البم نمبر۴...دَ هټلر دَ پلونو خاوري مي رانجه كړو

دَ البم نمبر۴دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...

 

عکس-۱ ... دَ کاسموس ټوؤر سېلانیان ملګري ، چې په بس کې ناست دَ جرمني دننه مزل کوي او دَ پروني مارشل جرمن قام په ننني حېثیت دَ ځینو رابرسېره شوؤ سوالونو دَپاره ځوابونه لټولو په نیت  غواړي چې ژر تر زره دَ دې قام له غړو سره وَ هم ویني –

عکس-۲ ... شوق په جرمني کې دَ ډائرۍ لیکلو په وخت له پښتني کوټلو احساساتو سره –

عکس-۳ ... دَ میرنا په رهنمائي کې دَ جرمني په یو پراخ سړک دَ بس دا خوندناک سفر دَ فاصلې لنډولو پرته دَ ملګرو سېلانیانو تجسس نور نور زیاتوي –

عکس-۴ ... په جرمني کې دَ رائن ناوې له درځنو ټاؤنونو څخه تېرېدلو ورسته دَ سپره غره لمن کې دا یو ښکلی ټاؤن هغه وخت شوق په کېمرې کې خوندي کړو، چې کله میرنا دَ لورالائي راک شاپېرۍ په باب معلومات وړاندي کولو –

عکس-۵ ... ملائشین چیني نژاد ملګری ډېني هاؤ له خور او ځینو نورو سېلانیانو سره څنګ په څنګ –

عکس-۶ ... په بلېک فارسټ جرمني کې جرمن پېغلې په خپلو روائتي جامو کې پټې که شوق ته پښتنې ښکاري ، نو دَ دغو پښتون وزمه پېغلو په سرونو پرتې ښځینه خولیانې یې روئیې او خوئیې نر وزه هم برېښوي –

عکس-۷ ... ډېني هاؤ دَ خپل معمول په رنګه دَ اعتراز تر هانده په جرمني کې خپله خور یو ځل بیا داسې غوزۍ ته جوړه کړې ده –  چې دَ خور او وروردغه رنګ حرکتونه او لاس وهنو به اکثره دَ ملګرو بالخصوص دَ فلیپینو یارانو یاني  روني  او داني په ذهنونو کې سوال کېدې -

  عکس-۸ ... دَ رائن تک شین دریاب او په شنواوبوکې دَ سېلانیانو لانچ  دَ چاپېریال خوند سېوا کوي -

عکس-۹ ... شوق په رائن دریاب جرمني کې دَ لورالائي راک شاپېرۍ په لور دَ یو واړه لانچ په مزل کې خپل عکس په قدرتي ښکلاګانو کې دَ نه هېرېدونکې یاد په توګه خوندي کول غواړي او ورسره ولاړه تهائیواني پېغله چاؤجیاجانګ دَ رائن دَ ناوې او دریابي څنډو ته ولاړ دَ  شنو شنو غرونو شنې لمنې کېمرې ته سپاري –

عکس-۱۰ ... په رائن دریاب کې دَ مزل کولو په وخت سېلانیان ملګري لکه مئی رېنالډ، چاؤچیاجانګ، افضل شوق ، کائیکو، هېري، لوري ویوار، ونیسا اوتېرو، توشي او کې ایس چان دَ ښو دوستانو په حېث دَ رائن دریاب په ګواهي کې دا عکس دَ یاد پلمه جوړوي –

عکس-۱۱ ... شوق په رائن دریاب جرمني کې دَ مزل کولو په وخت په لانچ کې په دې هیله ناست دی، چې کله به دَ لورالائي راک شاپېرۍ خوږې سندرې(دَ دې ځای دَ روایاتو په سمون) اوري –

عکس-۱۲ ... ونیسا اوتېرو، لارا کوک او نورې سېلانیانې ملګرې په رائن دریاب کې په  سېل کولو څه، چې ځانونه هم په چاپېریال کې تحلیل کولو ته هڅوالې ښکاري -

عکس-۱۳ ... شوق دَ اروپا په سېل کې دَ ایکړۍ لمحې یوازې لوُټلو په موډ کې ولاړ –

عکس-۱۴ ... شوق په جرمني بارډر باندې دَ ډچ بنک مخې ته له خوږو فلیپینو ملګرو داني او روني سره ولاړ دا احساسوي، لکه هغه چې دَ هټلر په خاورې باندې قدمونه اږدل یو اعزاز ګڼي –