څو خبري ...
داسې خو ما دَ اروپا دَ سېل درست حال سره دَ دؤو عمراني مطالعو ټکې په ټکې په خپل چاپي یوُنلیکونو ( مزل په واؤرو باندې ... او ... دَ لمر دَ کلې په لور) کې خوندي کړی دی او دواړه کتابونه پهwww.khyber.org او www.tolafghan.com/afzalshauqباندې آن لائن هم دي، خو دلته دَ څو خبرو وضاحت ضروري ګڼم ، چې دَ نیټ دَ لاري لوستونکو په ذهنونو کې هیڅ قسم کړکېچنونه پاته نه شي –
په اروپا كي دَ سېل كولو په وخت ما دَ خپلي عمراني مطالعو ( دَ اروپائي ژوند ښه او بد) او ( په اروپا کې انګلسي ژبه ) په سمون دَ مواد دَ راغونډولو دَ پاره په آډيو كېسټانو باندي دَ 24 ساعتونو دَ كم او زيات ريكارډنګ سره سره دَ دې براعظم په خلګو باندي دَ 407 سوالنامې ډكولو پرته دَ بېلابېلو طبقو سره اړه لرونكي1534 اروپايان هم انټرويو كړلو نه يوازي دا ، بلكې دَ خپلو سېلاني مشاهدو په رڼا كي مې له251 مخونو ليكلې ډائرۍ او قريبًا 500 اخيستل شوي عكسونو پرته هم په هر ورپېښه كونكي هېواد كي دَ هغوئ دَ ټورزم له ګائيډونو څخه كار اخيستى دى
دلته به دا وَ وايم ، چي زما په مزغو كي دَ اروپا په اړه دَ هر را پورته شوي سوال دَ ځواب دَ لټولو دپاره كه يوې خواته ما شاعرانه سېل كولو ، نو بلي خواته مي مطالعاتي مقاصد هم تر نطر لاندي نيولي ؤ ګوا دَ اروپا دَ بېرون كتلو سره سره كه مې دَ اروپائي ژوند تلنه دَ يو معاشرتي محقق په څير كړې ده ، نو دَ اروپايانو وَ اندرون ته مې لارې جوړَولو دَ پاره دَ مهم جو په شان دَ ستړياؤ په پرته ډېري ستونځي هم ګاللې څه دي .. چې يو نيم ځاى مې لا دَ خپل سر دَ ساتلو په سودا كي جېبونه هم څنډلي دي
هسي خو ما په كال 1996 كي دَ دوبۍ پرته څوارلس اروپائي هېوادونه ، چې په كي انګلېنډ، سكاټ لېنډ، وېلز، فرانس ، بلجئيم ، هالېنډ ، جرمني ، سوئټزرلېنډ ، لېچټنسټائن ، آسټريا، سان مرينو ، مناكو ، اټلي او سپېن ګډ دي ، له نړيوالو سېلانيانو سره په ګډه دَ روډ له لارې وَكتلو دا سېل په پورته ذکر شوؤ دوؤ کتابي یوُنلیکونو باندې اړه لري – په لومړي کتاب یاني (مزل په واؤرو باندې ) كي مې دَ انګلېنډ ، بلجئيم، هالېنډ، جرمني، آسټريا، سوئټزرلېنډ، لېچټنسټائن، سان مرينو، اټلي، او دَ فرانس دَ ځينو ښارونو او علاقو يُون په دولس بابونو كي خوندي کړی دی او نور پاته اروپائي كتلي هېوادونه لکه سپېن، فرانس، مناکو .. په ګډه دَ انګلېنډ، وېلز او سکاټ لېنډ دَ سېل تفصیلي حال بیان کړی دی – بله دا، چې دَ دوبۍ حال مې هم په دویم کتاب کې له نوؤ مشاهدو او سوالاتو سره ګنډلی رقم کړی دی -
