البم نمبر۱۰...خوب وُ ، خو دَ خوب په رنګه نه ..
دَ البم نمبر۱۰دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...
عکس-۱ ... په مارګېرا ښار اټلي کې دَ کولمبو نامي هوټل په لابي کې شوق له داني، روني او مسټر ډېلمر سره ناست په دې عکس کې له هغوئ سره دَ خوږې ملګرتیا په نوم وَ انساني تړون ته وده ورکولو په نېک نیت دَ یو نه هېرېدونکې یادڅرګندونه کوي –
عکس-۲ ... سهار وختي دَ کاسموس بس ته ختلو په وخت شوق، داني او دَ کاسموس ټوؤر نور ملګري که څه هم دې وخت دَ تېرو څو هفتو دَ ستړیاؤ او بې خوبۍ له سوبه ډېر خوشحاله نه برېښي ، خو دننه دننه په زړونو کې یې دَ نوؤ ملکونو او ښارونو، نوؤ خلګو او نوؤ نوؤ شیانو دَ لیدلو تنده لا ماته نه ښکاري –
عکس-۳ ... په مارګېرا ښار اټلي کې شوق له سېلاني ملګري داني سره په ګډه وینډو شاپنګ کولو ورسته څنګ په څنګ په خوشحاله موډ کې ولاړ دی او ملګری روني یې عکس اخلي –
عکس-۴ ... دَ افضل شوق دَ لیدلي یو نه هېرېدونکې خوب ، چې تفصیلي ذکر یې په سفرنامه (مزل په واؤرو باندې) کې دَ (خوب ؤ، خو دَخوب په رنګه نه ...) تر عنوان دلاندې وړاندې شوی دی په سمون دغه لاسي عکس دَ وینس ښار دَ ګرېنډ کېنال بڼه ځکه وړاندي کېږي – چې نه یوازې دَ دې جادوئي وزمه ښار په اړه واضح تصویر رامخې ته شي بلکې دغه په اوبو کې جوړ ښار دَ کتونکو په مزغو کې هغه رنګه بېلابېل سوالونه هم په داسې شدت رابرسېره کړي لکه دلته چې راغلی هر سېلاني یې دَ ځواب موندلو په هیله هیله ځان سره ګنډلي خپل هېواد ته وړي – دغه معماتي ښار دومره په هنری کمال جوړ شوی دی ، چې هر راپورته شوی سوال دَ حتمي ځواب په ځای بلا نور سوالونه زېږوي –
عکس-۵ ... دَ آزادهېواد سان مرینو درسته جغرافیه چې په دې عکس کې په یوه نظر کې ښکاري داسې څرګندوي لکه دا چې هېواد نه بلکې یو وړوکی غوندې کلی دی – دَ دې کلیوال هېواد باچا چې محل یې دَ غونډۍ په سر جوړ ښکاري که څه هم سم سک باچا دی ، خو شاید چې دَ نورو هېوادونو مخته یې حېثیت دَ یو ملک یا خان څخه زیات نه وي –
عکس-۶ ... په اټلي کې شوق چې تر شا یې دَ کاسموس ټؤر زیاتره ملګري ولاړ دي ... دَ یوې داسې تاریخي ماڼۍ په وړاندې خپل عکس دَ یاد وَ جزیرو ته سپاري،چې دَ یو سېند په څنډه په ډېر هنر جوړه شوې ده - دغه رنګه بلا ډېرې زړې ودانیانې او ماڼیانې په دې هېواد کې په هر دویم قدم دَ اتالویانو دَ شاندارې ماضي یادونه تازه کولو دپاره ولاړې برېښي -
عکس-۷ ... په اټلي کې دَ اسیسي دَ نوموړي سېنټ فرانسس چرچ ، چې دَ دغه سېنټ تابوت پرته په کې دَ سر ګلیلئیو تابوت هم پروت دی دَ یوې غونډۍ په سر جوړ ښکاري او دلاندې یې دَ اسیسي دَ ښکلې ښار ننداره هم برېښي -