخت دَ سرکاري او تاریخي ودانیانو دَ ژغورنې په وظیفه مامور لیدل کېږي -
عکس -۹ ... دَ لندن اوپن ائیر سټالونه، چې په کې سهار او ماځیګر مال هر اړخیز خوندونه له رنګونو سره غاړه غړۍ کېږي –
عکس-۱۰ ... لندن بریج، چې دَ لندن علامتي پېژندګلوۍ بلل کېږي –
عکس-۱۱ ... په لندن کې دَ تهېمز دریاب په څنډه جوړو زړخوښو ځایونو کې ورګډ یو رېسټورېنټ ، چې که په لمرینو غرمو کې ورباندې دَ بېخي زیات رش له سوبه لار نه کېږي خو ماځیګر یان یې ګودر وزمه هم-
عکس-۱۲ ... دَ آئرش کلتوري رقص یوه ښکلې ننداره، چې دَ لوې برطانیې په کلچرل پروګرامونو کې سپینچکې پېغلې دَ کتونکو زړونه په خوندخوند دَ خپلواندامونو سره ګنډلي په ډیر هنر رقصوي-
عکس-۱۳ ... شوق دَ تحائفو دَ یو دوکان مخې ته په دې سوچ ولاړ دی، چې کوم کارډ ترشا پاته وَ کوم خواږه ملګري ته تحفه کړي ؟
عکس۱۴... پېرنګۍ پېغلې په رقص کې دَ مستۍ دَ ورستنئیو پوُلو په لور له ځان جهانه بې خبره -
عکس-۱۵ ... شوق په یو انګلش پب کې دَ یوه سوالیه نشان په رنګه حېرت زده ولاړ دی –
عکس-۱۶/۱۷ ... په رېن کوټ کې نغښتلی شوق، چې دَ سېل کولو هڅې یې په باران کې لا نورې نورې ځوانې ښکاري -