البم نمبر۶...دَ ژوند په خوندونو كي موړ هېواد
دَ البم نمبر۶دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...
عکس-۱ ... دَ کاسموس ګرېنډ یورپئین ټوؤر اسکارټ پېغله میرنا په بس کې په سوئچ بورډ باندې ناسته دَ بس ډرائیور مسټر دانیال سره په خبرو کې بوخت ښکاري –
عکس-۲ ... شوق ، خپل سفري بېګ په ملا اخیستی دَ نه ختمېدونکې مزل ستړیا احساسوي -
عکس-۳ ... دَ آسټریا دَ ښکلې ښار انزبروک په بازاري علاقه کې دَ ګولډن روف نامي بام، چې درست له سرو زرو جوړ دی یو زړه ګټونکې ننداره، چې دې ښار ته راتلونکی هر سېلاني یې کتو ته ضرور راځي- دَ ګولډن روُف سره په څنګ کې ولاړې وماڼیانې او ودانیانې هم په دې ښار کې قریباً قریباً هم په دغسې روائتې بڼو ساز شوې او دَ زیاترو بلډنګانو په بامونو او دېوالونو لاسي جوړې وړې یا لوې مجسمې نښتې ښکاري – په دې اړه دا هېواد په درست یورپ کې ځانګړی حېثیت لري -
عکس-۴ ... په آسټریا کې دَ سفر کولو په وخت جاپانۍ سېلانۍ ملګرې کائیکو دَ بس له شیشو دباندې کتلو په وخت ګوره چې په کوم سوچ کې غرکه ترکه ښکاري ؟
عکس-۵ ... شوق دَ کاسموس په بس کې ناست دَ آسټریا دَ ښکلاګانو په اثر دَ سفر له خواږو خوندونه اخلي –
عکس-۶ ... دَ انزبروک دَ ښار یو هسک قامي یادګار او شاته یې دَ دې ښار هسکې ودانیانې او ماڼیانې ، چې په فرشي پوړ یا منزل یې واړه او غټ دوکانونه برېښي –
عکس-۷ ... دَ آسټریا یو واؤرین غر-
عکس-۸ ... یو واؤرین غر، چې دَ آسټریا په هغو پنځوست مشهورو غټوسکائینګ سپاټونو کې یو سپاټ دی ، چې دَ دې هېواد څه چې دَ یورپ له نورو هېوادونو څخه هم ورته سکائرز راځي .. یانې لوبغاړې په لفټونو کې غره ته خېږي او له هغه لورې په دوؤ نرئیو پټو دَ ګولۍ په رنګه لاندې په ډېر هنر او خوند خوند راکوزېږي –
عکس-۹ ... شوق دَ انزبروک آسټریا دَ یو مست آس دَ قامي یادګار مخې ته ولاړ دا څرګندوي ، چې دَ دې هېواد خلګ آس دَ مستۍ دَ علامت پرته دَ همت په ماناؤ کې هم اخلي –
عکس-۱۰ پلس ... افضل شوق که یوې خواته دَ بس له شیشو دَ واؤرو په سپین څادر کې نغښتې نندارې کوي – نو بلې خواته په لاندېني عکسونو کې یوه آسترین ښځه او شوق دَ یخو هواګانو څخه خوندونه اخلي –
عکس-۱۱ ... دَ انزبروک دَ ګولډن رُوف او ورسره دَ دې ښار ښائسته بڼه چې شوق یې برخه جوړېږي –
عکس-۱۲ ... په انزبروک آسټریا کې شوق دَ بادوباران او نرۍ واؤرې څخه دَ ځان ژغورلو په نیت دَ یو دوکان مخې ته جوړې برانډې کې ولاړ –
عکس-۱۳ ... دَ یوې آسټرین جوړې دَ سکائینګ یوه ښکلې نظاره –
عکس-۱۴ ... رنګیځې ښکلاګانې دَ آسټرین ژوند پېژندګلوي بلل کېږي–
عکس-۱۵ ... شوق دَ روائتي آسټرین ودانیانو مخې ته یخ نیولی ولاړ دی -