البم نمبر۲...چرته چي دَ لمر لا  هم يخ كېږي

دَ البم نمبر۲دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...

 

عکس-۱ ... په انګلش چېنل نامي سمندر کې له ډؤر سي پورټ برطانیه څخه دَ ډنکاټ سي پورټ فرانس  په لور دَ مزل کولو په وخت شوق له یو فرانسوي ملګري سره دَ کشتۍ په بام ولاړ له نري باران او یخې  هواګانو څخه خوندونه اخلي –

عکس-۲ ... دَ بلجئیم دَ ښار برسلز یوه ښکلې ننداره ، خوپاکي او ښکلا یې  ساری نه لري -

عکس-۳ ... په برسلز ښار کې دَ خلګو ګڼه ګوڼه –

عکس-۴ ... شوق دَ انګلش چېنل دَ سمندري سفر خوندونه دَ کشتۍ په بام اخیستلو په وخت –

عکس-۵ ... شوق په برسلز کې ورسپارل شوې دَ هوټل په خونې کې یوازې په مطالعه  بوخت –

عکس-۶ ... دَ برسلز ښار یوه ښکلې روائتي او په زړه منګولې لګونکې ښاري بڼه -

 عکس-۷ ... پېغله میرنا ( دَ کاسموس انټرنېشنل ټوؤر اسکارټ) په لومړي ځل نړیوال ملګري سېلانیان بس ته وربللو تابیا کوي –

عکس-۸ ... دَ بلجئيم نوموړې مناکن فیس مجسمه، چې ورته په دې هېواد کې دَ قامي هیرو حېثیت په دې حاصل دی، چې ده یو ځل یو بم پدې واړه عمر  دَ چاؤدنې څخه فقط څو لمحې دَ مخه ډي فیوز کولو له سوبه خورا ډېر خلګ دَ اجل له ګوله کېدلو څخه بچ کړي ؤ –

عکس-۹ ... دَ مناکن فیس یوه بله مجسمه چې ورته دَ یو افریکن  هېواد حکومتي مشرانوپه سرکاري توګه خپلې روائتي جامې تن کړي دي –

عکس-۱۰... دَ اروپا دَ یو روائتي رقص ننداره چې سترګې له زړونو سره ګنډلې ګټي –

عکس-۱۱... میرنا ، دَ ګرانډ یورپین ټوؤر کاسموس دَ اسکارټ په حېث دَ سېلانیانو توجه یو خواته اړوَلودپاره اشاره کوي –

عکس-۱۲ ... دَ کاسموس هغه بس چې دَ شوق په ګډه دَ ۴۳ انټرنېشنل سېلانیانو دَ یورپ دَ ۱۴ هېوادونو سفر کړی دی –

عکس-۱۳ ... دَ بلجئیم یو وړوکی ټاؤن چې دَ غره په لمن کې آباد دی ... فوټو (شوق)

عکس-۱۴ ... دَ جاپانی سېلاني  ملګری توشیرو (توشي ) سره دَ شوق عکس –

عکس-۱۵ ... یوه ننداره دَ سکون په بنیادونو جوړ دَ برسلز ښار ، چې یوه نیمه کوڅه کې یې کله کله انسانان هم نه تر سترګو کېږي –

عکس-۱۶ ... په برسلز کې دَ آټومئیم یادګار، چې بلجئیم ورباندې داسې پېژندل کېږي لکه یو هېواد چې  په مخصوص بېرغ باندې –

عکس-۱۷ ... دَ برسلز بلجئیم ښائسته ودانیانې په خپل ځای، خو وئیل کېږي چې بلجمیان دَ ګلونو سره مینه کوي او له رنګونو سره یې دَ روحونو خوشحالي  تړلې ښکاري -