البم نمبر۷...دَ موزارټ په ميوزيك كي مسروره ګُلدرې

دَ البم نمبر۷دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...

عکس-۱ ... شوق دَ مزل دَ جنون دَ لارې  په آسټریا کې ویانا ښار ته نیزدې دَ لوې لارې دَ یو رېسټورېنټ مخې ته په واؤرو باندې ولاړ خپل ځان په دې شاعرانه چاپېریال کې له خونده تحلیل کول غواړي –

عکس-۲ او -۳... آسټرین واؤرین ژمی بې دَ سکائینګ کله تېرېږي ..  په رنګینو جامو کې ملبوسې دا پېغلې سکائیرې هم له دغسې احساس سره ملګرې  دَ یخنی په زد په ډېر خوند خوله ایستلو ته جوګه ښکاري –

عکس-۴ ... دَ آسټریا ټمک یخ او نری باران ، چې دَ شوق وَسفري جنون ته ماتې ورکولو کې  بری نه شو-

عکس-۵ ... ونېسا، لارا کوک اوجاپانیان ملګري په ویانا کې دَ سېل کولو په وخت ، چې چرته روان دي .. په هغه لور که نور نه، نو دَ شوق سترګې یې په تعاقب کې دَ کېمرې تر شا ضرور ټپرېږي –

عکس-۶ ... دَ سېلز برګ ښار یوه ښکلې روائتي کوڅه، چې ورڅخه دَ آسټرین ژوند ځانګړی انداز  سنجَونه په ښه توګه له داسې فکر سره ګنډل کېدلی شي، چې ګنې دا خلګ دَ کورونو، دوکانونو الغرض دَ  ودانیانوپه ښائیست باندې زیاته توجه ورکوي –

عکس-۷ ... دَ سېلز برګ یوه ډېره غټه تاریخي ژېړه ماڼۍ چې شونبرن پېلس بلل کېږي دَ سېلانیانو دَ توجه مرکز په دې جوړه شوې ده، چې دلته دَ دې قام دَ ماضي تعمیراتي هنر په هره اړه دَ ننني دور دَتقاضودَ پوره کولو جوګه هم برېښي –

عکس-۸ ... دَ یوه هسک غره په لمن کې دَ یو ښائیسته آسټرین ټاؤن ننداره  داسې څرګندوي لکه په دې ټاؤن کې انسانان نه، بلکې آسماني مخلوقات اوسي – ولې چې دَ دې ځای دغه رنګه واړه واړه کلي  دَ ښارونو په مقابله کې انسانان  آباد لري -

عکس-۹ ... دَ آسټرین ښار دغه رنګه اوپن ائیر رېسټورېنټونه  دَ رنګونو دَ چاپېریال په چپه دَ ډېر زیات رش او دَ ژغژغې نه درلودلو  له سوبه هم  ساري نه لري –  دا ځکه چې په دې هېواد کې څه ، چې په زیاترو اروپائي هېوادونو کې خلګ په یو بل کې چیخلي نه برېښي -

عکس-۱۰ ... په آسټرین طرز جوړې دَ اوبو یوې فوارې مخې ته ولاړ شوق شاید دا څرګندول غواړي چې په دې هېواد کې ځای په ځای ولاړې یا پرتې دَ بودګانو په تېره دَ اسونو لاسي جوړې مجسمې دغه هېواد په درست یورپ کې ځانګړی کوي –

عکس-۱۱ ... شوق په سېلز برګ کې دَ ستر موسیقار موزارټ  دَ غټې لاسي جوړې مجسمې مخې ته په نري باران کې  یخ وهلی ولاړ دی –

عکس-۱۲ ... دَ سکائینګ په لوبه کې یوه سکائیر ، چې دَ خوند اخیستلو په جنون کې ښکارې –

عکس-۱۳ ... دَ ستر  موزارټ ( چې آسټرین یې په خپلو تاریخي هیروګانو کې ورشمېر یو نوموړی هیرو ګڼي ) یوه یادګاره مجسمه ، چې دَ آسټرین دَ یوغټ  پارک ښائیست سېوا کوي –