دا حقيقت دى، چې كله سړى له خپله كوره دباندي وځي ، نو دا احساس يې په مزغو كې غزوني پئيل كوي ، چې دَ هغه او دَ هغه دَ كور په چپه نور سړي اوكورونه هم شته نو ځكه هغه هڅه كوي ، چي ځان په هغوئ كې ورګډ كړي نو چرته بيا دَ غښتلي پښتني قام دَ يو غړي وتل دَ هغو قامونو په لور ، چې تر پرونه يې سيالان ؤ او نن باداران نو رښتيا خبره ده ، چې خپلویُون ليكونو كي چې ما دَ پښتون قام په باب څنګه څنګه ترخې خبري په چيچلي اندازكې كړي دي هغه ما له كسته نه، بلكې دَ يو خواخُوږي پښتانه په څيردَ زړه له سوي څخه په دې نيت كړي دي ، چي كېدلى شي .. دا زما قام هم په هېره دَ قامي ارمانونو او وختي تقاضو يا زما دَ خوبونو په سمون له خپل شپه وزمه پرون څخه دَ نن دَ تتو، خو دَ سبا دَ روښانه رڼاګانو په لور تګ ته چمتو كېدلو دپاره په كلكه هوډه باندي اوږې وَ څنډي او مخته دَ پښتو په نوم روان شي هو، په دې نيت چې هغوئ هم له چا كم نه دي ، سيالان دي .. نه چې داسي دَ مرئيانو مرئيان ، لكه دا دي چې ګوا ماته چې په دې سېل كي كله نا كله هم دَ خپل سپېره او بې سواده قام مانده ورځ را په زړه شوې ده، نو دَ اوښكو په ځاى مې په تورو كې ژړَولي ده او بس
لنډه دا ، چي دَ خپل سېلاني فطرت په سمون كه نور هيڅ هم نه وايم ، نو دا شاعر زړه مې داسي خبره ضرور كوي ، چې ...
دا خو لا ښه يم
چې وزر نه لرم
ګنې سپوږمۍ ته دَ ختو هيلو به
لا ډېر پخوا
په لمر سېځلى ومه
هو .. په نړۍ كې دَ امن غاښَورو هيلو خوړلى، دَ انسانانو تر منځ دَ ورورولۍ ځناوري تمو داړلى او پښتني غمو خوړَلى دا "شوق" دغه يو ارمان په زړه كې لري ، چې انسان دَ مثالي انسان او په تېره پښتون دَ مخه ور پښتون په رښتوني بڼه كې وَ ويني
دا عکسونه چې دَ دې برېښنائي عکسي یوُن یې برخه جوړه وم ... دراصل دغه ټول ټال عکسونه په هم دغه رنګه سرخطي ترتیب زما دَ یوُنلیکونو ( مزل په واؤرو باندې) او (دَ لمر دَ کلې په لور) په څلیرویښت بابونو کې چاپ کړل شوي دي - یانې که څوک وَغواړي نو هغه کولی شي چې تفصیل یې په چاپي یا دَ انټرنیټ دَ لارې په برېښنائي یوُنلیکونو کې ترلاسه کړي - نو ځکه به زه دلته له اختصار څخه کار اخلم او دَ هر عکس په باب به یوه نیمه داسې معلوماتي خبره رقم کوم چې دَ نیټ دَ لارې پښتنو ملګرو په ذهنونو کې نه یوازې سوالونه رابرسېره کړي بلکې دَ ځواب دپاره هغوئ دَ لټون په نېکه جذبه راوَهم پارَوي – خدای دي وَکړي چې زما دغه نوې تجربه دَ شېرینې پښتو په ګټه تمامه شي ... آمین
خاورې __
افضل شوق ...
۹ – نېشنل چمپئین سوسائټي
جوډیشل کالوني - چکلاله - راولپنډۍ / اسلام آباد
+ 92 346 54 55 414 / +92 300 520 6096
/ afzalshauq@hotmail.com afzalshauq@yahoo.com
وېبلاګ .. www.tolafghan.com/afzalshauq