البم نمبر۸...شپه.. چي سهاركېدله نه

دَ البم نمبر۸ دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...

 

عکس-۱ ... دَ آسټریا او اټلي تر منځه دَ اېلپس دَ دنګو دنګو غرونو په ناؤو کې دَ بېخي زیاتې واؤرې کېدو له سوبه ټرېفک جام کېدو ورسته شوق له ټوؤرنګ اسکارټ میرنا اودَ کاسموس  ټوؤربس ډرائیور دانیال  دَ سړک په ځۍ جوړ دَ واؤرې یو بُت سره خپل عکسونه یادونو ته سپاري –

عکس-۲ ... شوق په یو آسټرین ټاؤن کې دَ یوې زَړې تاریخي کلا مخې ته ولاړ دا احساسول غواړي، چې تاریخي اثاثې او آثار خوندي ساتل  دَ یو ژوندي قام عظمت څرګندوي –

عکس-۳ ... دَ ستر اروپائي موسیقارموزارټ  دَ قبر یوه ننداره ، چې آسټریا ته راغلې دَ هر سېلاني دَ کېمرې زینت جوړېږي –

عکس-۴ ... دَ آسټرین میوزیک په اړه دغه یادګار لاسي پېنټنګ دَ دې هېواد دَ خلګو له موسیقي سره دَ جنون تر هانده مینه ښکاره کوي –

عکس-۵ ... دوې آسټرین ښځې په خپلو کلتوري جامو کې پټې دَ کور په لوې کهړکۍ کې  دومره ښائیسته ښکاري، چې شوق  خپل عکس دَ هغوئ په وړاندې خوندي کولو باندې ویاړ کوي –

عکس-۶ ... شوق دَ آسټرېلیا دَ سېلاني ملګرو لکه ایډرین او دَ هغه دَ ژوند ملګرې وېلینا سره ملګری په ویانا کې دَ سېل کولو په وخت –

عکس-۷ ... دَ اېلپس دَ واؤرینو غرونو په ناؤو کې دَ سفر کولو په وخت چې کله په سړک باندې ټرېفک جام شو، نو دَ موقعې څخه فایده اخیستلو په نیت افضل شوق دَ واؤرو څخه جوړ یو بُت سره ګنډلی دَ دې سیمې  یخني هغه وخت احساسول غواړي چې نرۍ نرۍ واؤره هم ورېده –

عکس-۸  ... دَ موزارټ مجسمه، چې دَ سټراؤس سټېچوپه نوم هم شهرت لري، له سرو زرو څخه جوړ ده دَ آرټ دَ نمونې په توګه یادګاري مجسمه یادېږي –

عکس-۹ ... شوق له خپلو خوږو فلپائیني سېلاني دوستانو داني او روني  سره ملګری په ویانا ښار کې دَ وینډو شاپنګ کولو په وخت –

عکس-۱۰ ... دَ ویانا سوړ ښار، خو ښځې په کې داسې په تېزو تېزو ګامونو یوې بلې خواته روانې لیدل کېږي لکه جوړه چې یې یخ محسوسېږی نه –

عکس-۱۱ ... په ویانا ښار کې دَ مشهوره یادګار محل، چې شونبرن پېلس نومېږي مخې ته جوړ شوي مونامنټ کې دَ یو سړي او آس دَ سر مجسمې دَ مستۍ په حالت کې داسې څرګندوي لکه دَ دې هېواد نران چې ژوند کولو ته  دَ آسونو په شان ملا تړلي لري -