البم نمبر۱۳...دَ ښکلاؤ په ګودر چې ماځیګر شو
دَ البم نمبر۱۳دَ عکسونو په باب لنډه پېژندګلوي ...
عکس-۱ ... په فرانس کې دَ نیس ښار او دَ شنه سمندر یوه ښکلې ننداره، چې په یو نظر کتلو وریاندې زړه کله مړېږي –
عکس-۲ ... فلپائني ملګری داني او شوق شپې خواته دَ نیس په یو رېسټورېنټ کې دباندې وَ دُنیا ته دَ وتلو په نیت وزرونه تلي لګیا دي –
عکس-۳ ... په فرانس دَ کانز نامي ښار دَ سمندر څنډه، چې رقم رقم زړخوښیانې یې ځانګړتیاوې نورې نورې سېوا کوي –
عکس-۴ ... شوق دَ فرانس په ښائیسته ښار کانز کې دَ سمندر په څنډه باندې ولاړ دَ چاپېریال په ښکلاګانو کې دَ خپل وجود تحلیل کولو په ارادي هڅو کې چمتو برېښي –
عکس-۵ ... دَ نړئیزې جوارۍ په اړه نوموړی هېواد مناکو په ښار مونټي کارلو ، چې ورته ماړه خلګ بلخصوص شېخان، دَ هالي وډ اداکاران او ځینې نور له پیسو ډک پک بریف کېسونه رواړي او خالي لاس ورڅخه په ماتو زړونو دَ نورو پیسو راوړلو په نیت خپلو هېوادو ته ستنېږي –
عکس-۶ ... په مونټي کارلو کې دوې جوړې له یوې سترې کاسینو څخه راوتلو ورسته ګوره چې کوم احساس ورته په شونډو موسکاګانې او په روئیو کې مستیانې راپارَول غواړي؟
عکس-۷ ... یوه زَړه لاکن مسته جوړه په مونټي کارلو کې شاید چې له یو بل سره دَ ژوند پاتې وختونه تېرولو په نیت دَ مینې له خوږو موسکاګانو سره ګنډلې اراده څرګندوي –
عکس-۸ ... په کانز نامې ښار کې سېلاني افضل شوق خپلې خواته دَ خپلواک په یو څو روح خوښالونکو لمحو په بدرګه کې لیدل کېږي –
عکس-۹ ... آسټرین سېلاني ملګری ایډرین، دَ هغه ملګرې پېغله وېلینا او نور دَ کاسموس ملګري په اېوېګنن ښار کې دَ سېل کولو په وخت –
عکس-۱۰ ... په نیس ښار کې هغه پېغله کرسټي ، چې زما دَ یوه نظم ( زه ، نیس او شپه) کې دَ یو اهم کردار په حېث په کتاب ( په لټون ستا دَ څېرې) کې ذکر شوې ده –
عکس-۱۱ ... دَ کاسموس ټوؤر نګ ادارې په یونیفارم کې پټه یوه روائتي ښځه اسکارټ ، چې په هر هېواد کې په هم دغسې بڼه نه یوازې لیدل کېږي بلکې دَ سېلانیانو دپاره په هغه هېواد کې سېکوریټي هم یقیني کوي –
عکس-۱۲ ... دَ اېوېګنن یوه په زړه پورې او روح خوښحاله کونکې ننداره -