البم نمبر۵...دَ خوب په ريښتونو ناؤ كي
دَ البم نمبر۵دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...
عکس-۱ ... په نیفرن ټاؤن سوئیټزرلېنډ کې شوق له ملګري لوري اوګرېګ او لوري ویوار سره دَ واؤرو په بازۍ کې دَ بس وَ مخې ته دَ خپل ماشومتوب یادونه تازه کوي لګیا دی –
عکس-۲ ... یوه ښکلې او جنت وزمه ننداره دَ سوئیټزرلېنډ، چې سترګې ګټي –
عکس-۳ ... افضل شوق او ونیسا اوتیرو دَ سوئس هېواد په ښائسته لوسرن لېک ښار کې دَ مشهوره چېپل بریج مخته دَ دریاب په غاړه ولاړ دَ ملګرتیا خوږې لمحې دَ سبا دپاره دَ زړونو په رنځونو کې اړَولو په نیت په ارادي توګه چمتو برېښي –
عکس-۴ ... دَ سوئس هېواد یوه ښکلې او په ویښو سترګو باندې خوبَولې شانتې ننداره چې په ټکو کې یې تعبیر وړاندې کول هم په خوب کې دَ وهېدلو څخه کمه خبره نه ده -
عکس-۵ ... دَ سوئس هېواد دَ ښکلې لوسرن ښار په منځ کې تېر شوی دریاب، چې په څنډو باندې یې سکون ښکاره بڼې په بېلابېلو نومونو زېږوي او سترګې خوږَولو سره سم روحونه هم تخنوي –
عکس-۶ ... شوق دَ اروپا په سېل کې دَ ملګرو سره ګنډلو پرته هم دَ تنهائی دَ احساس سره ملګری-
عکس-۷ ... دَ جنت وزمه سوئس هېواد یوه بله زړه ګټونکې ننداره –
عکس-۸... لوسرن .. دَ سوئس هېواد هغه روائتي بڼه، چې دی خو وړوکی ټاؤن او سېلانیان په کې اوسېدو دپاره ځکه راځي چې دلته ژوند له هر قسم مشیني ژغونو څخه خلاس او دَ آرام کولو دپاره ډېر ښه او پُرسکونه هم ګڼل کېږي –
عکس-۹ ... دَ نړۍ یو بېخې وړوکی لیچټنسټائن نامې آزادهېواد چې دَ یوه وړوکې کلې هومره دی ،درسته آبادي یې په ۲۸۱۸۸ خلګو باندې اړه لري خو ښکلې بڼه یې دَ وادُوز ښار چې دَ دې هېواد دارالحکومت دی دَ سوئیزرلېنډ برخه برېښوي -
عکس-۱۰ ... دَ سوئس هېواد په یوه هوار سړک باندې دَ کاسموس کاروان په خوند خوند دَ واؤرو په سپین څادر کې پټې ښکلاګانوتر منځه مخ مخته غزَونې کوي –
عکس-۱۱ ... شوق دَ لوسرن دَ تاریخي زمري (چې دَ غره په پاڼ کې تراشل شوی دی) مخې ته ولاړ دی او بلې خواته لاراکوک ګوره چې دَ چا دَ راتګ په تمه ولاړه برېښي –
عکس-۱۲ ... شوق، روسۍ خولۍ په سر او مفلر په غاړه پېچلی دَ اروپا دَ یخنۍ په زد ځان محفوظ ګڼلو دَ خندني احساس سره –
عکس-۱۳ ... شوق دَ سوئیټزرلېنډ په یو ریسټورېنټ کې ناست دی او دَ کېمرې تر شا بل هیڅوک نه ، بلکې امریکائي ملګرې ونیسا اوتېرو ده –
عکس-۱۴ ... دَ سوئس هېواد په یو ریسټورېنټ کې له سېلاني افضل شوق سره جوخته ولاړه ونیسا اوتېرو په ډېر شوق دَ هغه دَ ښه ملګري په څیر ځان دَ یادونو برخه ګرځولو ته چمتو ښکاري -