البم نمبر۹...هر قدم په نوي ټاپو باندي

دَ البم نمبر۹دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...

 

عکس-۱ ... یوې خواته  په مستواوبو کې په هنري تعمیرجوړ ځانګړی ښائیسته ښار وینس او بلې خواته یې په دې ننداره کې دَ بلېک هارس نامې  یادګارې نخښې  شاوخواته داسې په شړک باران ورېږي، چې هر لور ډم ولاړې اوبه  او له بالا راورېدونکی باران  سړی دَ مرګ په وسوسو کې ورګېرَوي-

عکس-۲ ... په غټ تصویر کې شوق دَ اټلي په مارګېرا ښار کې یوې غټې ماڼۍ مخې ته ولاړ دی او په وړوکې عکس کې دَ وینس ښار یوه کوڅه او په څنډه کې یې جوړ اوپن ائیر رېسټورېنټونه چاپېریال څه غوندې پرستان وزمه ځکه مونوَي ... چې په دې ښائیسته ښار کې کوم داسې نسل او هېواد دی چې خلګ یې وَ سېل کولو ته په ډلو ډلو نه راځي –

عکس-۳ ... په دې عکس کې شوق  له یو داسې حوُره وزمه وزرداره ډبرین بُراق  سره په څنګ کې ولاړ، چې نه یوازې دَ وینس ښار ښائیست نور نور سېوا کوي بلکې دَ عیسایانو له خوا دَ بُراق دپاره داسې جمالیاتي تصور یقیناً چې دَ فکر وړ ګرځي–

عکس-۴ ... دَ وینس له اوبو ډکه یوه کوڅه ، چې په کې نرۍ اوږدې کشتیانې یاني چې ورته دلته ګنډولا وئیل کېږي دَ سېلانیانو په مزغو کې خورا ډېرې ویرې او وسوسې دَ سوالونو په توګه رابرسېره کوي -     

عکس-۵ ... شوق په وینس کې دَ کاسموس ټوؤر له سېلانیانو ملګرو سره دَ سټي ټریپ کولو په غرض په نري نري باران کې دَ هغو نالیدلوشیانو کتلو ته هوسېږي ، چې وینس ورباندې دَ نړۍ عجبوبه ښار یا دَ مینې ښار یادېږي –

عکس-۶ ... دَ وینس ښار یوه ښکلې او رومانوي ننداره، چې دَ ښائیسته خوب تنده پرې ماتېدای شي –

عکس-۷ ... دَ وینس ښار یو پلېټ فارم، چې دَکشتیانو موجودګي په کې ننداره لا نوره خوندَوره کوي

عکس-۸ ... په نري باران کې تبې نیولی شوق  دَ وینس په یوه کوڅه کې په یو پُل باندې ولاړ ځان دَ دې جادوئي ښار برخه داسې جوړوي لکه دَ الف لیلا دَ یو داستان بې لارې شوی کس، چې  ځي ځي ، خو لاره دَ وتلو ترې نه مومي –

عکس-۹ ... په وینس کې دَ یوې ګلاس فېکټرۍ دَ سېل کولو په وخت سېلاني ملګرې بلنډا په ډېر حېرت دَ شیشې بټۍ سره جوخت ناست هنرمند چې دَ شیشې څخه بېلا بېل شیان جوړَوي ته ګوري-

عکس-۱۰ ... افضل شوق ، په وینس ښار کې له سېلاني ملګرو څخه دَ بېلېدو ورسته په شړک باران کې په دې سوچ او فکر کې ولاړ دی، چې په کومه به ځي؟