البم نمبر۳...دَ تودو ماښامونو سوړ ښار
دَ البم نمبر۳دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...
عکس-۱ ... داسې خودَ هالېنډ دَ ایمسټرډم په ښار کې دننه په درځنودریابي ویالې بهېږي ، خو دغه دریابي ویاله یې خپلو دواړو څنډو ته دَ رقم رقم ولندېزي زړخوښیانو په هکله زیاته مشهوره ده-
عکس-۲ ... شوق په ایمسټرډم کې خپل ځان او زړه دَ ښکلاګانو په نوم لوګی کولو په موډ کې ښکاري-
عکس-۳ ... دَ کاسموس بس مخې ته ولاړ شوق په ایمسټرډم ښار کې دَ نورو ملګروسېلانیانو څخه بېل په یوازیني سر دَ ښار کوڅې تر پښو دلاندې کولو په تکړه نیت ګامونه اوچتولو ته هڅوال برېښي –
عکس-۴ ... سائیکل، دریابي ویالې ، وړې کشتیانې او مستیانې .. دا هغه شیان دي چې په ایمسټرډم کې یوبل سره اوږه په اوږه ښکاري –
عکس-۵ ... دَ هوا چکیانې ، چې په دویم جنګ عظیم کې دَ جنګي اشارو او نخښو په توګه څومره مشهوره وې .. نن دَ هالېنډ دَ ضرورت پرته دَ دې هېواد علامتي پېژندګلوي هم بلل کېږي –
عکس-۶ ... دَ نریناؤ دَ ښکار په تمه ولاړه یوه ولندېزي سوشل ورکره ، چې کار یې دَ نریناؤ خوشحالول او روزګار یې دَ هغوئ له جېبونو پیسې ورڼول دی – داسې سوشل ورکرې په ایمسټرډم کې ډېري لیدل کېږي چې ورته په قانوني توګه تحفظ او دَ عزت مقام هم حاصل دی –
عکس-۷ ... دَ شپې او ورځې په بېلابېلو مستیانو کې لوګی کېدو ته چمتوایمسټرډم ښار، چې په دې عکسي ننداره کې یې رنګینه انداز دَ یو سېلاني په مزغو کې بلا سوالونه رابرسېره کولی شي –
عکس-۸ ... په ټولیانو کې ناست دَ هالېنډ مست او بدسمته موالیان ،چې نشه کول یې قانوني او بنیادي ضرورت بلل کېږي – ولې چې په هالېند کې نشه کول دَ قانون احترام ګڼل کېږي –
عکس-۹ ... دَ سائیکلونو دَچلولو دَ لارې هر رقم خطرناکو لوبو ته ملا تړل دَ هر یو ولندیزي ځوان ، چټه ځواني او دَ پېغلې ، مست پېغلتوب په ویاړ تصدیقوي – هم ځکه خو دلته چې کوم شیان زیات لیدل کېږي هغه دي واړه سائیکلونه چې دَ هوا سره سیالۍ کولو په نیت یوې بلې خواته ځغلول کېږي -
عکس-۱۰ ... امریکائي سېلاني پېغله ملګرې ونیسا اوتېرو، چې په یو ریسټورېنټ کې خپل عکس دَ شوق په کېمره کې خوندي کولو ته په ضد ده –
عکس-۱۱ ... دَ ایمسټرډم مازیګری، چې که څه هم سوړ مونېږي ، خو ګودر وزمه زړخوښیانې هم څه کمې نه لري –
عکس-۱۲ ... دَ ایمسټرډم دَ میوزیم ودانۍ مخته ولاړ شوق دَ ولندېزیانو دَ زړونو سره مشابهت لرونکی دَ بې لګامه آزادیانو دَ دې ښائسته ښار په کوڅو او بازارونوکې دَ پښو پلونه نقش کولو خواهش سرته رسولو دَ پاره هڅوال برېښي -